دکال ٢٠٠٣ د مارچ پر نونسمه ، د متحده ايالاتو جمهورريس جورج بش د امريکا پوځ ته د عراق د اشغال او نيولو امر ورکړ. بش پخپله لمړنۍ وينا کي وويل: ” همدا اوس، امريکايي او ايتلافي قواوي د عراق په بې وسلې کولو، د عراقيانو په ازادولو،او نړيوال له يوه خطرناکه دښمن څخه په ژغورولو بوخت دي. موږ په عراق کي يو هدف لرو او بس. هغه دا چي د يو ه خطر رفع کول او عراق عراقيانو ته سپارل دي. موږ به پرته له برى څخه په بل هيځ شي راضي نسو.” بش د صدام حسين او القاعده تر مينځ د کنکشن، پټو اړيکو ، د تروريزم د ملاتړ ، او د عامي تباهۍ د وسلو د درلودولو الزامونه ډېر پخوا لا لگولي وو. هغه، دغه راز، په سيمه کي د ازادۍ اوديموکراسۍ دخورولو او د يوې دايمي سولي د راوستلو ژمني هم کولې. خو پنځه کاله را وروسته، د متحده ايالاتو د جمهورريس جورج بش ټولي وعدې خلاف سوې. لمړى، عراق دتجزيې له جدي خطر سره مخامخ دى. دوهم، د عراق د جنگ له کبله گرده سيمه ناکراره او بې ثباته ده. دريم، په عراق کي د داخلي جنگ پيل کېدل، د فرقوي او قومي قتل عامونو ډېرېدل، او د عمومي تباهۍ او مرگ ژوبلي زياتېدل د هر عادي عراقي ژوند په مرگ تهديدوي. پرله پسې مرگانيو انتحاري حملود ښاري عراقيانو بېخ وايست. په عين حال کي، د عراق غير عالانه جنگ د مسلمانانو او متحده ايالاتو تر مينځ تاوتريخوالى، مذهبي تعصب، کرکه، او مرگ ژوبله لا زياته کړې ده. څلرم، د عراق د جنگ له امله د امريکا اقتصاد، نوم او نښان، او ټولنه زيانمنه سوې ده. او بالاخره، د عراق د جنگ له کبله افغانستان ته هم توجه کمه سوې ده.
دلته به د عراق پر خلاف د بش د جنگ او دعوا اخلاقي،سياسي، او پرکټيکل او عملي کمزورۍ رابرسېره سي. ځکه د جمهورريس بش همدا اقدام يوه خطرناکه فيصله او جدي خطا وه، او دوام يې هم د عراق، هم د امريکا، او هم د سيمي د ثبات او سولي لپاره زيانمن دى. بنا، له عراق څخه د خارجي قواوو د راايستلو عمليه بايد ژر تر ژره پيل سي؛ د عراق چاري عراقيانو ته وسپارل سي؛ د يوه فدرالي حکومت د جوړولو لپاره هلي ځلي شروع سي؛ او لنډه داچي په عراق کي د بيا ودانولو او ملي روغي جوړي پروسه غښتلې او پياوړې سي.
لمړى، د عراق جنگ ناروا دى. د عراق اشغال ټولي بين المللي تولني، قوانينو، ايتک، او نورمونو ته سپکاوى وو. بش پر يوه داسي ملک باندي حمله وکړه چي امريکا ته يې هيځ ډول خطر نه و مخامخ کړى. حقيقت دادى چي د دريمي نړۍ هيڅ ملک نسي کولاى چي متحده ايالاتو ته جدي خطر پېښ کړي. صدام حسين يوازي يو محلي ديکتاتور وو . د عراق اقتصاد پرله پسي جنگونو، د يو ميلون کسيزه پوځ د ساتلو لگښت او د عصري وسلو گرانو قيمتونو، د صدام حسين اقتصادي بې کفايتيو ،او څو کلنو اقتصادي بنديزونو سخت کمزورى کړى وو. سربېره پر دې، په وروستيو مياشتو او کلونو کي، صدام حسين هر ډول سياسي معاملې ته حاضر او چمتو وو. دعراق پوځ خپله جنگي روحيه له لاسه ورکړې وه. صدام حسين يوازي د ډار ، وحشت ، او د تيلو د عايداتو په زور حکومت کاوه.
بلخوا، د صدام حسين د رژيم د ليري کولو لپاره د بش د ادارې اصلي الزامونه جعلي، درواغ، او بې اساسه وه. د بش د ادارې مامورنيو د جنگ د توجيه کولو لپاره په استخباراتو کي دلاسوهنو څخه نيولې بيا گانکرس او بين المللي ټولني ته د غلطو او جعلي معلوماتو تر ورکولو، او د استخباراتو تر تحريفولو پوري ښايسته ښه زيات مهارتونه ترلاسه کړى وه. خو له بده مرغه، د اولسونو او ملتونو په جوړولو کي کودن او شډل راوختل. ځکه پنځه کاله را وروسته، د عراق مدني ټولنه، اقتصاد، حکومت، او اولس د عمومي بربادۍ او تباهۍ سره مخامخ دي. د ابو غريب د محبس د شنجکو رسوايي، د گوانتانامو د زندان د ډار او شکنجو کوټې، او د سي اې ې په پټو محبسو کي د بېگناه او بېکسه مسلمانانو سپکاوى او ازار د متحده ايالاتو د شهرت او ادعا لپاره يو تاريخي تور داغ او شرم پرېښود. ښاغلي بش په خپله اته کلنه دوره کي د متحده ايالاتو په خارجي سياست کي دوې کاري غلطۍ کړي دي. يود عراق نيول دي، او بل د افغانستان کار نيمکه پرېښودل او توجه بل طرف ته اړول دي.
شک نسته چي د صدام حسين حکومت يو استبدادي، جگړه مار، او فاسد حکومت وو. خو په مينځني خيتځ کي د هغه په شان ډېر نورحاکمان همدا اوس دامريکاپه ملاتړ حکومت کوي. په مينځني خيتځ کي ماشاالله د ديکتاتورانو څه کمى نسته. د دوهم نړيوال جنگ راپدې، کله چي امريکا په مينځني ختيځ کي د يوه ستر بين المللي او نظامي طاقت په توگه راڅرگنده سوې ده، امريکايي مشرانو اکثرا د محلي ديکتاتورانو او نظاميانو حمايت کړي دي. جمهورريس رېگن د صدام حسين ملاتړ کاوه . په ايران کي، امريکا د مصدق پر خلاف د کودتا بند وبست وتاړه. د افغانستان د جهاد په دوران (١٩٧٨-١٩٩٢) کي، د امريکا پاليسي جوړونکو د ملايانو او مذهبي ډلو ملاوي تړلې. همدااوس، په افغانستان کي د داسي ډلو او اشخاصو حمايت کوي چي د ازادۍ او ديموکراسۍ سره پخوانۍ بدۍ او دښمنۍ لري. او بالاخره ، متحده ايالاتو دفلسطين او اسرايلو په شخړه کي تل د اسرايلو د حکومت له بربنډو نظامي تېريو، ترور، او حملوڅخه ملاتړ کړى دى.
دوهم په سياسي لحاظ، د عراق اشغال يو پوره سياسي حماقت وو. لمړى، دصدام حسين د لېري کولو په مقابل کي بل هيځ پرکټيکل او جوړ سياسي الټرنټيف نه وو. صدام حسين خپل سياسي حريفان وختي لا يا وژلي او يا پخپلو تيارو او وحشتناکه زندانونو کي بندي او وارسته کړي وه. په عراق کي، ډار ، سياسي اختناق، او د صدام حسين امنيتي جاسوسانو حکومت کاوه. همدا دليل وو چي دامريکا د اشغال په ترڅ کي چا چندان مقاومت ونه کړ. د صدام حسين يو ميلون کسيزه پوځ فقط په څو ورځو کي ختم سو. جمهورريس صدام حسين خپله په ډېرو بدو شرايطو کي په يوه غار يا کوهي کي په ډارونکو تيارو کي پټ، يوازي، او د يوه ځنگلي په شان ژوند کاوه. د بلي خوا په خارج کي، د عراقي اپوزسيون حال هم ډېر خراب وو. اپوزسيون پر څو مختلفو ډلو باندي ويشل سوى وو. د مذهبي مخالفانو مرکزونه په ايران، غرب، او د عراق د شيعه گانو په ماجتونو او مذهبي موسساتو کي وه. د عراق د اسلامي انقلاب دعالي شورا مشر عبدالعزيز الحکيم په ايران کي وو؛ د مهدي د پوځ راډيکال ملا مقتدا الصدر د تهران سره نژدې اړيکي لري. د عراق جمهورريس طالباني د صدام حسين پر خلاف د ايران په ملاتړ جنگېده. بلخوا، په امريکا کي د بش د ادارې عراقي سياسي انډيوالان اکثره د احمد چلبي غوندي لشم او دوراغجن خلک وه. د بش ادارې فکر کاوه چي په عراقيانو کي د صدام حسين بد شهرت او د هغه د استبدادي حاکميت بحراني مگر اوږده دوره به د امريکاسره د عراق په کنټرولولو کي مرسته وکړي.
