څو ورځي مخکي د ۲۰۱۱ع کال د ډيسمبر پر پينځمه، تر لس کلن ځنډ وروسته، د بون دوهم کنفرانس جوړ سو، چي په هغه کي يرغلگرو استعماري دولتو په افغانستان کي له تپل سوي رژيم سره تر۲۰۲۴ع کال پوري د خپلو پوځي او اقتصادي مرستو « ژمنه » اعلان کړه .
زموږ ويښ او سترگه ور هيوادوال پوهېږي، چي امريکايي او ايتلافي اشغالگران په افغانستان، سيمه او نړۍ کي د خپلو سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو گټو د تحقق دپاره زموږ په هيواد کي د خپلو لښکرو همېشني حضور ته سخته اړيتا لري . که څه هم د کابل له مزدور رژيم سره د امريکا او نورو ايتلافي اشغالگرو د عسکري او اقتصادی مرستو دوام په واقعيت کي زموږ د خپلواک هيواد د دايمي اشغال په مقصد د نسبتاً پاسته او غوولونکي عبارت کارول دي؛ خوپوښتنه دا ده، هغه مزدور، فاسد او بې کفايته حکومت، چي په تېرو لسو کالو کي د زرگونو پوځيانو د قربانۍ او ميليارډو ډالرو د خاوري کولوپه بيه د يوسل و پينځوس زره (۱۵۰/۰۰۰) منظم پوځ او يو لک(۱۰۰/۰۰۰) بې يونيفورمه ځواک( په اصطلاح امنيتي، استخباراتي او لوژستيکي کمپنييو) په زور ټينگ نسو، تر ۲۰۱۴ع کال وروسته به څنگه ټينگېږي؟! مگر چا ليدلي دي، چي د ځکندن پر حال ناروغ لس کاله د ماشين په مرسته ژوندی وساتل سي؟! لکه څنگه چي لايف سپورټ ماشين لس کاله چا ته ژوند نسي ورکولای، د کابل مزدور رژیم هم د پردو لښکرو په زور تل ترتله خپل ننگين او شرمناک عمر نسي اوږدولای . اشغالگران او وطن پلورونکي مزدوران بايد ښه سر خلاص کي، چي خپلواک، زړور او وياړلي افغانان تر قيامته هم اشغالگرو او تپل سوو واکمنانو ته نه تسليمېږي!
په نننۍ لنډه ليکنه کي د بون د لومړي او دوهم کنفرانس پر سياسي اړخو خبري نه کوو؛ ځکه هغه څه چي لمر غوندي روښانه دي، شنلو او سپړلو ته اړتيا نه لري . په دې بحث کي د گرامر له پلوه پر هغه ترکيب ږغېږو، چي څو ورځي مخکي د بون د دوهم منحوس کنفرانس د جوړېدو په درشل کي ميدان ته راووتئ؛ اونن دونه عام سوئ دئ، چي پرتازه کارو ژورناليستانو او ليکوالو سربېره د ځينو پخو اوپياوړو ليکوالو په سياسي – حقوقي ليکنو کي هم ليدل کيږي . دا نادوده ترکيب د« دوهم بون » يا « بون/ بُن دوم »عبارت دئ، چي په دې لنډه مقاله کې( کي يې) پر ځينو اړخو روڼا اچوو.
زموږ درانه ليکوال ښه پوهېږي، چي په پښتو کي عدد( اصلي يا ترتيبي/ وصفي) تل تر معدود مخکي راځي؛ لکه په دغو عبارتوکي :
۱- يوه غونډه
۲- دوې غونډي او داسي نور .
په لومړي او دوهم عبارت کي « يوه / دوې » ته د گرامر په اصطلاح عدد او« غونډه / غونډي » ته معدود وایي . په دې دواړو عبارتوکي عدد اصلي يا اساسي(cardinal) بڼه لري؛ لکه يو/ يک، دوه/ دو، درې/ سه او داسي نور . په ځينو حالاتوکي عدد ترتيبي يا وصفي(ordinal) بڼه لري؛ لکه اول (لومړی)/ يکم ( اول، نخست)، دوهم/ دوم، دريم/ سوم، څلرم (څلورم)/ چهارم او داسي نور:
اوله (لومړۍ) غونډه
دوهمه غونډه
په پښتو کي هيڅوک دا عبارتونه په سرچپه يا معکوس ډول نه وايي :
غونډه يوه، غونډه دوې، غونډه اوله، غونډه دوهمه او داسي نور .
