کور / هراړخیز / ګېله مې درته وکړه!!

ګېله مې درته وکړه!!

هو صلحه د هر انسا ن ار ما ن دى او د انسا نيت هر انسان غواړي چه د صلحي او امان په غېږ کې په ا ما ن واوسي خو ددې ارمان په سفر روان مسا فر ددې سپېڅلي مقصد و کاله ته هغه وخت په رسيدو رسېد ايسي چه د انسا نا نو هر انسان مو، و انسا ن ته په انسان، د کتو، په کتو سي او هر يو مو يواو بل ته د ديوال د خښتو په څېر خښته ، خښته په ګر ځېدو و ګر ځي څو ددې خښتو په بر کت مو ولاړي کلا ګا ني تر ا خرته د آبدو په څېر آبده ، آبده پا ته سي
نو راځى چه دا نسان جوړوني و کار ته دکارو نو په کار سو نو که خداى مه کړه ددې کار وکار ته دلا سو په کار نه سو نو خود به بيا ددې اوېجي پر مخ د جنګونو په اور کي ملا مت او سلا مت دواړه د محشر تر راتګ د مخه ددوږخيا نو په څېر دوږخ ، دوږخ سو ځېږي او د ولاړو کلا ګانو ولاړ کلي به يې په هدېرو بد لېږي
هو کي همد ا سي ده  او همد اسي محشر د محشر تر را تګ دمخه په محشر لکه محشر را غلى زوى له پلا ره ، پلار له زو يه، لور له مو ره او مور له لوره ،په تېښته ، تېښته  ، تښتي
هو : هر يو مو د خپل عمل د کړاو په ګرو کي ګرو ، ګرو دى او د پښتا نه قام د خېلو په څېر هر يو کوڅه ، کوڅه جلا رو ان دى نه مو د ټو لو د خو ښۍ په خوښه نه لېډر،نه مرشد او نه هم دملاېانو يوملا په اما مت لکه ملا ونيو
هو: دلته څه مو دبېطرفه په نوم دا سې خلګ جوړدي چه ددې مصېبتو نو د هرمصېبت په لېدو يې  ترسترګو د او ښکو پر ځاى ويني را څاڅې خو د څه ويلو په ويلو يې  ژبه او خوله د نصوح په تو به ، تو به پا ته ده
څه موبيا د احتياط په نو م داسي احتېاط ګډ دى چه هم يې مقتول او هم يې قاتل ته د شا با س په ويلو شابا س ، شاباس سر ښوروي
ځيني مو بيا داسي يوا زي او يوازي دخپل کار پخپله، داسي،  خپل ، خپل رو ان دي چه نه يې،هم د هغه،او نه يې  هم، ددغه، نه په ټپ ،او نه هم په مرګ د ځا نونو ځا ن ، خپه کړ 
څه مو  د سېاستوالو په نوم ، هو هغه دغربي ډېمو کراسۍ ټېکه داران در ښېم، بېادټولوکړوپېسودپېسې، پېسې حساب  په حساب اخته دي او هغه دا حا ديثو په شېخۍ شېخ الحد يث هم ، له ما او هم له ځا نه مرور دى نه ما ته دبلال د اذان د کليما تو کليما ت ر اښيې  او نه هم د بلال د اذان په څېر اذان ، اذان پا تېږي
هو :زما ددين طرف او بيطرفه وروڼو !
هم دلته او هم هلته دکو رو نو په ودان ، ودان ، ودان خلګ مري
هو ددا سې ګوليو په مرګ ،مرګ ، مرګ پراته دي چه دهر يوه تر څنګ د پر تو کارتوسو دپو ښو نو پرهر  پوښ يې  ددېن ، وطن او نا موس د دفا ع په نوم توري دايتونو په څېر ايت،ايت ليکلي  چه دهرګړي تيريې دافغا نې سرونودسرپه تباهې بدلېږې
زماددېن اواېمان ورڼو !
