کور / خبرتیا او پيغامونه / خبرتیا:پښتون قامي جرګه وځنډیدله

خبرتیا:پښتون قامي جرګه وځنډیدله

خبرتیا:پښتون قامي جرګه وځنډیدله 
د پښتنوقامي او روحاني مشر محمدافضل خان (خان لالا) دروان ۲۰۱۱ ع کال دډسمبر په میاشت کې د يوي مهمي  پښتون / افغان قامي جرګي  د رابللو پریکړه کړی وه . خو د اوسني شرایطو او حالاتو په نظر کی نیولو سره ،د افغانستان ، پاکستان او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا  له امله او د کڼ شمیر ملګرو د وړاندیزونو په بنسټ    ښاغلی خان لالا دا لازمه وګڼله او پریکړه ئی وکړه چی    دا مهمه جرګه په راتلونکی کی په یو بل  مناسب وخت کی  ډیر ژر راوبلی . او دجرګي تسلسل به جاري ساتی.
 نو لدی امله ټولو پښتنو/افغانانوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو، ديني  او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زده کونکو  (طالبعلمانو) نماېندګانو، د مزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامو مشرانو ته  په درناوی خبر ورکول کیږی چی د دی اهمي جرګي وخت،ځای او نیټه به وروسته درسنیو له لاری اعلان شی.
په درنښت
 اړيکي  .
Contact Number:
Asif Ali Khan: 00923335214054
E-mail: asifalikhan@engineer.com
E-mail:pashtoonkhwa@gmail.com
د پښتنو د قامي وحدت اودبشپړي خپلواکئ او سوکالئ په هيله .
په درناوی
انجنیر اصف علی خان