په پاړسي کي عدد کله کله تر معدود دمخه او کله کله هم ترهغه وروسته راځي لکه :
يک درخت، دو سيب، سه قلم، يک جلسه، يک کنفرانس او داسي نور.
په مخکنييو عبارتو کي عدد( يک، دو، سه) تر معدود( درخت، سيب، قلم، جلسه او کنفرانس) مخکي راغلئ دئ . « اولين/ نخستين جلسه »، « دومين کنفرانس »، « سومين فيستيوال » او داسي نور هم له هغوعبارتو څخه دي، چي ترتيبي یا وصفي عدد( اولين، دومين او سومين) يې تر معدود دمخه راغلئ دئ . د پورنييو عبارتو پر عکس، په ځينو نورو مثالو کي عدد تر معدود وروسته راځي لکه :
جلسۀ اول، کنفرانس دوم، جشن سوم، سال پنجم او داسي نور. په پاړسي کي هيڅوک دا عبارتونه داسي نه وايي :
اول جلسه ، دوم کنفرانس ، سوم جشن ، پنجم سال او داسي نور .
تر دې ځايه مو په پښتو او پاړسي کي د عدد او معدود مانا او ځای ځايگی و پېژندئ، اوس له همدې عدد او معدود سره بله تکميلي يا وصفي کليمه هم يو ځای کو؛ او گورو، چي سره له هغه هم د عدد او معدود مخکنی جوړښت او ترتيب نه خرابېږي؛ مثلاً په پښتو کي وايي :
اوله/ لومړۍ کتنه
په پاړسي کي وايي :
ملاقات اول / ديدار اول/ ديد وبازديد اول . ايرانيان د اول پر ځای زياتره د« نخست » ټکی استعماليي .
که چيري له دې عبارتو سره بله کليمه ( اسم مکان) هم يو ځای کو، بيا نو پورتني عبارتونه دا بڼه اخلي :
د کابل لومړۍ کتنه
ملاقات اول کابل
که چيري دا کتني څو واره پېښي سوي يي(وي) بيا نو وايو:
د کابل لومړۍ کتنه
د کابل دوهمه کتنه
ملاقات اول کابل
ملاقات دوم کابل
له دې عبارتوسره نور صفتونه هم زياتېدای سي؛ د مثال په توگه :
د کابل لومړۍ په زړه پوري کتنه
د کابل دوهمه اوږده او مفصله کتنه
ملاقات دلچسپ اول کابل
ملاقات طويل و مفصل دوم کابل
په پښتو کي هيڅکله داسي نسو ويلای :
کتنه د لومړي کابل
کتنه د دوهم کابل
په همدې ډول په پاړسي کي هم هيڅکله داسي نسو ويلای :
ملاقات کابل اول
ملاقات کابل دوم
ځکه کابل فقط يو کابل دئ؛ اول، دوهم او دريم نه لري . له بله پلوه موږ ټول پوهېږو، چي لومړۍ او دوهمه/ اول و دوم په حقيقت کي د کتني يا ملاقات صفتونه دي، نه د کابل، چي د ځای نوم دئ .
البته، د عدد او معدود تر منځ د وصفي يا تکليمي ټکو کارول، په گرامر کي خورا لوی او پراخ بحث دئ، چي په دې لنډه مقاله کې گرسره حق نسي ادا کېدای . له دې کبله په دې بحث کي د نورو توضيحاتو له وړاندي کولو ډډه کوو.
