اداره اومديريت چې ديونظام اساسي بنسټ گڼل کيږي ،يواځې سالمه اوله اداري فساد څخه خالي اداره کولى شي ،خلکوته دغوره حکومتوالۍ په ډګر کې غوره خدمتونه ترسره کړي . وړاندې له دې چې خوست ولايت ته ښاغلي عبدالجبار نعيمي دوالي په توګه راشي ،په دغه ولايت کې په ټولو دولتي ارګانونو کې دقانون نه حاکميت ،دمرکزي دولت تګ لارو ته نه درناوى ،دسلسله مراتبو نه رعايت دلته ژورې ننګونې وي ،دډيرو دولتي ادارو،دروازې دکارکوونکو په وړاندې تړل شوې وې ،دادارو کارکوونکو رسمي وخت په نظر کې نه نيولو ،رشوت ،اختلاس ،جعل ،تزوير ،صلاحيت نه پيژندل ،خپلې دندې ته نه درناوى هغه څه وو، چې اداره يې بدنامه کړې وه ،دمجازاتو اومکافاتو داصل په اړه خو هيچا معلومات نه درلودل ،لنډه داچې ټولو ولسونو له دولتي ادارو سره واټن پيداکړى وو،خو خوست ته دښاغلي عبدالجبارنعيمي په راتګ سره ولايتي اداره او نورې سيمه ييزې اداري فعالې او ځواکمنې شوې ،دادارې دسمون په موخه دولايت دمشرتابه لخوا په ٢٧-٣١او٣٥مادو کې هرې ادارې ته جدي سپارښتنې وليږل شوې ،چې ډيره مثبته پايله يې درلوده ،په اداره کې دسلسله مراتبو دلړۍ مفهوم چې هيڅ ،څوک پرې نه پوهيدل ،پوه شول ،دمکافاتو اومجازاتو اصل ته درناوى اوپاملرنه وشوه،هره اداره دسمون په موخه خپلو ورسپارل شويو دندو ته متوجه شوه ،په ادارو کې دوړتياوو دلوړاوي په موخه اغيزمن ورکشاپونه جوړشول ،په ادارو کې دسمون په موخه ادلون اوبدلون رامنځته شو،هغه مامورين چې په اداري فساد کې ښکيل وو ،عدلي اوقضايي ارګانونوته وروپيژندل شول ،چې تقريبايواځې په خوست ولايت کې د٤٠په شاوخوا کې لوړ رتبه اوټيټه رتبه مامورين عدلي اوقضايي ارګانونوته دعدالت دتامين په موخه وروپيژندل شول ،هغه مامورين چې په خپلو دندو کې يې وړتياښوولې وه مکافات شول،ډيرې ادارې درتبو معاشانو سيستم ته داخلې شوې ،له مرکز سره اړيکې په پرلپسې ډول ټينګې شوې.
نن ورځ دولايت دمقام په هره اداري اوPDCغونډه کې ددغه ولايت دپرمختګ ،بيارغونې ،ترقۍ اوراتلونکې لپاره غوره پريکړې اوتصويبونه کيږي ،اداره تردې حده پورې ځواکمنه شوه ،چې نن ورځ کولى شي ولسونو ته په غوره توګه سره دغوره حکومتوالۍ په ډګرخدمتونه وکړي اوترډيره بريده په خپل وخت دولسونو ستونزو ته رسيدګي وکړي .پاتې دې نه وي چې داټول مثبت بدلونونه دفوق العاده مديريت او مشرتوب په پايله کې رامنځته شوي .غواړو دلته دغوره حکومتوالۍ په برخه کې دځينو هغه برياوو يادونه وکړو ،چې په دغه ولايت کې ديوې پياوړې ،مسوولې او کاري ادارې په لاره ترزياتو هلوځلو،اوکوښښونو وروسته ترلاسه شوې دي .
نن ورځ دخوست ولايت په مرکز اونورو سيمه ييزو ادارو کې دګمارنې اصول ،اهليت ،کاري وړتيا،شايستګي ،صداقت او لياقت دي چې دهردولتي ادارې د مامورپه ګمارنه پورته يادو اصولوته درناوى اوپه جدي توګه په پام کې نيول کيږي .سربيره پردې دبشري سرچينو دوړتياوو دلوړاوي لپاره هم ډيرې غوره اوپر ځاى هڅې ترسره شوې چې تراوسه پورې د ۴۰ په شاوخواء کې دبېلابېلو موضوعاتوپه تړاو اغيزمن ورکشاپونه او ۹ بېلابېل سيمينارونه جوړشوي دي . ترڅنګ يې ډيردپوهنتون استادان او٤مامورين بهرنيو هېوادونو ته دلوړو زده کړو اوتجربو دراليږدولو په موخه ليږل شوې دي .اوس مهال غواړو هغه ادارې چې درتبواو معاشانو سيستم ته داخلې شوې دي ،دلوستونکو دپوهاوي لپاره وړاندې کړو .
دهغه ادارو نومونه چې درتبو اومعاشانو سيستم په کې پلى شوى دى :
١-ولايت مقام (د،دولس ولسواليو په ګډون).
٢-دګمرک رياست.
٣-ترانسپورټ امريت.
٤-مستوفيت.
٥-دکرنې رياست.
٦-داقتصاد رياست.
٧-داوبودتنظيم رياست.(دحوزې په کچه).
٨-داطلاعاتو اوفرهنګ رياست اودځوانانو عمومي مديريت.
٩-دکليوپراختيا رياست.
١٠-دشهيدانو اومعلولينورياست.
١١-دعامې روغتيا رياست.
