کور / هراړخیز / دښه ژوند څلوېښت لارښووني

دښه ژوند څلوېښت لارښووني

۱- هره ورځ له لسودقیقوڅخه تر دېرشو دقیقوپوري پیاده تګ وکړﺉ اودتګ کولوپرمهال له کوښښ وکړئ چي له ځان سره وخاندﺉ. (دخندا په اړه تاسوکولای سئ چي نور معلومات دلته ولولئ: http://larawbar.org/details.php?id=29392


۲- هره ورځ لږ تر لږه د لسودقیقو له پاره خاموش کښېنئ.


۳- په هر څلرويشت ساعتونوکي لږ تر لږه اووه ساعته خوب وکړﺉ.


۴- ددروانګلیسي یګانو(E’s) انرژي، ذوق اوخواخوږۍ(Energy, Enthusiasm, and Empathy) پراساس ژوند وکړﺉ.


۵-  بېلابیلي لوبي وکړﺉ.


۶- دتېرکال په پرتله سږکال ډېرکتابونه ولولئ.


۷- دعبادت او تمرین له پاره وخت ولرﺉ ځکه چي دا(عبادت او تمرین) دمصروف کاروباري ژوند له پاره انرژي برابروي.


۸- دهغوخلګوسره وخت تیروﺉ چي عمر یې تر اویاوو کلنو لوړ اوترشپږو کم وي.


۹- ډېرخیالونه هغه مهال ووهئ چي بیداره یاست.


۱۰- هغه غذا اومېوه ډېروخورﺉ چي په درختو او نباتاتوکي په طبیعي ډول منځته راځي اوهغه غذا لږ وخورﺉ چي په کارخانوکي په مصنوعي توګه تولیدیږي .


۱۱- ډېري اوبه وڅښئ.


۱۲- کوښښ وکړﺉ چي هره ورځ لږ تر لږه درې خلګ وخندوﺉ.


۱۳- خپله ارزښتناکه انرژي په غیبت کولومه ضایع کوﺉ.


۱۴- دتیري زمانې پېښي هېري کړﺉ. خپل دوست ته دهغه یاد هغې مخکنۍ تېروتني مه وریادوﺉ ځکه دابه ستاسو اوسنی خوشحالۍ زيانمني کړي.


۱۵- داسي منفي فکرونه له ځان سره مه لرﺉ چي تاسو یې کنترولولای نه سئ؛ پرځاي یې په ځان کي مثبت فکرونه وروزﺉ.


۱۶- داومنئ چي ژوند یومکتب دﺉ اوتاسو زده کړه په کښي کوﺉ. ستونزي دریاضي په شان دنصاب یوه ساده برخه ده چي راښکاره اوبيا ډېر ژره حل سي خو هغه درسونه چي تاسو زده کړي دي په ټول ژوند کي درسره ملګرى کوي.


۱۷- سهار دپاچا ، غرمه دشهزاده او ماښام دفقیرپه شان ډوډۍ وخورئ.


۱۸- خندا اوتبسم ډېر کوئ.


۱۹- ژوند داسي لنډ دﺉ چي دنورخلګوڅخه دکرکي کولووخت پکښي نه سته، نوله نوروڅخه کرکه مه کوئ.


۲۰- ځان ډېر مه په غوسه کوئ ځکه چي بل څوک داسي کار نه خوښوي.


۲۱- ضرور نه ده چي تاسوبه هر بحث ګټئ بلکي دې ته غاړه کښېږدﺉ چي موافق نه یم.


۲۲- دخپلو ماضي(زمانو) سره سوله وکړئ چي ستاسو اوس (حال زمانه) دستونزو سره مخامخ نه سي.


۲۳- خپل ژوند دنوروسره مه پرتله کوﺉ ځکه چي تاسوددوي دراتلوونکي یون په اړه هیڅ نظر نه لرﺉ..‎


۲۴- هیڅ څوک ستادخوشحالۍ مسؤل نه دﺉ بېله تاسو.


۲۵- هرچاته دهرشي بخښه وکړﺉ.


۲۶- داچي نورخلګ ستا په اړه څنګه فکرکوي،داستاکار نه دﺉ.


۲۷- په دې پوه سـئ چي يوازي الله پاک جل جلاله هر څه/چا ته شفا ورکوي.


٢٨- په دې پوه سئ چي هرڅومره که يوحالت ښه يا بدوي خوتېرېده لري.


۲۹-  کله چي تاسوناروغه یاست نوستاسي دنده ستاسو حفاظت نه سي کولای ؛ خودوستان موداکارکولای سي، نودخپلودوستانوسره ښې اړیکي وساتئ.


۳۰- له ټولوهغوشیانوڅخه ځان خلاص کړﺉ چي ګټور، ښکلي او دخوشحالۍ وړ نه وي.


۳۱- بخل اوحسد کول دوخت ضایع کول دي. تاسوټول هغه څه پخوا لادرلودل چي اوس ورته ضرورت لرﺉ.


۳۲- ستاسودژوند بهترین شېبې هغه دي چي له دې وروسته رارسیږي.


۳۳- پروخت بیداره سئ، پروخت کالي واغوندﺉ اوپروخت ځان اماده کړﺉ بېله دې چي تاسو څنګه احساس کوﺉ.


۳۴- همېشه سم کارکوﺉ.


۳۵- خپل کورنۍ ته اکثره وخت تلیفون وکړﺉ چي له حال اواحوال څخه یې خبرسئ.


۳۶- ستاسو ضمیر همېشه خوشحاله وي، نوخپل ځان خوشحاله وساتئ.


۳۷- هره ورځ یوښه شی نورو ته وروړاندي کړﺉ.


۳۸- اصراف مه کوﺉ. خپل حد وساتئ.


۳۹- کله چي سهارله خوبه څخه رابیداره سئ نودخدای جل جلاله حمدوثنا ووایاست چي ژوندي راپورته سواست.


۴۰- دالیست وهرمسلمان ورور اوخورته ورواستوﺉ چي په ژوند کې مثبت بدلون راسي.