کور / راپور / ایل ایس ټي اوو په هرات کې د کرکټ ۱۵۰ لوبغاړي روزي

ایل ایس ټي اوو په هرات کې د کرکټ ۱۵۰ لوبغاړي روزي

لوبې سپورټي روزنیزې مؤسسې د چهارشنبې په ورځ د هرات په ولایت کې د افغانستان د کرکټ بورډ د ولایتي دفتر په همغږۍ د کرکټ یو سلو پنځوسو ځوانو لوبغاړو ته روزنیز کمپ پيل کړی چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
دا روزنیز کمپ چې په هرات کې د کرکټ په اکاډمۍ کې پیل شو، ددې لوبې د بېټینګ، بولینګ، فېلډینګ او د قوانینو په برخو کې به د کرکټ لوبغاړو ته روزنې ورکړي.
دا روزنیز کمپ چې د ایل ایس ټي اوو د پیاوړو روزونکو له خوا پرمخ وړل کیږي، پدغه ولایت کې به د کرکټ د لوبې له ودې سره مرسته وکړي.
د ایل ایس ټي اوو مرستیال زراب شاه زهیر وویل روزنیز کمپ د نوولس کلنو د پخواني روزونکي اسدالله خان او محمد عالم کندهاري له خوا پرمخ وړل کیږي او اساسي کرکټ به لوبغاړو ته وښيي.
بل لورته د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر ښاغلي نسیم الله دانش پدغه ولایت کې د ایل ایس ټي اوو له دغه روزنیز کمپ ستاینه وکړه وې ویل چې دا به په هرات کې د کرکټ د لوبې له لا بنسټه کېدو سره مرسته وکړي، هغه زیاته کړه چې ایل ایس ټي اوو وړ روزونکي لري او دا چې په هر ولایت کې لسګونه ځوانان د کرکټ په برخه کې روزي فعالیتونه یې د ستاېنې دي.
دې مؤسسې د کمپ په لومړۍ ورځ په یو سلو پنځوسو لوبغاړو جامې، بوټان او د لوبې وسایل هم وویشل شول.
ایل ایس ټي اوو تر دې وړاندې، په کنړ، پروان، کاپیسا، کابل، ننګرهار، کندز، کندهار او خوست ولایتونو کې هم ورته روزنیز کمپونه په لاره اچولې دي او تر دې دمه یې دیارلس سوه ځوانانو ته د کرکټ د لوبې روزنه ورکړې ده.
دا مؤسسه د افغانستان د کرکټ بورډ نه مننه کوي چې هر دم یې ملاتړ کړی او د پروګرامونو په تنظیم کې یې ورسره مرستې کړي دي.