د افغان ملت ګوند رهبر ، ملي شخصيت ، دروندپښتون مشر ، تاريخ پوه ، ليکوال او دنورو ډيرو ښو صفاتو خاوند قدرت الله حداد په ناڅاپي توګه ددې فاني دنيا سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
د حداد صاحب مړ ينه ټولو افغانانو ، د نړۍټولو پښتنو او په خاص ډول د افغان ملت مترقي ګوند لپاره ستره او نه جبران کيدونکې ضايعه ده . حداد صاحب د تيرو پنځوس کلو راهيسې د افغانستان د پت او عزت ، په هيوادکې د ديموکراسۍ د تحقق او د پښتو او پښتنو د حقوقو خوندي کولو لپاره په ډيره ميړانه اوجرات هراړخيزه مبارزه کوله . د نيږدې پنځلس کلو د تحقيق او زيار نه ورورسته يی دافغان ملي تاريخ کتاب تکميل کړ چې دا يی په ټول افغان او پښتون ولس لوی احسان دی .
حداد صاحب د تيرو څو کلو راهيڅې په مسلسله توګه هره ورځ د افغانستان د شانداره تاريخ او روانو چارو په اړه يوه مقاله په ويب پاڼو او اخبارو کې نشروله تر دې چې يوه ورځ هم پکې قضايی نه وه راغلې. حداد صاحب خپل ټول ژوند د دين وطن او افغان ملت خدمت ته وقف کړی وو . دده په مړينه ټول وطنپال افغانان او په خاص ډول پښتانه ويرجن دي او په پښتون قيادت کي لويه خلا را منځته شوې. ارواښاد قدرت الله حداد او ارواښاد شمس الهدا شمس دواړه د يوې ليارې ملګري وو اونن دواړه زمونږ ترمنځ نشته خو کارنامې او يادونه به يی تل له مونږ سره وي .
د مرحوم حداد صاحب زامنو ښاغليو ايمل فرهاد ، ولي فرهاد ، منصورفرهاد او ټولې محترمې کورنۍ ته د زړه له کومې دغمرازۍ مراتب وړاندې کوم او حداد صاحب ته د خدای (ج) له درباره جنت الفردوس غواړم .
دافغان ملت ملي مترقي ګوند مشر