که څه هم ، صدام حسين يو ظالم دتکتاتور وو، خو عراق يې د يوه مرکزي حکومت په چوکاټ کي اداره کړى وو. هغه د عراق مزمنه قومي او مذهبي بې انډولي نسبتا را ايساره کړې وه، او په ملک يې د مطلقي انارشي د حاکمېدو مخه نيولې وه. د امريکا مشهور ليکوال او سياسي مبصر، والټر ليپمن، ليکي:” زه د هغو بني ادمانو لپاره چي په يوه ټولنه کي گډ ژوند کوي د حکومت او ادارې تر ايجادولو بل هيځ ضرورت حياتي نه گڼم. که چيري ممکنه وي، انسانان بايد پخپله خوښه حکومت جوړ کړي؛ که چيري بختور وي، ښه حکومت ولري؛ مگر په هرصورت کي هرومرو بايد حکومت ولري.” اما په عراق کي وروسته له پنځو کالو امريکايي اشغال سره سره، يوه ډارونکې انارشي روانه ده. مرکزي حکومت خپل قدرت له لاسه ورکړى دى. د عراق په جنوب کي، د هيواد ٦٠ فيصده اکثريت شيعه گان سياسي قدرت لري؛ په شمال کي، د عراقي کردانو مستقل حکومت چلېږي. حال دا چي د عراق جمهورريس جلال طالباني خپله کردى دى. په غرب کي، د سني شيخانو، د بعث دپاتي شونو، او القاعده تر مينځ سيمي وېشل سوي دي؛ او په مرکز کي، د فرقوي وژونو او مذهبي-قومي تصفيو په زور ښارونه، کلي، او چم گاونډ سره بېلېږي. پدې وروستيو پنځو کلونوکي، په لسهاوو زره عراقيان وژل سوي، او تقريبا دوه نيم ميلونه عراقيان دننه په هيواد کي بې ځايه سوي دي. دغه راز، دوه نيم ميلونه نور سوريې، اردون، او نورو ملکونه ته مهاجر سوي دي.
بل پلو، د صدام حسين را پرځول، په سيمه کي ايران نور هم تقويه کړ. په عربي نړۍ کي، د ايران د راايسارولو لپاره بل سيمه ايز طاقت ندى پاته. ايران د عراق په اوسني حکومت کي پراخ سياسي او مذهبي نفوذ لري. په عراق کي، دايراني زيارتکونکو تر څنگ د ايراني تجارو پانگه اچونه هم زياته سوېده. په عراق کي، د ايران د جمهورريس محمود احمدي نژاد تود هرکلى کېږي حال داچي امريکايي عالي رتبه مامورين عراق ته په پټ او سري توگه ځي.