د پورتني استدلال له مخي په پښتو کي د « دوهم بون کنفرانس » يا په پاړسي کي د « کنفرانس بون/ بُن دوم » عبارت د دغو ژبو د گرامر له پلوه سم او معقول نه دئ؛ ځکه د اول او دوهم بون په نامه اصلاً هيڅ شی نسته . « بون » يوازي يو ښار دئ . اول او دوهم قطعاً نه لري . په پورته عبارتو کي د اول او دوهم ټکي (عدد) له خپل معدود سره نه شلېدونکی اړېکی لري، چي هغه د «کنفرانس » ټکی دئ . زه خو دې خبري ته هم ډېر اريان يم، چي زموږ ژورناليستان او ليکوال ولي په پاړسي کي د « بون » اروپايي کليمه د « بن » يا « بُن » په بڼه ليکي؟ « بون » خو عربي کليمه نه ده، چي څوک يې د عربي اِعراب په مرسته وليکي او و وايي . په پاړسي کي څه اړتيا ده، چي اورپايي کليمې د زوَر، زېر، پېښ او داسي نورو عربي اِعرابو په کومک ولوستل سي؟
خير، تر دې لنډي تبصرې وروسته بيرته راگرځو خپل اصلي بحث ته . لکه څنگه چي مالوميږي، د« دوهم بون » يا« بون دوم » عبارت له پردو( اوروپايي) ژبو څخه پاړسي او پښتو ته را ننوتلئ دئ؛ خو په خواشينۍ سره زموږ د پښتو او پاړسي ژباړونکو پام دې واقعيت ته نه دئ اوښتئ، چي د هري پردۍ ژبي گرامر له پښتو او پــاړسي سره سر نه خـــوري . پـــه انگـــرېزي کــي د بون د دوهم کنفــــرانس يا « کنفــــرانس دوم بــــون » دپـــاره (The second Bonn conference) يا په نسبتاً لنډه بڼه د (The 2nd Bonn conference) عبارتونه کاريږي . په دې انگرېزي عبارت کي که څه هم د سېکنډ(دوهم) ټکی له « بون » سره څنگ پر څنگ راغلئ دئ، خو په واقعيت کي له خپل معدود سره ارتباط لري ، چي هغه د « کنفرانس » ټکی دئ . « بون » په دې ترکيب کي لکه څنگه چي وړاندي هم اشاره وسوه، د ځای نوم يا اسم مکان دئ، چي عدد او معدود ته تکميلي او وصفي بڼه ورکیي(ورکوي). دلته د يو بل مثال يادونه بې گټي نه ده، چي له همدې عبارت سره ډېر ورته والی لري . په انگرېزي کي وايي :
The 2nd largest Afghan city
يا وايي :
The 2nd largest city of Afghanistan
يا وايي :
Afghanistan’s 2nd largest city
په پښتو يا پاړسي کي د دې عبارت مانا داسي ده :
د افغانستان دوهم لوی ښار
دومين شهر بزرگ افغانستان
په دې عبارتوکي افغانستان د ځای نوم ( اسم مکان) دئ . دوهم يا دومين « عدد »، ښار یا شهر« معدود» او « لوی یا بزرگ » د ښار صفت دئ . په بله ژبه لوی او دوهم دواړه د موصوف ( ښار) صفتونه دي، چي د « افغانستان » له کليمې سره هيڅ مانوي( معنوي) تړاو نه لري . د همدې دليل له مخي څوک دا عبارتونه داسي نسي ويلای :
لوی ښار د دوهم افغانستان
شهر بزرگ افغانستان دوم يا شهر بزرگ دومين افغانستان
ځکه د « دوهم افغانستان »،« افغانستان دوم » يا « دومين افغانستان » په نامه هيڅ شی وجود نه لري . « د دوهم بون کنفرانس » يا « کنفرانس بون دوم » هم کټ مټ همدا بڼه لري . دا ډول عبارت جوړول نه د مانا( معنی) په لحاظ سم دي؛ او نه هم د پښتو او پاړسي له گرامري جوړښت سره سمون لري .
