کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکا له عراقه ووته که یې پاخه واړول !؟

امریکا له عراقه ووته که یې پاخه واړول !؟

پنجشنبه د ۲۰۱۱ د دسمبر۱۵ مه : په نړیوالو رسنیو کې دسر خبر دادی ، چې داوباما په مشرۍ امریکایي ادارې په عراق کې خپل اشغال ته دپای ټکی کېښود .



په دې مناسبت په بغداد کې ستر مراسم جوړ شوي وو ، چې دامریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا هم په کې برخه اخیستې وه ، امریکایانو په بغداد کې دنړیوالو رسنیو دګڼو کیمرو په مخکې خپل بیرغ دعراق له فضا څخه راښکته کړ ، او په دې توګه یې ظاهرا دهغه جنګ پای اعلان کړ ، چې نهه کاله وړاندې یې شروع کړی وو .


دعراق جنګ د یوویشتمې پیړۍ دپیل له مهمو وقایعو څخه شمیرل کیږي ، چې دکتونکو له انده داصلي او جعلي موخو اوږد لړ لري ، جعلي او برسیرن لامل یې دامریکا لخوا دعراق ازادي (!) او دصدام درژیم نړول وبلل شو ، چا چې د ډلییزې تباهۍ دوسلو داحتمالي درلودلو له امله نړۍ ته ګواښ پیښ کړی وو ، مګر اصلي مو خې یې بیا نورې بلل کیږي ، چې له جملې یې دعراق په نفتو( چې ددرستې نړۍ ترلس فیصده ډیرې نفتي زیرمې تشکیلوي ) امریکایي قبضه ، د ډالر بازاري اعتبار ته اوږه ورکول ( ځکه صدام په ۲۰۰۰ کال کې ولوړل چې تېل به یوازې په یورو خرڅوي ) دبوش کورنۍ په مشرۍ دامریکا دنفتي شرکتونو شخصي ګټې ، دامریکا دوسله جوړونکو شرکتونو تولیداتو ته بازار موندل ، او له صدام څخه دزوی بوش شخصي انتقام ځکه چې نوموړي په ۱۹۹۳ کال کې کویټ ته دسفر په مهال دپلار بوش دوژلو هڅه کړې وه .


دعراق اشغال په ټوله کې یوه لویه فتنه وه چې دمسلمه امت په زړه (عربي خلیج )کې پیښه شوه ، په لکونو عراقیان په کې ووژل شول ، او زښت زیات ځاني ، مالي ، فرهنګي او نور زیانونه یې له ځانه سره درلودل .


دامریکایي یرغل په وړاندې د عراق جهادي مقاومت چې په پیل کې خورا څپاند وو وروسته په تدریج سره له اولسي ملاتړ څخه بې برخې او تس نس شو ، دعراق اولس چې دخپلواکۍ دمبارزو تجربه ورسره نه وو ، اکثرو یې په دې هیله امریکایي اشغال ته تن کیښود ، ترڅو دامریکایانو لپاره دپاته کیدو دلائل له منخه یوسي ، او اخلاقا یې دعراق پریښودلو ته اماده کړي ، امریکایانو هم پرلپسې همدا ايډیا تبلیغ کړه ، او دهمدې فکر دتقویې لپاره یې په بیا بیا دځینو سیمو دتخلیې او دپوځیانو دایستلو صحنې تمثیل کړې .


په دې لړ کې دامریکایانو لخوا دعراق دپریښودلو وروستۍ نمایشنامه همدا دبغداد دبیرغ ښکته کولو غونډه وه ، ددې غونډې په مهال امریکایانو وویل چې نور دلته زموږ ماموریت پای ته ورسید ، دځینو ساده عراقیانو هم داخبره زړه ته ولوېده ، دخوښۍ جشنونه یې جوړ کړل ، او په فلوجه کې یې دامریکا بیرغ ته اور ورته کړ .


دعراقیانو خوښي په خپل ځای ، خو دا باید ووایو چې دلیون پنیتا په مشري دبغداد وروستي مراسم له عراق څخه دامریکا دوتلو مراسم نه ، بلکې دتل لپاره ددې هیواد دځبیښاک پیلامه او افتتاحي مراسم وو .


