کور / خبرتیا او پيغامونه / د رحيم غمزده پر مړينه د PSDP پيغام

د رحيم غمزده پر مړينه د PSDP پيغام

په ډیره خواشینئ سره مو خبرتر لاسه کړ چی د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ښاغلی  رحیم غمزده د اوږدې ناروغۍ وروسته د نزدې 75 کالو په عمر د روان ۲۰۱۱ ع کال د ډسمبر د میاشتیپه ۱۵ مه نیټه د جمعی په  ورځ لدی فانې نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټي کړی


رحیم غمزده د تېرو دریو کالونو راهیسی د مرئ  د کېنسر یا سرطانپه ناروغئ  اخته ؤ او د جمعې په ورځ د ننگرهار په یو روغتونکې پحق ورسېد.


انالله واناالیه راجعون


ارواښادرحیم غمزده دپښتو ژبی نومیالی سندرغاړی ،کمپوزر ،شاعراو ممثل  ؤ چی د هنر په ډګر کی ئی دډیرو نوښتونو سربیره دپښتنی کولتور د بډایني لپاره ئی دپښتو موسیقي په شرقی، غربی او هندی نوی تالونوسره غني کړی وه.
ارواښادرحیمغمزده  نزدې شپېته کاله  د هنر په نړۍ  کې پاتې شوې ؤ. ملیسیاسی نظر ئی درلود د خپل قام او هیواد دابادئ اوسوکالئ لپاره ئی نه ستړی کیدونکیهلی ځلی کړی دی اوخپلو سندروته ئی دمينې او ورورولئپښتنې رنګ ورکړیؤ .


دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Party (PSDP) د ارواښادرحیم غمزده مړینه پښتنی کولتور او ټولو پښتنو ته نه جبران کیدونکی ضایعه بولی،دکورنئ خپلوانو ، دوستانو  او مینه والوسرهئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.


روح دی ښاد وی


د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند