کور / راپور / دعبدالکبيرطلايي د کتاب( طلايي لنډۍ) مخ کتنه وشوه

دعبدالکبيرطلايي د کتاب( طلايي لنډۍ) مخ کتنه وشوه

 


دپښتو ژبي د تاند شاعر ښاغلي انجنير عبدالکبير (( طلايي )) د لنډيو يا ټپو د نوي کتاب د ملغلرو له بڼ څخه ( طلايي لنډۍ ) مخ کتنه د تيري جمعي په ورځ د رهبر پښتو ادبي ټولني لخوا دپښتو ادب په زرخېزه او شاعرپروره سيمه هشنغر(شاه عالم پل) کي ديوي پراخي غونډي په ترڅ کي ترسره شوه چي د لري او بري پښتونخوا نومياليو شاعرانواديبانواود ادب مينه والوپکښي برخه اخيستي وه .


 




غونډه د قرآن کريم د مبارکو ايتونو په لوستلو پيل شوه او د نظامت چاري د رهبرادبي ټولني داطلاعاتوسکتراو تکړه شاعر ښاغلي نصرالله (بيتاب) لخوا په مخ بيول کيدي او دمجلس صدارت نوميالي شاعرښاغلي فاني داودزي په غاړه درلود چي ښاغلۍ حاجي محمدنادربابکرخيل او ښاغلۍ واصف الله واصف مشرميلمانه  وه.



لومړۍ څوتنو شاعرانولکه ښاغلي ممتازحسن دولتزي او اکبرعلي فقير د طلايي صيب په کتاب (طلايي لنډۍ)مقالي ولوستي او ګټوري خبري يي وکړي او همدا راز يي په پښتو ادب کي د لنډيوپه تاثير اوتاريخي پس منظر رڼا واچوله اوبيا وروسته غيرطرحي مشاعره وشوه چي په ترڅ کي يي ښاغلي اکبرعلي فقير،ښاغلي مقدرشاه  افريدي،ښاغلي فياض مشال،ښاغلي شهکار،ښاغلي ضياالرحمن ستوري،دهايکو خالق ښاغلي ظفرخان ظفر،ښاغلي قيس افريدي،تسبيح الله اوداسي نورو خپل شعرونه وړاندي کړل.



دغونډي په پاي کي د اسلامي فرهنګي مرکزمشر ښاغلي محمدحسن (اسلامي) چي په نوموړي کتاب يي سريزه هم کښلي په پښتني او افغاني ټولنه کي د اخلاقي او اصلاحي لنډيو په موضوع ګټوري خبري وکړي  چي بيا وروسته دکتاب ليکوونکي ښاغلي عبدالکبير(طلايي) وينا وکړه او د کتاب د ليکلو لامل يي بيان کړ او دهغو شاعرانو مننه يي وکړه چي په کتاب يي نظرونه څرګند کړل او هم يي د رهبرادبي ټولني نه مننه وکړه چي داسي غونډه يي جوړه کړي وه چي غونډه د مجلس د صدرښاغلي فاني داوودزي په ويناپاي ته ورسيده.