کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ددویم بن ژمني د باور وړ دي ؟!

ددویم بن ژمني د باور وړ دي ؟!

لس کاله وړاندي زموږ هیواد د کورنیو جګړو په پایله کې په بشپړه کنډواله بدل شوی
و ، د هیواد اقتصادي او ټولنیز ټول بنسټونه وران ویجاړ شوي و په تیره بیا د تنظیمي
جګړو او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نه یوازي په خپل منځي جګړو کې په زرګونو
افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ بلکي د جګړو په پایله کې د هیواد اقتصادي او ټولنیز
اساسي بنسټونه لکه لويي لاري ، پلونه ، بندونه ، تولیدي فابریکې ، ښوونځي ،
پوهنتونونه ، دولتي ودانۍ ، کلي او ښارونه د جګړو په پایله کې په کنډوالو بدل شول ،
په هیواد کې تجارت په ټپه ودرید ، د افغانیو ارزښت د نورو بهرنیو اسعارو په وړاندي
داسي ټیټي کچي ته راپریوت چې زموږ په تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی  ،
افغانان یو ځل بیا مهاجرتونو ته اړشول ، د علم او پوهي دروازې وتړلي شوې ښځي د
کارکولو څخه منعه شوې ، د کرني سکتور او د اوبه خور نظام ته درانه زیانونه واوښتل ،
او د هیواد خلک د بې ساري فقر او بیکارۍ سره مخ شول ، د هیواد اړیکي له نړیوالو سره
وشلیدل او د افغانستان انځور په نړیواله کچه ډیر زیان ولید لنډه داچې هیواد د یوې
کاملي انزوا سره مخ شو، او ولس د یوې لويي غمیزي ګراب ته ټیل وهل شو.
د بن د
لومړي کفرانس په جوړیدو او د نوې ادارې په راتګ سره یو ځل بیا په هیواد کې د پرمختګ
او سمسورتیا هیلي وغوړیدې ، افغانان د خپل واک څښتنان شول ، نوي اساسي قانون جوړ شو
، په هیواد کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکني ترسره شوې ، او افغانان د ټاکل شوي
ولسمشر او پارلمان څخه برخمن شول ، د بیان ازادي رامنحته شوه او ددې ترڅنګ د هیواد
اقتصادي او ټولنیز بنسټونه له سره ورغول شول او د رغوني دا سفر اوس هم دوام
لري.
د لسو کلونو په دغه سفر کې د ژوند په بیلابیلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه
رامنځته شوي ، د بن له غونډي وروسته بیا تردې مهاله دا ټول بهیر د افغانستان د
پرمختګ یو نوی بهیر ګڼل کیږي.
د لسو کلونو نه وروسته یو ځل بیا نړیوالو وغوښتل
ترڅو د یوې لسیزي په تیریدو سره د د المان په بن ښار کې د دویم بن په نوم یوه غونډه
راوبولي چې د دسامبر په پنځمه نیټه دغه نړیواله غونډه د اته شپیتو هیوادونو او پنځه
ویشتو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو په ګډون د بن په ښار کې ترسره شوه.
د دویم
بن د غونډي د جوړیدو نه مخکې ددې غونډي په اړوند د هیواد دننه او بهر بیلا بیل
غبرګونونه او اندیښنې رامنځته شوي وې داسي اندیښنې موجودې وې چې شاید نړیوال داځل
له افغانستان سره دضروري او اړینو مرستو ژمنه ونه کړي ، او افغانان به تش لاس ددغي
غونډي نه راستانه شي خو د اندیښنو پرخلاف نړیوالو یو ځل بیا هم له افغانستان سره د
۲۰۱۴ کال نه وروسته د اوږدې مودې لپاره په اقتصادي ، نظامي او نورو بیلا بیلو برخو
کې د مرستو ژمني وکړې او افغانان یې ناهیلي نه کړل.
خو خپلي دغه کړي ژمني یې له
یو شمیر شرطونو سره وتړلې. چې ډیرمهم شرطونه یې په هیواد کې د قانون حاکمیت او د
اداري فساد پر خلاف رغنده مبارزه ده ددې ترڅنګ په دغه غونډه کې یو بل مهم شرط هم
وړاندي شوی چې هغه په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول
دي. که څه هم چې داشرطونه په ظاهره داسي شرطونه دي چې افغان دولت او افغان ولس یې
هم د عملي کولو غوښتونکي دي خو یو شمیر شنونکي په دې اند دی چې داشرطونه د نړیوالو
