کور / تازه خبرونه / افغان ريل ګاډۍ تګ راتګ ته چمتو ده

افغان ريل ګاډۍ تګ راتګ ته چمتو ده

افغان چارواکي وايي ډېر ژر به د مزار شريف له ښار څخه څخه تر حيرتان بندر پوري د ريل ګاډۍ تګ راتګ شروع سي.
د افغانستان د فوايدعامې وزارت تخنيکي مرستيال احمدشاه وحيد وايي په دې سره به له مزارشريف څخه ازبکستان ته د مسافرو په تګ – راتګ او د اموالو په وړو – راوړو کي د پام وړ اسانتيا رامنځته سي.
د نوموړي په وينا له مزار شريف څخه تر حيرتان پوري ٧٥ کيلومتره لاره ده، چي پر پروژه يې ١٦٥ ميليونه ډالره لګښت راغلى دئ.
ښاغلى وحيد وايي د ريل ګاډۍ تګ راتګ چاري به ډېر ژر د ولسمشر حامد کرزي له خوا په رسمي توګه شروع سي.