کور / تازه خبرونه / په کندهار کي به د اوبو څلور نوي بندونه جوړ سي

په کندهار کي به د اوبو څلور نوي بندونه جوړ سي

په پام کي ده چي د کندهار ولايت د اوبو د تنظيم رياست لخوا ددې رياست د اړوند وزارت په مرسته او همکاري د کندهار په شمالي او شمال ختيځو ولسواليو کي د اوبو څلور نوي بندونه جوړ سي.
په کندهار کي د اوبو د تنظيم رياست رئيس انجينير شېرمحمد عطايي نن رسنيو ته وويل چي ياد سوي بندونه به د کندهار په شاوليکوټ، بولدک، معروف او ارغستان ولسواليو کي جوړ سي.
د نوموړي په خبره چي يو بند به د کندهار د دهلې بند لوړي خواته د شاوليکوټ په ولسوالۍ کي جوړ سي چي د ټاکل سوي مهالوېش سره سم د ٢٠١٢ زېږدېز کال په لومړيو کي به يې د امريکايي پوځ د اينجينرانو لخوا د سروې کار پيل سي.
هغه زياته کړه چي پاته درې نور بندونه به د شنه نري او ارغستان پر سندونو د پاسه جوړ سي چي د متوسط بندونه به وي او په سيمه کي به د اوبو د ضيا مخه ونيسي.
د اوبو رسوني د رئيس په خبره چي د ٢٠١٢ کال له پيل سره سم به د دهلې بند اساسي کارونه هم پيل کړي ځکه په خبره يې چي په دې برخه کي کوچني او ابتدايي کارونه له وړاندي سوي دي.
د ښاغلي عطايي په وينا چي د دهلې بند د پروژې په ترڅ کي يې تر دې دمه ٤٠٠ کوچنۍ پروژې پلي کړي او همداراز د ٧٥ کيلو مترو په امتداد عمومي کانالونه پاک سوي دي.
د اوبو تنظيم رئيس همداراز وويل چي رياست يې د مرستندويه ادارو او وزارت په مرسته ٦٨ نوي لويي او کوچنۍ دروازې جوړي کړي او په څنګ کي يې ورسره ٥٠٠ سربندونه رغولي چي په نتيجه کي يې لسګونه زره هکټاره مځکه تر اوبو لاندي راغلې ده.

نوموړي په ننۍ امنيتي غونډه کي وويل چي پلان لري څو د ارغنداؤ سيند دواړو غاړو ته ١٠٠ کيلو ميتره استنادي دېوالونه جوړ کړي او په دې توګه به د ارغنداؤ سيند لپاره مسير وټاکل سي.

کندهار د افغانستان په سهېل کي پروت کرهڼيز ولايت دى چي تر دمه يوازي يو د اوبو بند لري چي د نن څخه پوره ٦٠ کاله وړاندي د ښار شمالي خواته د شاوليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کي جوړ سوى او د کندهار ٧ ولسواليو ته د کرهڼي لپاره اوبه ورکوي