هوپه اروپايي ژبو له هغو څخه په انگرېزي کـــي ځينو ژورناليستانو او ليکــــوالو د (Bonn II) يا(2nd Bonn) عبارتونه هم استعمال کړي دي . انگرېزي ليکوال او ژورناليستان هم ددې عبارت په ناسموالي او غلطۍ ښه پوهېږي؛ ځکه دوهم بون/ بون دوم، دوهم کابل/ کابل دوم، دوهم واشينگټن/ واشينگتن دوم او داسي نور مفاهيم مادي وجود نه لري؛په دې خاطر نو له عقل او منطق سره اړخ نه لگيي . داسي ښکاري، چي په انگرېزي کي د(Bonn II) يا(2nd Bonn) عبارت د لنډوالي يا اختصار په نيامت کار سوئ دئ؛ ځکه په انگرېزي او نورو اورپايي ژبوکي تل د اوږدو عبارتو له کارولو څخه ډډه کيږي . په انگرېزي کې له همدې سَوَبه زرگونه محلي، ملي او بين المللي مخففات رواج کړي دي؛ د مثال په توگه فلو(flu)کليمه په حقیقت کي د اينفلوينزا(influenza) د کليمې منځنۍ برخه ده . لب (lab) کلیمه د لنډوالي دپاره په طبابت کي د لابراتور(laboratory) پر ځای استعماليږي . ټي وي يا ټيلي (TV/ telly) د تلوېزون/ تلوېزيون(television) ، فون (phone) د تليفون/ ټيليفون(telephone)، پلېن(plane) د الوتکي يا اېروپلېن (aeroplane)، بس(bus) د امنيبس(omnibus) پر ځای عام او پراخ استعمال لري . د داسي مخففاتو شمېر زرگونو ته رسېږي . البته، پر دغه راز لنډوَنو یا اختصاراتو سربېره د الفبيټيزم ( I.M.F, E.U., B.B.C, W.H.O., I.L.O.) او اکرينمو ( NATO, SEATO, UNO, UNESCO, ECO )په بڼه هم خورا ډېر مخففات باب دي .
دا خبره دقيقه ده، چي خلگ تل د اسانۍ او سادگۍ د اصل له مخي د اوږدو او بې خونده عبارتو پر ځای لنډ ټکی يا لنډکی عبارت غوره گڼي . د عقل او منطق تقاضا هم دا ده . د خلگو له خوا لنډ ټکی يا لنډکی عبارت وروسته مطبوعاتو او حتا علمي اثارو ته هم لار پرانيزي؛ او سَوْکَه سَوْکَه د ژبي د لغوي او مانوي زېرمي نه بېلېدونکې برخه گرځي . که څوک په اوروپا کي د دوهمي نړۍ والی جگړې د جنگي مجرمينو محاکمې په لنډ ډول د نورمبرگ محاکمې (Nuremberg Trials) په لنډنامه يادي کړي، دا نه يوازي بده خبره نه ده، بلکي ډېر په زړه پوري او معقول کار هم دئ؛ ځکه دنورمبرگ محاکمې د يوه سياسي او حقوقي اصطلاح په توگه په دوهمه نړۍ واله جگړه کي د نازيانو د جنگي جنايتوټول داستان ته گوته نيسي . واټرگېټ(Watergate)، ايران گېټ (Irangate)، ميموگېټ (Memogate) او داسي نور هم ټول داسي ترکيبونه دي، چي بې گرامري قواعدو او ژبنييو اصولو، په خپل لنډوالي او کوچني والي سره لويي او اوږدې کيسي بيانيي .
وروستۍ نتيجه دا ده، که چيري عدد، معدود او وصفي ټکي گرده يو ځای، په يوه عبارت کي استعمالوو، بيا نو ښه دا ده، چي د هغو گرامري جوړښت او ترتيب ته هم په کلکه پام وکو. ياني د « دوهم بون کنفرانس » يا « کنفرانس بون دوم » عبارتونه هيڅکله ونه وليکو؛ ځکه دا ډول عبارتونه پر مانوي کمزورۍ او نيمگړتيا سربېره گرامري جوړښت ته لوی زيان رسيي . که چيري د انگرېزي يا نورو اوروپايي ژبو په څېر د لنډون يا اختصار په خاطر عدد، معدود او وصفي/ تکميلي ټکي ټول په يوه عبارت کي نه راوړو، بيا نود« دوهم بون » يا « بون دوم » عبارتونه يولوی او پراخ مفهوم ته د اشارې په مقصد بې ځايه نه دي .