لراوبر – لو پښتونخوا
په باجوړ كښى د دووبمى چاودنو له امله يو وګړى په حق ورسيدو دبا جوړ ليويزپرامنيتي پوسته د توغندوى ګوزار په پايله كښې د پوستى د يوالونه زيانمن شول دباخبرو سرچينو ترمخه د با جوړايجنسۍ د سلارزى سيمى خزاني ته ورڅيرمه دسړك په غاړه د يو ښخ شوى بم دچاودنى له كبله يو وګړى ځاى پرځاى مړ شو د سلارزئى په ريډنو كښى دبا جوړ دليوى پرامنيتي پوستى باندى دناڅرګندو وسله والو له خوا توغندوي ګوزار وشو د بريد له امله د پوستى ديوالونو ته زيان ورسيدو دغه راز دبا جوړ ايجنسى دماموند سيمى په كټ كوټ كښى هم د سړك ترغاړى ښخ شوى بم وچاوديدو خو تر اوس مهاله د ځانى مړينى او ژوبلى په اړه خبر لاس ته ندى راغلى.