راځى چه زموږ په لاس د نړېدلو ديوالونو هر ديوال بېا دخپل لاس په لاس ديوال ، ديوال کړو
راځى چه:دخپلودرنو بارونو باردخپلو شاګانوله پاسه دخپل منزل تر مقصده ، مقصد ، مقصد ور سوو
راځى چه : په خپل لاس د غو ټو کړوغو ټو،غو ټې دخپلولا سونوپه ګوتو په خلا صېدو خلا صي کړو پام چه؟دخلاصې په خلاصه يې  دجها نې ماده پرستانو د طمع په طمع نه سي 
هغه ماده پرستان چه ديوې روپۍ په ورکړه له هرچاسل اخلې هوهغه ماده پرستان چه دوختونويووخت به هم دخداى اويازړه سوي په خاطردقدمو نوقدم  وانخلي
هو: زما د اېمان وروڼو !که څوک دنارواوو پرنارواپه ټولېدورا ټولېد اىسي نوموږ خود ښه کار په کولو يودبل ترڅنګ په در ېدو،باالکل درېداېسودا ځکه چه داسي درېداموددېن دفتوا ګانو فتوا ده 
هوکې:موږدقربانۍ دپسونوپه څېرپسونه نسوپاته کېداى هغه چه يو يې  حلا لېږې اوبل ، ورته په شخوندوې دحالتونوددې حالت وحا ل ته دکارو نوکارپه کاردى
ددې حالت په تغير پرخداى حواله ورکول دکارونوکارنه دى له موږه کار غواړ ې کله چه موږ ديو حا لت په تغير د تغيرپه تغير سوبيانو خداى  زموږ تر څنګ زموږ په څنګ بدلېږ ې داځکه خد اى وا يي چه:  زه ديوه قام په حا لت کي ترهغوتغيرنه راولم څو دى تغېرونه غواړې،اونه هم په ښېراګانواو يوازي ددوعا ګانو په دوعادکارونوداکار په کېدوکېداىسې داځکه زموږ دېن دعمل، ارادې او عقېدې دېن دي نه د ښرا ګا نو اونه هم يو ازي او يوازي ددوعا ګانودېن، اوهمداراز چوفه خوله پاته کېدل هم ځا ن او هم دځان په څېرځانونو ته دګناهونوګناه بولم  راځۍ چه نورنودسکو ت نيولې روژه د خداى د هغه د مخلوق او ملک په خاطر په ماتېدو ماته کړو هرڅه  ، بلداونا بلد،دسرپه سترګووېنودرنګارنګ ږغونوداورېدوپه اورېدو يو خو بېا مو هم دڅه کولو او يا وېلو ، په ژبه بې حر کته پاتېږ ې دا ولې مو د خپل ملک سره د ميني اواحسا س ولوله پداسي حال کي چه د ژو ند په جهان کې په ژوند ،ژوندي يو خو دمرګې په خوب له مړو نه هم  ، مړه ، مړه  ښکا رېږو او دهرحالت په لېدو اوکتو،ورته دهمساېګانوپه څېرهمساېه ، همسايه ګو رو او نه پو هېږ م دکوم کو ربه د اجازې و اجا زې ته د انتظا ر په انتظار پا ته يو او دا ولي د ځا ن په پو ښتنه له يو چا نه په پو ښتنه نه پا تېږو چه زموږ د بدن له پا سه پر تې غو ښې چا د خو را ک په خور اک وخوړې
هو : دهمدې پټي خو لې په پټه مو لېري او نژدې همسا يګا نو دملک دننه د هېچا له ا جا زي پر ته د مداخلتونو په مداخله داسي راتګ ، راتګ دي چه ته به وايې چه ددې ملک د هر انچ مځکي  هر انچ ورته دپلار نه د مېر اث په قبا له پا ته دى
هوکې همداسي ده راځى چه اول په ځا نونو کي د ملي احسا س مرور احساس پخلا کړو او بېا نو د اېما ن په حکم  په ټېنګ عزم او ارا ده د خد اى ددې حکم چه (فا صلحو بېن اخو يکم )را غلى امر هم و ځا ن او هم وبل ته د عملو نو په عمل بدل کړو او هم د نبي ددې حکم وحکم ته ځا ن په تسلېم ،تسلېم کړو چه و ائي  (انصر ا خا ک ظا لما او مظلو ما )د خپل ورور نصرت وکړه که  ظا لم وې او که مظلوم داسې چه د ظا لم لا س له ظلمه را لنډ او مظلو م له ظلمه خلاص کړه
او بېا نو د نورو د پخلا کيدو په پخلا روان سو او د پل ز نانو په څېر زموږ له کو ره د تللې صلحې د پله د پېدا کېدو پل ز نا ن سو 
هوکې : را ځى چه ملا مت ته په ملا مت او سلا مت ته په سلا مت ووا يو او د سلا متونوسلا مت دتندي له  پا سه په مچولو مچ کړو او هم يې دغرو نو په څېرترڅنګ په درېدو ودرېږوڅودهمدې صلحې له برکته هرځاى جنت، جنت سي
هو تکې  ١٣٩٠ ، قوس  ، ١٥  سه شنبه هحرم  ١٠