له لوري د فشار د یوې وسیلې په توګه شاید وکارول شي چې دې کار د ژمنو په اړوند یو
لړ ابهامات او اندیښنې راپیداکړیدي ځکه افغان دولت لا له وړاندي ویلي چې په فساد کې
له افغانانو نه زیات بهرنیان ښکیل دي او د پراخ فساد زمینې خپله بهرنیانو رامنځته
کړیدي او یو شمیر لوړپوړیو چارواکو ته د لویو قراردادونو په ورکولو سره په هیواد کې
د فساد لپاره لویه زمینه برابره شویده ، یو شمیر څیړونکي په دې عقیده دي چې په هغو
حکومتي او غیر حکومتي ادارو او تشکیلاتو کې چې د بهرنیانو له لوري تمویل کیږي او د
مامورینو معاشونه یې ورکول کیږي پراخ اداري فساد شتون لري ، په دغو ادارو کې افراد
د لیاقت او تعهد له مخي نه ټاکل کیږي بلکي د اړیکو ، دوستې او خپلوۍ پربنسټونو ټاکل
کیږي او دا ادارې یوازي د هغو ادارو د مشرانو او چارواکو له لوري په شخصي سلیقو او
د اړیکو پر بنسټ په فعالیت لګیا دي دغه ډول ادارې په کامله توګه د قومي ، تنظیمي ،
ژبني ، سیمه ییزو او نورو داسي اړیکو باندي بنا شوي چې هیڅ افغان ته دمنلو وړ نه دي
او دغه ډول ادارې اوس په حکومت کې دننه دیوبل حکومت بڼه غوره کړیده او که یې مخه
ونه نیول شي او په دقیقه توګه یې نظارت او کنټرول ونه شي نو ډیري ناوړي پایلي به
ولري او د فساد کچه به نوره هم جګه شي او حکومت به په هغو ژمنو کې ناکام کړي چې د
نړیوالو سره یې د بن په دویم کنفرانس کې کړیدي.
یوه خبره چې ډیره روښانه ده هغه
داده چې د بن په دویم کنفرانس کې د هغو اندیښنو او ناهیلیو پرخلاف ددې کنفرانس لویه
لاسته راوړنه داوه چې نړیوالو یو ځل بیا د افغانستان په وړاندي د خپلو اوږدمهالو
مرستو ژمني وکړې او دایې وښودل چې نړیوال به افغانستان هیڅکله هم یوازي پرې نږدي ،
خو د څیړونکو له نظره یوه ستونزه لا اوس هم پرځای پاتې ده چې هغه د نړیوالو او
افغان دولت ترمنځ د پوره باور نشتوالی دی افغان دولت اوس هم د نړیوالو ژمنو ته د
پوره باور په سترګه نه ګوري او دنړیوالو شرطونه چې باید افغان دولت یې ترسره کړي
هغه د فشار دیوې وسیلې په توګه ارزیابي کوي بل لوري ته نړیوال په دې باور نه لري چې
افغان دولت به وکولی شي چې په دولت کې د پراخ فساد پر خلاف مبارزه وکړي او د قانون
حاکمیت رامنځته کړي دغه راز نړیوال په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو په اړوند هم
اندیښنې لري او داسي فکر کوي چې شاید اوسني واکمن بیا هم وغواړي په واک کې د پاتې
کیدو هڅي وکړي ځکه خو یې په اوسني دولت داشرط ایښی چې په ۲۰۱۴ کال کې باید د ازادو
او شفافو ټاکنو لپاره شرایط برابر کړي چې داپخپله دیوې لويي بې باورۍ څرګندونه کوي
او که چیري د نړیوالو او افغان دولت ترمنځ داډول بې باوري شتون ولري او د بې باوریو
دالړۍ اوږده شي او په میډیا کې دیو او بل پرخلاف د بیاناتو لمن وغځیږي نوارومرو به
دولس په روحیاتو د اندیښنو او مایوسۍ تیارې وغوړیږي او افغانان به خپلي راتلونکي ته
ناهیلي شي او هره شیبه به یې دا اندیښنې وجود نور هم نا ارامه کوي چې د ۲۰۱۴ 
کال نه وروسته چې کله بهرني پوځیان له هیواده وځي د هیواد امنیت به څنګه کیږي ؟ آیا
په رښتیا به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته نړیوال د افغانانو سره خپلو مرستو ته ژمن وي او
که نه ؟ او اخیري اندیښنه داچې هیواد به یو ځل بیا د کورنیو جګړو تیر بهیر ته وګرځي
او که څنګه ؟! دا هغه اندیښنې او پوښتني دي چې د هر افغان زړه او روح یې نا ارامه
کړی دی.


ددې سره موضوع سره په تړاو د مشهور ژورناليست سليم ساپي سره د لراوبر ځانګړې
مرکه هم وګورئ