د غوایي د هډوکی له ښوروا څخه ښایی د ناول د لیکوال ښاغلی کرګر منظور خپل ځان وی چی د جدی له شپږمی نیټی نه وروسته یی د راډیو تلویزیون د کمیټی د رییس په توګه د سرو پوځونو دراتګ دهرکلی دنده په غاړه واخسته او تبصره لیکونکی میرنی ورور به یی ښایی چی د همدغو روسانو د سختو بمباریو له امله دشمشتو پاکستاني کمپ ته مهاجر شوی و چی اوس دواړه د سرو پوځونو دجفا د انتقام له امله ، یو په انګلستان کي سوله ساتونکو پوځونو ته پښتو درس ورکوي او بل یې هم د سوله ساتونکو پوځونو په لاسونو افغان وژل شوي ماشومان د هوا په څپوکي د تروریزم په کفن کي رانغاړی.
زما په اند د ناول ، داستان ، کیسې او یاهم شعر لیکل کو مه وحی او معجزه نه ده خو دخپل شعر یا داستان لپاره انسانی سوژه پیدا کول او انتخاب تر هرڅه مهم رکن دی ـ دا ځکه چی په دغه ویجاړ روان حالت کي چي افغان ولس لاتراوسه هم دخپل غم ټغر ندئ راټول کړئ د کوم لیکوال وجدان به هغه ته اجازه ورکړي چي په خپله لیکنه کي یوبل زوړ زخم هم را وسپړي او بیا به دغه بل ښاغلی د هغه په راپور ورکولو باندی لانور هم د خپل مطبوعاتی ابلیس غیږي ته ځان ورنږدی کړي .
که دغه دوه ښاغلی په خپلو کلماتو ځانونه د افغان ولس دحق مدافعین راپیژنی نو مهربانی دی وکړی او د اوسنی پلچرخی ، بګرام او نورو شخصی زندانونو په باب دی یوڅه ولیکی چی د افغان ولس د ملتپاله بی ګناه شاځلمو ژوند له مرګ څخه وژغوری .
که ښاغلی ناولیست په خپل دغه ننګین ناول باندی یوڅه انسانی فکر کړی وای نو د نور محمد تره ترکی او حفیظ الله امین د سپکاوی پر ځای به یی د پل چرخی د زندان د ړنګولو په باب یو ناول لیکلی و چی د خپلو روانو ګناهونو کفاره یی پری ادا کړی وای .
په هرصورت ، اوس چی ښاغلی ناولیست د اسمان په لور ناړی تو کړی دی د خپلی مبارکی څیری د بیرته پاکولو لپاره دی له خپل میرنی ورور څخه مرسته وغواړی چی څرنګه یی په بیرته پاکولو باندی یوه بله تبصره ولیکی .
په درنښت