کور / تازه خبرونه / په ارغنداؤ ولسوالي کي ٣٦٠ کيلوګرامه چرس ونيول سول

په ارغنداؤ ولسوالي کي ٣٦٠ کيلوګرامه چرس ونيول سول

د افغان ملي اردو سرتيرو تېره روځ د کندهار ولايت په ارغنداؤ ولسوالي کي چاڼيز عمليات کړي او پرمهال يې د يو شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ ٣٦٠ کيلو ګرامه خام چرس هم ترلاسه سوي دي.
په کندهار کي د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د دريمي لواء سرتېرو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هغه کور چي پکښي چاودېدونکي او نشه يي توکي پټ ساتل کېدل وپلټى او پرمهال يې پورته ياد سوي توکي لاسته ورغلل.
د پرونيو عملياتو پرمهال د چرسو د نيوني ترڅنګ ٥ ميله راکټ انداز، ٥ کړۍ لاسي بمونه او څلور سوه مختلف النوع مرمۍ هم د ملي اردو ځواکونو تر ګوتو سوي دي.