هغوی چې امریکایي خاصیتونه پیژني او دامریکا دتېرې پیړۍ تاریخ یې مطالعه کړی دی ، په دې هکله په حقیقت ښه پوهیږي ، په یوه جمله کې به ووایو ( چې امریکایان کله هم اخلاقي شکست نه مني ، دوی چې تراوسه کومې سیمې قبضه کړې ، نو بیا یې کله هم په میشتو اولسونو د ترحم په خاطر نه دي پرې ایښي ، دوی تراوسه یوازې د قوې په زور له ځینو مستعمرو څخه ایستل شوي دي اوبس )


دعراق په اړه امریکایانو ویلي دي ، چې ځیني محدود احتیاطي پوځیان ، روزونکي ، دنفتو داستخراج کارکوونکي ، قراردادیان ، مشاورین او په بغداد کې دسفارت ۱۵۰۰۰ امریکایي عمله (!) به دتل لپاره پاته وي ، او نور به عراق په بشپړه توګه عراقیانو ته پریښودل کیږي !!!


که بیرته راشو دمستعمرو په اړه امریکایي چلند ته ، باید ووایو چې امریکایانو په تیرو سلوکلونو کې دنړۍ تقریبا په ټولو وچو کې پوځي عملیات ترسره کړي او سیمې یې قبضه کړې دي ، خو نیول شوې سیمې یې کله هم په خراباتي شکل خپلو اصلي مالکانو ته نه دې سپارلې ، دوی چې کومې سیمې نیولې نو ټول وس یې کړی ، چې هلته ( که څه هم میشتیدنې ته یې اخلاقي دلائل موجود نه وي )په دایمي توګه پاته شي ، په دې لړکې دوی چې له دوهم نړیوال جنګ نه وروسته جاپان او جرمني قبضه کړل ، دغه راز یې دکوریا ټاپوزمې ته پښه ورداخله شوه نو بیا یې له هغه مهاله تراوسه په کې اړولي دي ،او لسګونو زره پوځیان یې په کې دېره دي ، په دې سربیره دشلمې پیړۍ په بیلابیلو کلونو کې امریکایانو د فلیپین ، تایلنډ ، تایوان ، سنګاپور ، لاوس ، کانګو، هندوراس او ځینو نورو په شمول ګڼ هیوادونه ترسلطې لاندې راوستل ، چې تراوسه یې نه دې تخلیه کړي ، په دې لړ کې ویل کیږي چې امریکایان ۱۱۶ زره پوځیان په بیلابیلو اروپایي هیوادونو کې ، ۹۰ زره داسیا فاسفیک په هیوادونو کې ، لسګونه زره نور په منځني ختیځ ، جنوبي اسیا او افریقایي هیوادونو کې په دندو ګومارلي دي ، چې له څیلمې یې په ناموجهه توګه یادې سیمې تراشغال لاندې ساتلي دي .


امریکا په خپل تاریخ کې یوازې له هغو سیمو په رښتینې توګه وتلې ده ، دکومو هیوادونو خلکو چې دټوپک په خوله ورسره خبره کړې ، په دې لړ کې دلاتیني امریکا د ځینو هیوادونو په شمول ویتنام او صومالیا دیادولو وړ دي ، چې اولسونو یې په پوړه میړانه او له وسلې نه په استفاده امریکایي یرغلګر وشړل ، چې دهمدې چلند په برکت تر اوسه همدا هیوادونه له امریکایي عالمګیر اشغال څخه په امان پاته او درښتیني خپلواکۍ څښتنان دي .


لوړ وضاحت ته په پام سره به امریکایان کله هم دې ته زړه ښه نه کړي ، چې عراق ته خپلواکي ورکړي ، په ځانګړي توګه په داسې حساس مهال کې چې له ایران سره داتومي وسلو دجوړولو او دهرمز دتنګي په سر جنجال په تودېدو دی .


نوبناء ویلی شو چې دبغداد وروستي مراسم واقعي نه ، بلکې غولوونکي او دروغجن وو ، چې باید دعراقي اولس دخپلواکۍ ارمانجن ورته بې ځایه خوشبین نه شي .


په پای کې باید ووایو چې اوس په افغانستان کې هم چې امریکا په پوځي ډګر کې له ناڅرګندتیااو شکست سره مخ ده ، دځینو مطبوعاتو له طریقه داسې فکر تبلیغیږي چې په افغانستان کې دامریکا دپوځي شتون اوږدوونکي هغه څوک دي چې دامریکایانو په خلاف پوځی عملیات کوي ، او دامریکا پاته کیدو ته بهانه تراشي ، دې ښاغلو ته باید ووایو چې په زور راغلي کله هم رضا نه دې وتلي ، امریکایانو کله هم چا ته بخششي خپلواکې نه ده ورکړې ، او نه به یې ورکړي ، ځکه چې په عمومي عرف کې هم خپلواکي ورکول کیږي نه ، بلکې اخیستل کیږي . ومن الله التوفیق