کور / علمي / د ژبو تاریخ – دريمه برخه

د ژبو تاریخ – دريمه برخه

ددې ژباړي تېره برخه له دې ځايه ولولئ


دريمه برخه :  د خویسان څومره ژبي موجودي دي ؟


    د خویسان ژبي چي د سان خلکو له خوا ویل کیږي تقریبا ډېري دي . دا په رښتیا سره، هیڅ آسانه کار نه دئ، چي څوک دي دا معلومه کړي، چي دا څومره ژبي وې او څه نومونه ئې درلودل ؟ هغو کسانو ته به  ډېر ژر غټ شکونه ور لویږي . چي وغواړي د دې ژبو په باره کي لیکل سوي مواد مطالعه کړي،او دا ور ته څرګنده سوې ده چي په هغو کي د ډېرو داسي ژبو د نومونو ذکر راغلی دئ، چي په ډېر عجیبه ډول لیکل لري .
ددوی دا جالب لیکل د کلیک ږغو ژبو په شان ستونزمن نه دي . د کلیک ږغه ژبي داسي دي، هغه ږغ چي ویونکي ئې د یوه ږغ له پاره، د خولې په دننه کي د هوا فشار جوړ کړي، او وروسته هغه هوا پرېږدي چي ژر تیره سي . چي دا کار زموږ له پاره ډېر نابلده شی دئ . دا داسي معنی لري، لکه یو شی چي غوټه کړې یا یو لغات تېر کړې.
یو له هغو مهمو څېړونکو څخه چي د خویسان په  ژبه کي ئې کار کړی دئ، جرمنی دوروتیا بلېک (۱) نومیږي. ده  په ۱۹۵۰ کلونو کي د خویسان ژبي د شلو په شاوخوا کي بللي وې . دا ژبي  بل هیڅ لیکوال دومره دقیقي نه دي ښودلي. یوازي په دا آخرو وختونو کي د څو نورو نومونو اخیستل سوي دي.
   دا چی د دوی د نومونو په صحیح ډول لیکلو او تغیر پوري اړه لري ، دونه مشکل نه معلومیږي . او هغه ددې څخه وینو،چي ټول هغه کسان چي د خویسان له ژبي سره سر او کار لري، په خپله هره څېړونه کي ئې د یوې یا څو نوو ژبو او لهجو یادونه هم کړې ده. په دې ډول دا حالت تر څو لسیسزو پوري لا جریان درلود . څو په ۱۹۸۱ کال کي د یوه مبتکر څېړونکي له خوا یو لیست نشر سو، چي په هغه کي ئې د خویسان د ډېرو ژبو یادونه کړي وه، چي وروسته دا ژبي د علمي ادبیاتو و لیست ته هم شاملي سوې. په دې کي په مجموعي ډول، بېله هغه چي د لیکلو ډول ئې آسانه دئ، ۱۴۱ رقمه ژبي او لهجې وې، چي پسله هغه څخه ئې نو یوازي د څو نورو نوو ژبو یادونه سوي ده.
     که دا په رښتیا سره دومره ډېري ژبي وي، چي یوازي د اویاوو زرو کسانو له خوا ویل کېدلې، نو دا به هیڅ چا ته د منلو وړ نه وي. د ژبو د نومونو ددې مکمل لیست اوږدېدل ډېر سببونه لرلای سي. داسي فکر کیږي چي ددوی ډېري ژبي او ګروپونه ښایي اوس هیڅ پاته نه وي. ډېرو هغو خلکو چي د خویسان ژبي ئې ویلې، د افریقا په جنوبي او غربي سیمو کي ژوند کاوه، او ډېرو سختو شرایطو پسي را اخیستي ول، او په ځینو حالتونو کي له ډله ییزو مرګونو سره هم مخامخ سوي دي. د هغو تیتو او پرکو خلکو څخه چي څوک ژوندي پاته سوي دي، خپله ژبه ئې له لاسه ورکړېده او وروسته ئې نوري افریقایي ژبي استعمال کړي دي. اوس په جنوبي افریقا کي د خویسان ژبي چي د څلویښتو ژبو په حدودو کي ئې لا نومونه اخیستل کیږي تقریبا له منځه تللي دي. دا چي را پاته سوي دي، لا بیا هم ډېر غټ رقم دئ. ددې له پاره چي دا ټول په صحیح ډول تشریح سي، باید د ژبو و خپلو حالتونو ته او ددوی تر منځ اړیکو ته ولاړ سو.
