کرزیه خانه! ستا خانۍ ته سلام
ستا د دربار جګې ماڼۍ ته سلام
ستا سخاوت او ستا میړانه ستایم
ستا شنه چپن قره قلۍ ته سلام
…
ستا لقبونه مارشالان جوړوي
پردي ډالر دې بدماشان پنځوي
ته ېې پریمانه ویشه خپل ېې ګڼه
ستا مــــډالونه اتلان پنځوي
…
پوهنتونونه هم ټول ستا له سخا
اخلي نومونه نوي نوي ځانته
په دانشګاه باندې دې غوږ کوڼ کړی
پټ پټ کوې مصلحتونه ځانته
…
خانه خاني کوې که موږ ورکوې؟
تا په دا لس کلو کې څه ورکړي؟
لږ له خپل قام څخه پوښتنه وکړه
چې په غلبیل کې دې اوبه ورکړي
…
له موږ که مري، نو ویاندان د ډیر دي
یو به د خامـــخا پیغــــــــــــام ولولي
چې ولسمشر مو خواشینی دې پرې
دغه خبر دې خاص او عام ولولي
…
خو که له نورو نه کوم غل شهید! شي
بیا هغه ورځ درته جهان سور اور شي
بیا په هیواد کې کربـــــلا جوړه وي
په ارګ د پاسه تور څادر راخپور شي
…
خـــــانه زموږ د ټولو حق دی پکې
ته څنګه ډک لاس کړې سره زر وربښې؟
په چور د لــــعل او لاجورد نه دي ماړه؟
په پټو ســـــترګو سمه و غر وربښې
…
خانه دوی ښه ساته خفه ېې نه کړې
دوی ته څوکۍ ورکړه ماړه ېې ساته
هر یوه زیارت ته ېې غونډۍ بیله کړه
دوبي کې یخ، ژمی ساړه ېې ساته
…
خـــــانه! خاني د هم په ځوړ روانه
لږه موده پاته ده نــــــــور به ورځې
خو خدای ته مخ کړه او لږ شا موږه ته
چې مخ دې سپین دی او تور به ورځې.