کور / تازه خبرونه / د ترافيکي نظم د راوستلو په موخه کمپاين دوام لري

د ترافيکي نظم د راوستلو په موخه کمپاين دوام لري

په كندهار كي د ترافيكي نظم د راوستلو په موخه د شنبي په ورځ هم د شكاپوردروازي په سيمه كي د لويي لاري څخه هغه خښتي چه په غيركانوني ډول ايښودل سوي د ترافيكو اوامنيتي پوليسو لخوا لري كړل سوي. په سيمه كښي دټرافيكو دمدريت استازي محمد ابراهيم ارماني كندهار ملي راډيوتلويزون ته په خپلو خبروكښي وويل داچه په كندهار كښي ديوي اوني راهيڅي دښاري نظم دراوستلو په موخه دمركزڅخه دراغلي هيئت كندهار ښاروالي او ټرافيكو دمدريت له لوري په گډه كارروان دي چه نن موپه خپل پلان كښي دښكاپوردروازي په سيمه کښي هغه موانع لريكړه چه ښاريان يي ډير په تنگ كړي وه اوټرافيكي نظم يي گډوډ كړي وو.
په ورته وخت كي بيا څوتنو د كندهارښاريانو هم د دولت د دي كار هركلي وكړ او وويل چي په ښار كې دپيده رونو اشغالول او ترافيكي موانع ايجادول يو ناسم كار او د عامو خلكو د زوروني لپاره يو ستونزمن حالت دي چي په ښار كي ګڼي ترافيكي ستونزي زيږولي دي.
پاته دي نه وي چي د ښارونو د پاكوني او د ترافيكي نظم د ټنګولو لپاره نه يوازي په كندهار كي بلكي دپلازميني كابل تر څنګ په يو شمير لويو او وړو ښارونو كي دا ډول هڅي د مركزي دولت لخوا د ټاكل سويو پلاوو له لوري د ولايتي ادارو سره په پوره همږغۍ رواني دي