  Dorothea Bleek ۱ :
« م. ته په کمه ژبه خبري کوې؟ » « نه پوهېږ  »    
د خویسان د ژبو د څېړونکو له مطالعاتو څخه معلومیږي،  چي ددې ژبي ټول ګروپونه له وړو نورو ګروپونو څخه، چي یو له بله سره ډېر بېلابېل هم دي جوړي سوي دي. په حقیقت دوی یو له بله سره دومره بېلي دي، چي پر خپلوي ئې څوک شک پیدا کوي. یو جلا ګروپ ئې چي د جنوبي خویساني په نامه یادیږي، یوه مستقله ژبه تشکیلوي. عجیبه ئې لادا ده، چي په مشکل سره څوک ویلای سي چي ددې ژبي نوم څه دئ ؟ په داسي حال کي، چي دا باید ډېر آسانه وای.
دلته موږ د ژبي د نامه د نه پېژندولو و اصلي علتونو ته راځو. داسي معلومیږي، کله چي د یوې ژبي ویونکي د هغې د نامه له سوال سره مخامخ کیږي، دوی په واضح ډول ددې له پاره جواب نه لري. او دا په دې پوري اړه نه لري، چي دوی نو په دې ژبه باندي نه پوهیږي، اویا دوی په دې ژبه باندي یو له بله سره اړیکي نسي نیولای. بلکي ددې له پاره هیڅ جواب نسته، چي دوی دې وړاندي کړي. په یوه جمله کي داسي ویلای سو، چي دوی د خپلي ژبي له پاره اصلا کوم نوم نه لري. او دا علت ئې هم د انتوني ټرېل ۲ له خوا، څېړل سوی دئ. دی یو له هغو ګوتو په شمار څېړونکو څخه وو،چي د خویسان د ژبو څخه ئې یوه ژبه په اساسي ډول زده کړې وه، او هم ئې رواني خبري په کولای سوای، څېړل سوی دئ.
خوزموږ له پاره د داسي یوه علت وړاندي کول، یوڅه مشکل دئ. په هر صورت د ژبو د څېړونکو، مبلغینو او داسي نورو، له پاره ډېره اوږده زمانه دا نا ممکنه وه، چي  له دې ژبو سره دي اړیکي و نسي. دا ښایي چي یو له هغو مهمو علتونو څخه ئې وي، چي په ادبیاتو کي ئې دومره هیرانوونکي او بېلابېل نومونه څرګند سوي دي. ښایي هر شوقي او کنجکاو سیلانی به ئې دا پوښتنه کړي وي، چي دوی په کومه ژبه خبري کوي او هر سوال کوونکي به ئې، په دې خاطر چي هغوی خپله مهرباني ور ته ښکاره کړې وي، یو جواب جوړ کړی وي. او بیا دا جواب هر سفرکونکي له ځان سره نوټ کړی وي. بل څېړونکي به ښایي،  له کوم بل چا سره کتلي وي، او هغه به بیا یو بل احترامانه جواب تر لاسه کړی وي، چي دا جواب به هم په نړۍ کي یو ځای ساتل سوی وي. په دې ترتیب نو د خویسان د ثبت سوو ژبو تعداد ډېر سوی او ډېر سوی دئ، چي دې ترتیب له ۱۸۰۰ کلونو څخه تر دا ورستیو لسیسزو پوري ئې دوام درلود.
له دې څخه داسي معلومیږي، چي دا ډېر نومونه باید دري کټګورۍ ولري: لومړی ئې هغه لغات دي، چي د یوه ډېر لوی ګروپ له خوا ویل سوي دي. او هغه ثابت نومونه دي، چي په مختلفو ډولونو راغلي دي، او ځیني ئې نسبتا زموږ د ژبو و نومونو ته ورته دي، مګر که چیري ځیني خلک ئې و کوم داسي یوه ګروپ ته مربوطوي، چي هغه ځان ته جلا نوم ولري، نو دا ددې معنی نه لري چي هغه ټول هغه کسان چي په دې ژبه خبري کوي، باید په همدغه ګروپ پوري دي اړه هم و لري. دا کېدای سي چي د بل ګروپ مربوط دي هم وي، مګر په  همدې ژبه دي خبري کوي،او دا بیخي د منلو وړ ده،  هغه کسان چي خبري کول ئې لږ توپیر ولري یا د ادا طرز یې یو څه ډېر فرق سره ولري، کېدای سي چي یو ګروپ سي او ځان ته دي جلا نوم هم غوره کړي.
