کور / تازه خبرونه / كندهار : د سيميټي موانعو د ليري کولو لړۍ پيل سوه

كندهار : د سيميټي موانعو د ليري کولو لړۍ پيل سوه

د پلازميني کابل او د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کي هم د امنيت د تامين په موخه د ايښودل سوو امنيتي موانعو د ليري کېدو لړۍ رسماً پيل او په ترڅ کي يې زياتي لاري خلاصي سوې.

د ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت لوى رياست او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ګډ پلان پر اساس په کندهار کي د لارو د خلاصولو او د ترافيکي ګڼه ګوڼي د کمښت په موخه د پيل سوي کمپاين په ترڅ کي تر دې دمه د کندهار ښار په زياتو برخو کي له شګو او ډبرو ډکي سوي لويي بورۍ او لسګونه سيميټي خښتي ليري سوي او سړکونه خلاص سوي دي.

له پلازميني کابل څخه د کورنيو چارو وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې څخه راغلو استازو نن د کندهار د ترافيکو له مدير او مرستيال ښاروال سره د رسنيو په مرکز کي ګډي خبري غونډي ته وويل چي ددې کمپاين په ترڅ کي به د ښار دننه له کوم توپير او استثناء پرته ټول هغه موټرونه چي قانوني اسناد ونلري او هنداري يې توري وي درول کيږي او قانوني چلند به ورسره کيږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت استازي سمونمل غلام محمد راسخ وويل چي ددوى د پلان پر اساس به دغه کمپاين د اوس لپاره يوه مياشت دوام ولري او تر هغه وروسته به بيا هم پاته کيږي ځکه په خبره يې ددې کمپاين دپرمخ بېولو لپاره يې ولايتي کمېټې جوړي کړي چي په مشران يې امنيه قومندانان او مرستيال مشران يې د ملي امنيت رياستونو رئيسان دي.

د کندهار ولايت د ترافيکو مدير وويل چي په کندهار کي د پيل سوي کمپاين په لړ کي به د ترافيکي ګڼه ګوڼي د مخنيوي په موخه ټول پياده روونه چي دا مهال د دوکاندارانو، کراچۍ چلوونکو او موټر چلوونکو لخوا قبضه سوي پاکوي او په دې توګه به پلي تګ کوونکو ته اسانتياوي برابري کړي.

هغه زياته کړه چي تر دې دمه يې په دې برخه کي ډېر ښه کار کړى او د کوم ډول خنډ يا ستونزي سره نه دي مخ سوي، هغه له خلکو څخه غوښتنه وکړه چي په دې پروسه کي نوره هم ورسره نوره مرسته هم وکړي څو دغه پروسه نوره هم قوي سي.