کور / هراړخیز / د طنز د دنيا يو (عزيز)

د طنز د دنيا يو (عزيز)

ليکنه: عزيز نسين



ژباړه: عبدالجبار فراز


عزيز نسين په ١٩١٥م کې دنيا ته راغى. د دغه نړيوال طنزليکوال ژوند له لوړو ژورو ډک دى. د نظامي زده کړو تر بشپړولو وروسته پر پوځي خدمت بوخت شو. خو دا چې د ده ذوق او فکري ميلان بلې خوا ته و، نو هره شېبه د دغې دندې د خوشي کولو په خيال کې و. اخير ځنې لاس پر سر شو او مسلکي ليکوالۍ ته يې مخه کړه. په ډېر لږ وخت کې يې نړيوال شهرت او نوم وګاټه. د نسين د ژوند تر ټولو پام وړ ټکى د هغه عقيدوي اړخ دى. پر نوموړي باندې د ترکي مذهبي مشرانو له خوا د کافر او ګمراه ټاپې هم وهل شوي دي. د ده ديني ژمنتيا هغه وخت لا تر شک لاندې راغله چې د اسلام د مشهور دښمن سلمان رشدي يو خرافي ناول (شيطاني آيتونه) يې ترجمه کړ. د ده دغه کار ترکي مسلمانان وپارول. آن تر دې چې د نوموړي د وژلو هڅې هم وشوې. د ١٩٩٣م د جولاى پر دويمه نېټه، کله چې عزيز نسين د سيواس سيمې يوه هوټل ته په فيسټيوال کې د ګډون کولو لپاره ننووت، نو پارېدلو مسلمانانو يې پر ضد لاريون پيل کړ او تر هوټل راچاپېر شول. دغو خلکو د ياد ليکوال د وژلو په موخه د هوټل ودانۍ ته اور ورته کړ. د اور لګېدنې له امله جوړې شوې هله ګولې او د پوليسو او ژغورندويه ادارې مداخلې نسين ته د تېښتې لار پرانيسته، خو ٣٧ کسان د لمبو خوراک شول. دغه پېښه د سيواس د عامه وژنې په نوم هم يادېږي.


عزيز نسين په 1972م کې د نسين په نوم يوه خيريه ټولنه جوړه کړه. دغې ټولنې به هر کال څلور بېوزله او بې کوره ماشومان خپلول او د هغوى د زده کړې او ساتنې بشپړ مسووليت به يې پر غاړه اخيست. نسين ياد بنياد ته دومره متعهد و چې د خپلې ټولې ليکوالۍ عايد يې ورته وقف کړ. ده په سياست کې هم څه ناڅه برخه اخيستې ده. کله چې په ١٩٨٠م کې د کنان ايورين له خوا پوځي کودتا وشوه، عزيز نسين د روڼآندو په غوښتنه د نظامي حکومت د راپرځولو لپاره يو فکري کمپاين پيل کړ.


لنډه دا چې عزيز نسين د خپل ژوند وروستي کلونه له اسلامي علماوو سره په جګړه او کشمکش کې تېر کړل. اخير د ١٩٩٥م د جولاى پر شپږمه نېټه د ايزمير په چشمي سيمه کې د زړه د حملې له امله ومړ. مړى يې په يوه نامعلوم ځاى کې د ده د وصيت مطابق له کومو مذهبي مراسمو پرته خاورو ته وسپارل شو. دغه ليکوال د سيمې او نړۍ ډېر مسايل او خورا ډېر مسايل د خپلې متبحرې فکرې قوې په زور په ډېر حيرانوونکي او خواږه انداز طنزيه او داستاني کړي دي، آن تر دې چې خپل ژوند يې هم له دې غشي په آمان کې پاتې شوى نه دى. نوموړى خپل ژوندنى سفر له پيله تر ٥٣ کلنۍ پورې داسې انځوروي(ژباړن):


پلار مې په ديارلس کلنۍ کې د آناتولي له يو کلي څخه استانبول ته راغى. مور مې هم په ډېر ماشومتوب کې د آناتولي له يوه بل کونجه استانبول ته راستنه شوه. دوى دواړه د يو و بل د ليدو او زما د زېږولو لپاره دې ته مجبور وو چې استانبول ته په سفر لاړ شي او هلته واده سره وکړي. دا چې ما د انتخاب حق نه درلود، نو په يو ډېر نامناسب وخت، يعنې د لومړي نړيوال جنګ په خورا کرغېړنو ورځو ١٩١٥م کال او د هيبلي په نوم يوه ډېره بده جزيره کې وزېږېدم. هيبلي استانبول ته نژدې د ترکيې د شتمنو د ژمنۍ اوسېدنې سيمه ده او څنګه چې پيسه داره خلک له غريبانو پرته ژوندي نه شي پاتېداى، له همدې امله نو موږ هم دغه جزيره کې مېشت وو.