١٢-پوهنتون.
١٣-دکانونو رياست.
١٤-دمخابراتورياست.
١٥-عدليه رياست.(قضاء دولت،حقوق،دارالتاديب اودمحبس ملکي برخه )
١٦-دپوهنې رياست .(دکرنې لېسه اوميخانيکي لېسه).
١٧-دټول ګټوچاروامريت.
١٨-دچاپيريال ساتنې رياست.
١٩-دمخدره موادپرضددمبارزې رياست.
٢٠-دارالمعلين.(اداري کارکوونکي)
هغه ادارې چې دلومړي پړاو سمون په کې رامنځته شوى دى:
١-دمهاجرينو چارورياست.
٢-دټاکنو خپلواک کميسيون.
٣-دښاري پراختياعمومي مديريت.
٤-دميرمنوچارورياست.
٥-دهوايي ډګرامريت.
٦-دمرکزي احصايې امريت.
٧-دپېښوپه وړاندې دمبارزې رياست.
٨-دقومونو اوسرحدونوچارورياست.
٩-دحج اوقافوچارو رياست.
هغه ادارې چې تراوسه پورې دپورتنيو سيستمونو ترپوښښ لاندې نه دي راغلې :
١-ملي راډيو ټلويزيون.
٢-څارنوالي (اداري برخه).
٣-دالمپيک امريت.
٤-ترانزيټ رياست.
٥-ارزاق عمومي مديريت.
٦-نفت اوګازعمومي مديريت.
٧-دصنعتي پارکونو امريت.
٨-دکوچيانو امريت.
٩-ښاروالۍ رياست.
١٠-دامينه قوماندانۍ ملکي برخه.
١١-دمحاکمواداري برخې.
په روان لمريزکال کې ٢٨٠٠تنه مامورين ،ښوونکي ، فني اوغيرفني کارکوونکي په دنده ګمارل شوي .چې له پورته شميرې څخه ١٠٧١خدمتي کارکوونکي،اومامورين نوې دندې ترلاسه کړې دي ، همدارنګه ٢٣٠هغه مامورين چې دلومړي پړاوله اصلاحاتوڅخه درتبومعاشانو سيستم ته هم بدل شوي ،اوپاتې نورټول ښوونکي دي ديادونې وړ ده چې په پورته شميره کې ٨٥تنه ښځينه مامورينې اوښوونکې دي .
په خوست ولايت کې دروان لمريز کال په لړکې ١٨٨ټيټ رتبه مامورين دملکي خدمتونو دقانون د١٦مادې پربنسټ تر کلنۍ ارزونې لاندې راغلي، چې دپورته شميرې څخه د١٣تنو،بستونه وروسته له ارزونې څخه چې ارزونه يې منفي وه،بستونه يې اعلان ته سپارل شوي .١٦نور مامورين په خپل ځاى پاتې شوي دي .اوپاتي نورو په اداري چوکاټ کې قدم اخيستى دى .همداشان د١٦لوړ،پوړو مامورينو دکارونو کلنۍ ارزونه ترسره شوې ،چې په پايله کې يوبست قابل داعلان اوپاتې نورو په اداري چوکاټ کې قدم اخيستى دى .
هغه مامورين چې دځانګړو امتيازاتو (سوپرسکل) دامتياز ترپوښښ لاندې راغلي دي ،په ټوله کې لومړى ،دويم اودريم بستونه شامل دي .په پايله کې ٧تنه لوړپوړي مامورين دياد امتيازڅخه برخمن اود١٠نورواسناد داداري پړاوونودطى کولو څخه وروسته مرکزته استول شوي دي .
دوړتياوو دلوړاوي په برخه کې ١٤ورکشاپونه دايرشوي چې په کې ١٧٠مامورينو دبشري سرچينو،ارزونې ،راپورليکنې په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې دي .دوړتياوو دلوړاوي په بهيرکې ٤٢لوړپوړي اوټيټ پوړي مامورين مرکز اونورو ولايتونو ته د١١بېلابېلو ادارو څخه په بېلابېلو برخو کې په ورکشاپونوکې دګډون لپاره استول شوي دي.ددې لپاره چې په دغه ولايت کې ټول اداري تشکيلات درتبو اومعاشانودسيستم پربنسټ ډک شي ،نوپه همدې موخه ٣٠٠بستونه په مرکز او ولسواليوکې نوي اعلان ته سپارل شوي دي .
لکه څرنګه چې په خوست ولايت کې دتيرو کلونوپه پرتله په بېلابيلو اقتصادي ،ټولنيزو ،پوهنيزو،فرهنګي ،نظامي او نورو ورته ډګرونو کې دپام وړمثب بدلونونه اوپرمختګونه راغلي دي،چې لامل يې يواځې ديوې سالمې ادارې اوفعال مديريت منځته راتګ دى .که له يوې خواپه ملکي ادارو کې مثبت بدلون اوسمون رامنځته شوى ،ترڅنګ يې په نظامي ،عدلي اوقضايي ارګانونو کې هم نوې څيرې په دندې ګمارشوې .په دغه ولايت کې امنيه قوماندان ،دملي امنيت رئيس ،داستناف څارنوالي رئيس ،دملي امنيت دڅارنوالۍ رئيس ،دمحبس مدير،٨تنه نوي څارنوالان ،٦قضيان ددې ترڅنګ خوست ښاروال ،دملي راډيو ټلويزيون امر اودځينو ادارو ريئسان هغه نوي دولتي مامورين دي ،چې ديوې سالمې ادارې دجوړيدو په بهيرکې يې نوې دندې ترلاسه کړې دي .