دوهم ډول ئې هغه نومونه دي، چي ویونکي ئې په هم هغو سیمو کي اوسیږي، یا هغه نوم، چي ویونکي ئې د یوه فامیل په شان یا یوه کوچني ګروپ په ډول په هغه کي ژوند کوي. داسي اصطلاحګاني د دا موجود لیست نومونه  په یوه دېر حیرانوونکي شکل اوږدولای سي.
او دریم ډول ئې تر څه مخکي دا نومونه (  ) ۳ او هم دغه اصطلاح ( ) ۴  را پېژني، چي د اروپایانو له خوا سره یو ځای سوي دي. ټول دغه لغاتونه یوه ریښه لري، چي خووې یا خوي نومیږي،چي د دوو آوازو څخه جوړ سوي دي.
سړي ته دا سوال پیدا کیږي، چي دا څرنګه ممکنه ده، چي انسانان دي په یوه ژبه خبري کوي، او و دې ژبي ته دي بیا کوم نوم و نه لري. زموږ له پاره خو داسي ده، هر څوک چي په یوه ژبه خبري کوي، باید هغه ژبه معرفي هم کړای سي. د سان خلکو له پاره به ښایي دا  کوم عجیب کار نه وي، چي دوی  خپله ژبه په کومو حالاتو کي استعمالوي. ځکه د هغوی په ډېرو کوچنیو، او سره جلا جلا ګروپونو کي چي تعداد ئې ښایي تر لسهاوو هم زیات نه وو، ژوند کاوه، او دې ګروپونو د یوه کال په ډېره لویه برخه کي له نورو خلکو سره کوم ارتباط هم نه درلود. که به ئې په ځینو وختونو کي له نورو ګروپونو سره  کتل هم، بیا ئې هم کوم دولت، کومه اتحادیه او یا کوم مشترک سازمان هم نه درلود چي د هغه په واسطه دي خپل ځان د یوه منظم جوړښت په ډول یا د یوه منظم ګروپ په حیث معرفي کړی وای. په یوه ګروپ پوري چي به یوه او بل ځان تاړه،هغه به هم دومره کوچني وو، چي د یوه ګروپ خطاب به نسوای ور ته کېدای، او په یوه واحده ژبه به ئې خبري هم نه کولې. نو په داسي یوه حالت کي ئې ژبي د دوی د هویت او د خلکو په منځ کي د خپل مقام د پیدا کولو له پاره هیڅ تأثیر نسوای درلودلای. ځکه ئې نو د ژبي د نامه له پاره هم اړتیا نه درلودله.
هغو چي ددې ژبو و نامه ته ئې اړتیا لرله، هغه د ژبو څېړونکي یا نور دباندني کتونکي ول. د خویسان د بېلا بیلو ژبو، دا دومره ډېر نومونه چي تر اوسه پوري ویل کیږي، ټول د ژبو د پېژندونکو او یا نورو تثبیت سوو ادارو له خوا ور کول سوي دي. تر کمه ځایه پوري چي د جنوبي خویساني ژبو په نومونو پوري اړه لري، چي ما مخکي یادي کړلې،زیاتره ژبپوهان ددغي ژبي پر نامه باندي په یوه نظر دي، چي د هغو په جمله کي ژ بڅېړونکي ( ترېل ) هم ټاپه لګولې ده.