د عراق په جنگ کي، ٤٠٠٠ امريکايي عسکر وژل سوي دي. په زرهاوو نور کاري ټپي سوي دي. دغه راز، د عراق د جنگ لگښت به د يوه نوي تخمين په اساس له ٣ ټريلوينو ډالرو څخه هم زيات سي. د هاروډ پوهنتون د پروفسوري ليندا بېلمز په اټکل د عراق دجنگ مياشتنى لگښت ١٢ نيم بيلونه ډالره دى. پروفسور ليندا بېلمز او دکولمبيا د پوهنتون اقتصاد پوه جوسيف ستيګليتس چي د نوبل جايزه يې هم گټلې ده، پخپل نوى کتاب کي د عراق د جنگ د اوږدې مودې لگښت ٣ تريليونه ډالرو ته رسوي. همدا اوس، د عراق د جنگ بدو اثراتو دامريکا قوي او غښتلى اقتصاد سخت کمزورى کړى دى. د بش په دوران کي، د ډالر ارزښت د نورو بين المللي پيسو په مقابل کي ورو ورو را کمېږي، مگر انلفېشن جگېږي. د کورونو نرخونه مياشت په مياشت را کښته کېږي؛ دنيويارک د اسهامو مارکېټونه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. په عين زمان کي، د تيلو، خوراکي موادو، کرايو، د صحي او نورو بيمو، او د ژواندنه د نورو اوليه ضرورتونو نرخ او قيمت په محسوسه توگه گرانېږي. په مقابل کي، د کارگرو معاشونه پر خپل پخواني حالت باندي پاتي دي. بېکاري ډېره سوې ده؛ خلک ډارېدلي دي؛ اقتصادي کارو بار او فعاليت په څرگنده توگه راکم سوى دى.
په داخل کي، دواړه ديموکرات کانديدان د عراق دجنگ پر خلاف دريځ غوره کړى دى. د عامه افکارو سروې ښيي چي اکثره امريکايان د جنگ مخالف دي او له عراق څخه د خپلو عسکرو راايستل غواړي. په بين المللي ټولنه کي هم د عراق د اشغالولو سره د نړيوالو مخالفت او اعتراض لا زيات سوى دى. په اروپا، اسيا، افريقا، او په تېره بيا اسلامي نړۍ کي د متحده ايالاتو پر خلاف د عامه خلکو مظاهرې او اعتراضونه پيل سوي دي. سربېره پردې، د مسلمانانو او امريکا تر مينځ فاصله او بې اعتباري نوره هم پراخه سوې ده. د مطبوعاتي پروپاگند په نتيجه کي، د عامه امريکايانو په مينځ کي مسلمانان د تروريستانو او افراطيانو په نامه معرفي سوي دي. د اعتماد او همکارۍ روحيه کمزورې سوې ده. په مقابل کي، په اسلامي نړۍ کي امريکايي ضد احساسات تر پخوا لا ډېر او پراخ سوي دي. القاعده تر پخوا غښتلې سوې ده. انتحاري حملې زياتي او مرګانۍ سوي دي، او مذهبي افراطيان په پېخر ډېر سوي دي. د بش له بد شامته، د تمدنونو د ټکر نظريه لا تقويه سوه. د اسلام او مسيحيت تر مينځ کرکه، بدگماني، او دښمني لا زياته سوه.
جمهورريس بش د چهارشبنې په ورځ د مارچ پر نونسمه ٢٠٠٨ کي، يو ځل بيا خپله سرټمبه ګي ښکاره کړه. هغه پخپله وينا کي عراق يوه کاميابي وبلله! بش ادعا کوي چي په انتخاباتو کي د عراقيانو گډون دا ثابتوي چي عراقيان پدې نوى نظام خوښ او خوشحاله دي. مگر واقعيت دى چي په انتخاباتو کي د عراقيانو برخه اخيستل د امريکا د اشغال څخه ملاتړ نوو، بلکي عراقي شيعه گانو له سنيانوڅخه د قدرت په انتقالولو کي گډون کړى وو. ځکه د عراقيانو د عامه افکارو هره سروې ښيي چي اکثريت عراقيان له هيواد څخه د امريکايي عسکرو وتل غواړي. ښاغلي بش د چهارشنبې په ويناکي، بيابيا کوښښ وکړ چي عراق او القاعده سره وتړي او پدې توگه د سپټمبر په تروريستي حملوکي د صدام حسين حکومت دخيل کړي. خو دا خبره زړه سوې ده او دا استدالال وروست دى. سپينه خبره دا ده چي د عراق د جنگ ختمول پکار دي. د حل واقعي لاره دا ده چي له عراق څخه امريکايي عسکر راو ايستل سي، عراق عراقيانو ته وسپارل سي، د سيمه ايز ثبات او امنيت لپاره پوره او هراخېز کوښښ وسي، او بالاخره په سيمه کي د فلسطين او اسرايلو د تاريخي شخړي په شمول نوري تودې منطقوي لانجې هم په څه عدل او انصاف فيصله کړي سي. بيا به هله ضرور په مينځني ختيځ کي د دايمي سولي د ټينگولو هيلي غښتلي سي. والسلام.