چې په ځان دودې نادودې دصنم وړي
له اغیارو نه به خود بار دستم وړي
چې دیار دکوڅې دوړي باد پرې راشي
په مستۍ شي لیوني ګل د شړشم وړي
په هرحال یی بس وصال دیار په خوله وي
دژوندون له باغه کله حاصل کم وړي
هسې سرد سرکشا نو را ټیټ مه شه
چې په ورین تندي دخپلوخلکوغم وړي
دوربل له سیوري لاندې به خوب څه وي
دچا ناوې چې په زړه ډار دعجم وړي
څو د میني د حر م پو لي پخیږ ي
غلیمان به هم کولتور وړي هم قلم وړي
خدمتګار دلوی افغان دبڼ بلبل دئ
د پښتو غزل دعمره پورې سم وړي
دپښتو جاده
چی دی غم را باندی ځمکه را توده کړه
په پیالو پیالو می تشه میکده کړه
عقل فکر می دمیني په اور وسول
محتسب می دقسمت پیاله میده کړه
په جمال دی دي زما سترګئ روښانه
دزړه حال می ته له خپلو سترګو زده کړه
یو ځل بیا پلو را کوز کړه له سپین مخه
دښکلا حسن میرمنئ عشق پرده کړه
یو ځل وګوره هنداره کی ]ئ پوه شئ
ما لمن ولئ په مړو اوښکو لمده کړه
زه دئ تل دمخ لیدو ته په قیام یم
ریاکار زاهد دې خپله سجده کړه
انتظار دمیني څه خوږئ شیبئ دي
چی وعده یی پوره نه وي بیاوعده کړه
دژوندون به یی آرمان دمیني سرشي
خدمتګار که دپښتو ټینګه جاده کړه
د پري جاني رالېږنه