دكندهار ښار والي له لوري به د كندهار په ټولو ښونځيو كښي د لومړي ځل له پاره دښار والۍ اړوند كميټي جوړي سي تر څو د ښونځيو په پاك ساتلو او زده كوونكو ته د پاكۍ او چاپيريال ساتني په برخه كښي عامه پوهاوي وركړي .
داپروسه دكندهار دښار والۍ په نوښت په لاره اچول سوي چي په مالي برخه كښي دUNDP موسيسه ور سره مر سته كوي. هغه غونډه چي دپنجشنبي په ورځ دكندهار داطلاعاتو اوكلتور په رياست كښي په همدي موخه جوړه سوي وه، پكښي كندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر او د كندهار داطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالقديم پتيال ترڅنګ دځينو ښونځيو مديرانو سرښوونكو او په كندهار كښي د UNDP د دفتر استازو او په سلګونو زده كوونكو هم برخه اخستي وه .
كندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر دغونډي پرانيستونكي وينا وكړه او دنوموړو كميټو جوړيدل او اجاد يي په ښونځيو كښي ډير مهم وباله ښاغلي عمر وويل دا لومړي ځل دي چي په ښونځيو كښي دښار والۍ له لوري دا ډول كميټي جوړيږي دده په وينا چي نوموړي كميټي به پنځه كسه تشكيل ولري چي دښونځي زده كوونكي به وي او د كند هار ښار والۍ سره به په ګډه د خپلو ښو ونځيو په پاك ساتلو او همداراز دښونځي څخه بحر دښار د پاكۍ په برخه كښي وه خلګوته عامه پوهاوي ور كوي ښاغلي عمر همداراز دافغانستان څو ګاونډي هيوادونو ته هم اشاره وكړه چي په خپل قوت او هڅو سره يي چاپيريال او محيط پاك ساتلي او ښه پاك ښارې ژوند لري چي په خبره يي موږ هم بايد د خپل چاپيريال په پاك ساتلو كښي پوره سهم او ونډه واخلو او خپل ښار د نورو هيوادونو دښائيسته او پاكو ښارونو سره سيال كړو.
همداراز دكندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس ښاغلي عبدالقديم پتيال هم د كندهار ښار والۍ له لوري دښار په پاك ساتلو كښي رواني هڅي وستايلي او همداراز يي د كندهار ښار والۍ مسئولينو ته ډاډ وركړ چي دكندهار داطلاعاتو او كلتور رياست به د كندهار ښاروالۍ سره دښار په پاك ساتلو كښي وه خلګو ته د عامه پوهاوي، تبليغاتو او پيغامونو په رسولو كښي پوره همكاره وي ښاغلي پتيال همداراز تير تاريخ ته هم لنډه كتنه وكړه او ويي ويل چي كندهار ښار په تيرو وختونو كښي ډير پاك اومنظم ښار وو چي دتيرو دريو لسيزو جنګ جګړو له امله ويجاړ او ښاري نظم يي له منځه ولاړ چي په وينا يي د جوړولو له پاره يي دكندهار هر اوسيدوونكي مكلف دي تر څو دكندهار ښار والۍ سره مرسته وكړي او تر خپله وسه پوري دښار په پاكۍ، حفاظت او ساتنه كښي پوره ونډه واخلي .
ور پسي په كندهار كښي دUNDP موسيسي استازي احمد فواد انورزې هم خبري وكړې او ويي ويل چي په ښوونځيو كښي دنوموړو كميټو د جوړيدو څخه هدف همدا دي تر څو د كندهار ښار ټولو اوسيدونكو ته دا ذهنيت وركړو تر څو دښار په پاكۍ كښي خپل مسئوليت درك كړي .
په نوموړوي غونډه كښي د كندهار د احمد شاه بابا ليسي يوتن زده كوونكي هم دنورو زده كوونكو په استازيتوب خبري وكړي او دكندهار ښار والۍ سره يي دښونځيو او ښار په پاك ساتلو كښي دپوره همكاري ژمنه وكړه او ويي ويل چي دوي به دښونځيو ټول زده كوونكي دي ته راوبولي تر څو دخپلي ښونځۍ او ښار په پاكۍ كښي پوره ونډه واخلي .
ديادي غونډي په وروستيو كښي نوموړي پروسه رسماً د كندهار ښارپه شپږو ښونځيو كښي پيل سوه او دكوميټو دجوړيدو وروسته ورته د كندهار ښاروال له لوري دښونځيو د تنظيف كوميټو ته دښونځيو دپاك ساتلو په موخه لاسې كاډۍ ، لاسي جارو ګان ، بيلچي ، سياري كثافات دانۍ او يوشمير نور توكي وركول سول تر څو په كارونه سره يي د خپلو ښونځيو چاپير يال پاك وساتي