 په اسټرالیا کي څومره ژبي موجودي دي ؟ 
     
دمخه تر دې چي اروپایان د ۱۷۰۰ کلونو په آخرو وختونو کي و اسټرالیا ته راسي، ددې ځای خلک ډله ییزه ښکاریان ول. څوک به دا فکرلاهم و نه کولای سي، چي په هغه وخت کي به ددې براعظم ( لویي وچي) د خلکو شمېر د یو میلیون په شاوخوا کي وو، او په ډېرو بېلابیلو ژبو ئې خبري کولې. له دې خاطره، ددغو اصلي اسټرالیانو اولاده چي د ابورجین (۱) په نامه سره یادیږي، کټ مټ له هغه ستونزو سره لاس او ګرېوان ول، چي د جنوبي افریقا د سان خلکو لرل، د دوی هم ډېري ژبي ورکي سوي دي.
د خویسان د ژبو له ویونکو سره د اسټرالیایانو توپیر په دې کي دئ، چي اسټرالیایان په داسي معلوم سوو ګروپونو کي چي ځانته ئې خپل نوم درلود، ژوند کاوه. هر ګروپ ئې له سوو کسانو یا تر زرونو هم ډېرو کسانو څخه جوړ سوی وو،او ټولو د خپلو یو ډول دودونو یا رواجونو، د خپلوۍ د اړیکو او همدغه رنګه د خپلو ژبو د لرلو په اساس، په ګډه ژوند کاوه. او داسي معلومېدل چي هر ګروپ ئې ځان ته جلا خپله ژبه لرله، او ژبو ئې هم هر وخت یو نوم درلود. ډېر لږ داسي پېښېدل، چي څو ګروپونو دې ځانته یو راز نوم او یوه ژبه درلودلې وای، بلکي په عمومي ډول هر ګروپ ځانته جلا نوم او جلا ژبه درلودل. هغوی چي مثلأ د ییدینج (۲) په ژبه خبري کولې، د ګروپ نوم ئې ییدینجي(۳) وو. له جنوبي افریقا سره د اسټرالیا د ډله ییزو ښکاریانو توپیر په دې کي هم وو، چي دوی د خپلي ژبي د ریښې په باره کي باخبره ول اوهم ئې کوښښ کاوه، چي د ژبی نوم ځانته معلوم کړي.
 په ۲۰۰۲ کال کي د یوه پېژندل سوي ژبپوه ، آر. ایم . ډبلیو . ډیکسن (۴) له خوا چي کومه معیاري پلټنه  سوې ده، د دغه ډول ګروپونو چي هر ګروپ ئې ځانته خپل نوم هم درلود،  شمېر  لږ تر لږه اوه سووه ښودلی سوی وو . آیا په رښتیا سره هم دومره ژبي موجودي وې ؟ یه، ډیکسن وایي، چي په حقیقت کي یوازي په څرګند ډول د دووسوو پنځوسو ژبو په شاوخوا کي وې.  د هغو اوو سوو ژبو له جملې څخه  هدف یوازي جلا ژبي نه وې، بلکي په دې کي لهجې هم شاملي وې.
که څه هم ځیني ګروپونه داسي فکر کوي، چي ډیکسن یوازي د هغو ژبو د ویونکو له نظریو څخه اخیستنه نه ده کړې ، کومي چي دوی خبري پرې کولې.  او هر ګروپ ئې ځانته جلا ژبه لري، مثلأ لکه،یرامای ، ییربال ، مامو او ناګاجان (۵)
 په حقیقت کي ژبه یوه ده، خو ډېري مختلفي لهجې لري .  او دا ژبه ډیکسن د ډیربال(۶) په نامه بللې ده.
ښایي علت به ئې دا هم وي، چي د هغو ګردو څلورو  ژبو د ویلو د طرز او د ټولو له پاره د پوهېدلو وړتیا وي سره ور ته وې. هغه څه چي ددوی تر منځ یو له بله سره فرق راووړ، هغه یوازي ځیني لغاتونه دي، د دوی په ږغیز سیټم او ګرامر کي ځیني ډېر کوچني شیان دي ،لکه کټ مټ چي  د اروپایي ژبو د لهجو تر منځ موجود دي. دا ښايي ددوی د ژبو له پاره یوه ډېره منطقي آسانتیا وي، مګر دا بیا دغه مهمه پوښتنه را پیدا کوي، چي یوه ژبه اصلأ څه ته ویل کیږي؟، یا دا چي دا فیصله به څوک کوي، چي دا کومي ژبي دي.
ادامه لري.