له دې خبرو سره-سره بيا هم نه شم ويلاى چې يو بدمرغه سړى وم. بلکې ډېر خوشبخته يم چې په يوه ثروتمنده، نجيبزاده او مشهوره کورنۍ پورې غوټه نه يم.


زه (نصرت) نومېدم. نصرت يو عربي لغت دى چې (د الله مرسته) معنا لري. دا نوم زما له کورنۍ سره ډېر ښه سر خوړى، ځکه موږ له الله پاک پرته بله کومه هيله نه لرله.


پخوانيو سپارټيانو خپل کمزوري او ډنګر اولادونه په خپلو لاسونو وژل او يوازې يې ځواکمن او پر پښو ولاړ ماشومان لويول. مګر زموږ ترکانو لپاره د انتخاب دغه پړاو د طبيعت او ټولنې په لاس ترسره کېدى. که درته ووايم چې څلور وروڼه مې په کوچنيوالي مړه شول ځکه د محيط ناوړه شرايط يې ونه شو زغملاى، نو په دې به مو سر خلاص شي چې زه څومره سخت مرګى وم چې ځان مې روغ وايست. خو مور مې په ٢٦ کلنۍ کې مړه شوه او دا ښايسته دنيا يې تر ځان غښتلو ته پرېښوده.


په سرمايه دارو هيوادونو کې د سوداګرو د ژوند شرايط ښه وي او په سوسياليستي هغو کې بيا د ليکوالو. يعنې که څوک اقتصادي فکر ولري، بايد په سوسياليستي ټولنه کې ليکوال شي او په يو شتمن هيواد کې تجار. خو ما سره له دې چې په ترکيه کې اوسېدم، چې څه ناڅه سرمايه دار دى، او په کورنۍ کې مې هېچا ليکل او لوستل نه شواى کولاى، نو د ليکوال کېدو فيصله مې وکړه.


پلار مې، د ټولو هغو ښو پلرونو په څېر چې خپل زوى ته د فکر کولو زده کړه او تمرين ورکوي، داسې سپارښتنه راته وکړه:


(دا د ليکلو احمقانه خيال هېر که، او په يو داسې ښه او عزتمن کار پسې وګرځه چې وکولاى سې ژوند په جوړ کې.) خو ما يې پر خبره غوږ ونه نيو.


د سرغړونو لړۍ مې همدلته پاى ته نه رسېږي. غوښتل مې ليکوال شم او قلم په ګوتو کې ونيسم، خو پر داسې مکتب پېښ شوم چې توپک يې په لاس راکړ.


د ژوند په لومړيو کلونو کې د هغه کار پر کولو ونه توانېدم چې مينه مې ورسره لرله، خو کوم کارونه چې مې بيا کول خوښ مې نه وو. غوښتل مې ليکوال شم، مګر عسکر شوم. هغه مهال يوازني ښوونځي چې د غريبانو او مسکينانو زامنو مفت درس په کې ويلاى شواى، نظامي مکاتب وو، له همدې وجې بايد خامخا همدغسې يوه مکتب ته ننوتلاى.


١٩٣٣ کال


د تل په شان دا پلا هم راباندې ناوخته شو، ټول ښکلي نومونه ختم شوي وو او ما کوم د افتخار وړ کورنى نوم هم نه درلود. مجبور شوم (نسين) ته سر وښوروم. نسين يعنې (ته څه شي يې؟) غوښتل مې زما د نامه په هر ځل يادېدو سره په دې کې فکر وکړم چې اصلاً څه شي يم.


