کور / شعر / غزل

غزل

تاو مې چې له تانه کړل لاسونه پرېشان
ولې دې په مخ کې شول رنګونه پرېشان


بيا دې شولې سترګې په محفل کې باراني
بيا د فلسفوټول کتابونه پرېشان


تا راته دزړه خبره ډېره ورسته وکړه
تاته به نور نه ليږم خطونه پرېشان


شول بيادوه مين سره په غېږو کې ويده
کلي کې بليږي څراغونه پرېشان


ته چې وايېښه نه يې طالبه ليونيه
ساتمه لهځان سره رازونه پرېشان