لراوبر – لو پښتونخوا
دملتان دشجاع اّباد په سړك له يوى ونى سره د سپرليو دويګن دټكر په پيښه كښى د حق رسيدلو وګړو شمير 6 تنو ته ورسيده پداسي حال كي چې دپيښې ټپيان پوره 15 تنه دى دپوليس سرچينو ترمخه دا خونړۍ پيښه دشجاع اّباد په سړك باندى هغه مهال رامنځته شوه چې د جلال پور، پيرواله څخه راروان د سپرليو ويګن د ډريور له واكه ووت او له يوي ونى سره ئى ټكر كړ پدى غميزه كى 6 تنه په موقع مړه شول په حق رسيدونكو كى شائيسته بى بى ، فرزانه، اقبال مائى، شمشاد مائى، نور محمد او سهيل شامل دى دپيښى 15 تنه سخت ژوبل دعلاج لپاره دملتان نشتر روغتون ته ليږدول شويدي.