په ١٩٣٧م کې افسر شوم، يعنې ناپليون شوم. زړه ته مو نه لوېږي! زه تازه د ناپليونانو په ډله کې حساب شوى وم. ټولو نوو افسرانو ځان ته د ناپليون په سترګه کتل، د ځينو دا ناروغي خو بيا هېڅ نه رغېده او د ژوند تر پايه به په کې شنه وه. ځينې بيا تر څه وخت وروسته بېرته سمېدل. (ناپليونتوب) يوه لېږدېدونکې(ساري) او خطرناکه ناروغي ده چې نښې يې دا دي: مريضان يوازې د ناپليون د برياليتوبونو په باب فکر کوي او ماتې يې له ياده باسي. دوى د دنيا نقشې ته درېږي او په يو سور رنګه قلم ټوله نړۍ په پنځو دقيقو کې فتح کوي او بيا غوسه هم ورځي چې دا دنيا نو ولې دومره وړه ده. دا خلک د هغو کسانو په څېر چې لوړې تبې نيولي وې، اپلتې وايي. دا تکليف نور خطرونه هم راولاړولاى شي. يعنې دوى شايد په راتلونکو پړاوونو کې پر ځان د ګوډ تېمور، چنګېز خان، آتيلا، هانيبال يا هم آن هټلر خيال وکړي.


ما هم د يوه تازه نفسه دوه ويشت درويشت کلن افسر په توګه په ډېر لنډ وخت کې په يوه سور رنګه قلم دنيا تسخير کړه. ناپليوني عقده دوه يا درې کاله راپه کې شنه وه. البته بايد ووايم چې له دې هر څه سره-سره مې له فاشيزم څخه بد راتلل.


له ماشومتوبه مې زړه غوښتى ډرامه ليکوال شم. په پوځ کې مو، د پلي نظام واحدونه، توپخانه او ټانکونه لرل، مګر د نندارليک ليکنې برخه نه وه. له همدې امله مې له هغه ځايه د تېښتې لار لټوله او اخير په ١٩٤٤م کې آزاد شوم.


ځينې افسران حتى تر جنرال کېدو وروسته هم د شعر يا داستان ليکلو آرمان لري، البته د ځان نه، بلکې د نورو د خوشحالولو لپاره. خو يو پنځوس کلن شاعر ته د پوځي قوماندان کېدو خيال يو مخ احمقانه او بې معنا ښکاري.


د عسکرۍ په دوران کې مې ليکلو ته ملا وتړله. هغه وخت، د لوړرتبه افسرانو له هغه سرتېري بد راتلل چې ورځپاڼو ته به يې ليکنې کولې، ځکه نو ما هم په خپل اصلي نامه مقالې نه خپرولې. بلکې د پلار په نوم يعنې عزيز نسين مې کار کاوه او له همدې وجې مې اصلي نوم-نصرت نسين-له خلکو پټ پاتې شو.


هغوى ما ته د يوه ځوان ليکوال په سترګه کتل، په داسې حال کې چې پلار مې بوډا و او کله چې يې يوې دولتې ادارې ته د کار موندلو په موخه ځان عزيز نسين معرفي کړى و، هېچا يې پر خبره باور نه و کړى. خو هغه خوار د مرګ تر شېبې کوښښ کاوه خپل عزيز نسين توب ثابت کړي.


کلونه وروسته، چې کتابونه مې نورو ژبو ته واوښتل، او ما وغوښتل د عزيز نسين په نوم د ليکلي تاليف حقوق ترلاسه کړم، د ځان د عزيز نسين ثابتولو لپاره مې اوږده مبارزه وکړه، ځکه په تذکره کې (نصرت نسين) وم.


نن سبا ډېر هغه کسان چې د شاعرتوب دعوه لري، په دې اند هم دي چې تر خوله راوتلي الفاظ يې شعر دى، دا په دې معنا ده چې هغوى شعر ته چندان ارزښت او درنښت نه ورکوي. زما په خيال شاعرتوب ډېر لوى هنر دى، ځکه ډېرى هغه ليکوال چې ښه شاعران نه وو، مجبوراً مشهور او بريالي ليکوالان شول. دا خبره د ځان په باب نه کوم، ځکه ما دا په زبات رسولې ده چې بد شعر څنګه ويل کېداى شي. زما شعرونو ته د ډېرو مينه والو د راماتېدلو علت د هغوى ښکلا نه، بلکې هغه ښځينه نوم دى چې په پاى کې يې ليکلى وي. شعرونه مې په يوه مستعار مونث نامه نشر کړي دي، هغه نوم چې زيات عاشقانه ليکونه يې په خطاب کې ليکل شوي دي.


له کوچنيوالي مې دا هيله لرله چې ليکنو ته مې خلک اوښکې وڅڅوي. په همدې هدف مې يوه کيسه وليکله او يوې مجلې ته مې ولېږله. د مجلې د مدير سر سم په خلاص نه شو او د ژړا پر ځاى يې په زوره-زوره وخندل، البته تر ډېرې خندا وروسته مجبور شو خپلې اوښکې پاکې کړي او ووايي: (ډېر اعلى. دغسې نور داستانونه هم راته وليکه.)


په ليکنو کې مې همدې روح غځونې وکړې. د آثارو لوستونکو به مې ډېر ځله هغو شيانو ته خندل چې ما به اصلاً د هغوى د ژړولو لپاره ليکلي وو. آن د طنزليکوال په توګه تر مشهوره کېدو وروسته هم د طنز په معنا نه پوهېدم. حتى همدا اوس يې هم د پېژندلو دعوه نه شم کولاى. طنزليکنه مې د هغې په کولو سره زده کړه. ډېرځله زما څخه د طنز تعريف په داسې بڼه پوښتل کېږي لکه هغه چې يوه نسخه يا يو فارمول وي، تر کومه ځايه چې مې سد رسېږي طنز يوه جدي موضوع ده.


په ١٩٤٥م کې حکومت په زرګونو تاريک فکره انسانان د (تان) ورځپاڼې ويجاړولو ته وهڅول. زه هم د دغې خپرونې کارکوونکى وم او همدې اړودوړ بېکاره کړم. هغوى زما په خپل نامه هېڅ ليکنه نه منله، له همدې امله مې ورځپاڼو ته په دوه سوه بېلابېلو نومونو ليکنې کولې، له سرمقالې او ټوکې نيولې تر راپور، مرکې، داستانو او پوليسي ناولونو پورې مې هر څه ليکل. کله چې به د ورځپاڼې د څښتن دې ته پام شو چې مستعار نوم زما دى، اتومات به مې يو بل دانه اختراع کړ.


دغو اختراعاتو ډېرې کيسې پېښې کړې. د بېلګې په توګه: د لور او زوى نومونه مې سره يوځاى کړل او (رويا آتش) نوم مې ځنې جوړ کړ او د ماشومانو لپاره مې يو کتاب وليکى. حکومت له دې ناخبره و، نو يې په ټولو لومړنيو مکتبونو کې تدريس ته واچاوه. د (رويا آتش) نوم د يوې ښځينه ليکوالې په توګه د ترکيې د ښځمنو په کتابنامه کې هم خپور شو.


يوه لنډه کيسه مې په يو مستعار فرانسوي نامه يوه مجله کې خپره کړه. دغه داستان وروسته د نړيوالو طنزونو په يوه انتخابي ټولګه کې د فرانسوي طنز په توګه مطرح شو.


يو بل داستان مې هم په ساختګي چينايي نامه يوه خپرونه کې نشر کړ چې په يوه بله مجله کې له چينايي ژبې څخه د ترجمې په نوم خپور شو.


د ژوند په هغه برخه کې مې، چې له ليکلو په کې بې برخې شوى وم، ډېر نور کارونه تجربه کړل. لکه: دوکانداري، پلورنه، حسابداري، ورځپاڼه خرڅونه او عکاسي، خو د يوه تر هودې هم په سم ډول نه ووتلم.


د خپلو ليکنو په تور پنځه نيم کاله بندي شوى هم يم. شپږ مياشتې يې د مصر د پاچا فاروق او ايراني رضاشاه وړانديز و. دوى دعوه کوله چې ما يې په مقالو کې سپکاوى کړى دى. په همدې تور يې په آنقره کې د خپلو مېشتو سفيرانو له لارې محکمې ته کش او شپږ مياشتې زنداني کړم.


څلور اولادونه لرم، دوه مې له لومړۍ او دوه نور مې له دويمې مېرمنې څخه دي.


په ١٩٤٦م کې د لومړي ځل لپاره ونيول شوم، پوليسو شپږ ورځې له سهاره تر ماښامه او پرله پسې همدا يوه پوښتنه راڅخه کوله: (د هغو مقالو اصلي ليکوال څوک دى چې ستا په نامه خپرې سوي دي؟)


د هغوى زړه ته نه لوېده چې دغه ليکنې دې ما خپله کړي وي.


شاوخوا دوه کاله وروسته کيسه بېخې سرچپه شوه. دا پلا پوليسو ادعا کوله چې دغه مقالې ما په نورو نومونو ليکلي دي. لومړى وار په دې هڅه کې وم چې ثابته کړم ليکنې په ما پورې اړه لري او دويمه پلا مې بيا ځان ناګاره اچاوه او ويل مې چې زه ترې خبر نه يم. خو په دې منځ کې يو نابغه شاهد شاهدي ورکړه چې په پلاني نامه مې ليکنه کړې ده او شپږ مياشتې مې د هغې مقالې له لاسه بند کاټ کړ چې ما نه وه ليکلې. له لومړۍ مېرمنې سره د واده په ورځ، په داسې حال کې چې غزلچيانو غاړې کښلي وې، د داسې عسکرو تر تورو لاندې مخ پر محبس روان وم چې ملګري مې وو. د دويم واده چله(ګوتمۍ) مې بيا د بنديخانې د سيخانو له شا څخه مېرمنې ته وړاندې کړه. سر خو مو خلاصېږي چې چندان خوندور پيل نه دى.


په ١٩٥٦م کې د طنز په جهاني سيالۍ کې اول شوم او د سرو زرو خرما مې وګټله. هغه ورځپاڼې او مجلې چې مخکې يې ليکنې نه راچاپولې، اوس يې سر شکوونکى پر کاوه، خو دا شرايط تر ډېره ونه غځېدل.


يو ځل بيا په خپرونو کې زما پر ليکنو بنديز ولګېد. د دې لپاره چې بيرته مې نوم ورځپاڼو او مجلو ته لار پيدا کړي د يوې بلې طلايي خرما ګټلو ته مجبور شوم. دا پلا ١٩٥٧م کال و. پر ١٩٦٦م په بلغارستان کې د طنز نړيواله سيالي ترسره شوه چې ما په کې د لومړي مقام ګټلو له امله يو طلايي زيږګى(خارپشت) ترلاسه کړ.


د ١٩٦٠م د مې مياشتې د ٢٧ نېټې تر انقلاب وروسته په پوره لېوالتيا دې ته تيار شوم چې خپله يوه طلايي خرما دولتي خزانې ته وبخښم. تر دې پېښې څو مياشتې وروسته يې محبس ته واچولم. ما هم د سرو زرو جيږګى او راپاتې دويمه خرما يوه ښه فرصت ته وساتله او له ځان سره مې وويل چې حتماً به مې په درد وخوري.


خلک دې ته حيران دي چې تر اوسه مې شاوخوا دوه زره داستانه ليکلي دي. خو ما ته تعجب آوره نه ښکاري. ځکه که مې کورنۍ د لسو تنو پر ځاى شل نفريزه واى، مجبوره کېدم چې څلور زره کيسې وليکم. دري پنځوس کلن يم، دري پنځوس کتابه مې ليکلي، څلور اولاده او يو لمسى لرم. پاتې دې نه وي چې څلور زره ليرې مې هم بانک کې پرتې دي. يوازې اوسم. مقالې مې پنځه ويشتو ژبو ته ترجمه شوي، کتابونه مې په اووو ژبو چاپ شوي دي او نندارې مې په اوو هيوادونو کې نمايش ته ايښودل شوي دي.


يوازې دوه شيان له نورو پټولاى شم: ستړيا او عمر. له دې دوو پرته مې نور ټول ژوند ښکاره او روښانه دى. وايي چې تر راباندې تېر شوي عمر ځوان اېسم. زما په خيال د ډېرې بوختيا له وجې مې بوډا کېدو ته وخت نه دى پيدا کړى.


هېڅکله مې ځان ته نه دي ويلي چې: (که دويمه پلا نړۍ ته راتلم، نو بيرته مې همدا کارونه کول.) په دې صورت کې مې زړه غواړي تر لومړي وار زيات کار وکړم، زښت زيات او په وارو-وارو غوره.


که د بشر په تاريخ کې يوازې يو کس هم تلپاتې وي، پيدا کوم يې او ځنې غواړم چې د تلپاتېوالي چل راوښيي. متاسفانه چې دا ګړى کوم ايډيال نه لرم. زما نيمګړتيا نه ده، بلکې زه هم مجبور يم د نورو په شان ومرم. خو دغه مجبوريت ته مې نفس هم تنګېږي، ځکه له انسانانو او انسانيت سره مينه لرم.


همدا مې يوازنى نيمګړى داستان دى. پوهېږم چې لوستونکي له اوږدو پړپړو ستړي کېږي، خو داسې انګېرم چې د داستان پايله به مې ډېره اوږده نه وي. هغه څه چې زما مينه وال يې بايد زړه ته واچوي دا دى چې د خپل داستان له پاى څخه به هېڅکله خبر نه شم.