خوست مېشتي له نړيوالې ټولنې په خوست کې بنسټيزې پروژې غواړي
دغه ټکى خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي نن ورځ په هغه ګډه مشورتي ناسته کې چې نوموړي دجرګو کور په انګړ کې ،په دوديزه لويه مشورتي جرګه کې دخوست ولايت داستازو ،ولايتي شورا غړو ،دسولې دولايتي کمېټې دمسوولينو ،قومي مخورو مشرانو،ديني علماوو ،مدني ټولنو دغړواوپه خوست ولايت کې دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت دڅانګې له استازو سره درلوده، په ډاګه کړ .
په دغه ګډه مشورتي ناسته کې ټولوګډونوالو په خوست ولايت کې دبنسټيزو پرمختګونو ،دادارو ترمنځ دهمغږۍ ،ولسونو ،دولت اونړيوالې ټولنې ترمنځ دبارو دفضاء په شتون ، دولسونوپه ستونزو او يوشميرنورو مهمو موضوعاتوپه تړاو هراړخيزه خبرې وکړې .په پيل کې ديادې ګډې مشورتي ناستې ټولو برخوالو په خوست کې دشويو پرمختګونو ،لاسته راوړنو اودولايتي ادارې په هلوځلوسره دخوست د ولسونودنيکمرغۍ لپاره په ترسره شويو اغيزمنوکړنوباندې رڼا واچوله .
ګډونوالو په خپلو خبرو کې وويل:لس کاله کيږي چې په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې په ملاتړ،همکارۍ او مرستې سره په ډيرو برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي ،دپوهنې په ډګر پرمختګ شوى ،امنيتي ځواکونه ورځ تربلې دپياوړتيا په حال کې دي ،د دولتي حاکميت لمنه دهېواد ټولوولسواليوته غځيدلې ده ،دا هېواد ترډيره بريده له جګړو،ناخوالو ،ستونزو او ورانيو څخه خلاصون پيداکړى،دسولې دټينګښت لپاره په اغيزمنه توګه سره هڅې روانې دي ، دولس او دولت ترمنځ دباور فضاء رامنځته شوې ده ،قومي مشرانو زياتوله ،نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره خپلې مرستې نورې هم زياتې کړي ،دافغان امنيتي ځواکونوپه پياوړتيا کې هيڅ ډول خپله مرسته ونه سمپوي ،ترڅو افغانستان دخپلو امنيتي ځواکونو په واسطه وکولى شي دخپلې ځمکنۍ بشپړتيا څخه په ټينګه سره دفاع اوساتنه وکړي ،قومي مشرانو دا هم وويل ،چې له نيکه مرغه اوس مهال په خوست ولايت کې دښاغلي عبدالجبارنعيمي په هڅو ،زيار او کوښښونو سره په بېلابېلو اقتصادي ،فرهنګي ،ټولنيزو ،پوهنيزو ،امنيتي او نورو ورته ډګرونوکې دپام وړمثبت بدلونونه اوپرمختګونه رامنځته شوي چې په لويه کچه يې ولسي ملاتړ راخپل کړى ،په زرګونو جريبه ځمکه دغاصبو ښامارانو له منګولو څخه خلاصه شوې ،داداري فسادپه وړاندې په چټکۍ سره مبارزه روانه ده ،دټولو امنيتي ارګانونوپه منځ کې همغږي ډيره زياته شوې ،دبيارغونې په ډګر په ځينو لويو بنسټيزو پروژو باندې هم کار روان دى ،دولتي اداره ورځ تربلې دځواکمنيتا په حال کې ده ،دولسونو ستونزو ته هم دپخوا په پرتله ډيره پاملرنه شوې ده ،ددغه مشورتي ناستې ټولو برخوالو په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه ،چې نړيواله ټولنه بايد په خوست کې دځينو بنسټيزو پروژو په پلي کيدو کې ګړندۍ مرسته وکړي .
دخوست خلک ،بنسټيزو پروژو لکه دهوايي ډګردپروژې دبشپړتيا ،ترانزيټ ،صنعتي پارکونو ،برېښنا،سړکونو ،پلونو او داوبوبندونو ته ډيره اړتيالري ،که چيرې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه سره امريکا متحده ايالات په دغه ولايت کې چې اوس مهال يوه کاري ،وړ اومسووله ولايتي اداره شتون لري بايد دځينو بنسټيزو پروژوپه پلي کولو کې مرسته وکړي ،دوى زياتوله، چې نړيوال ځواکونه بايد دغلطو معلوماتو پربنسټ عمليات ترسره نکړي ځکه چې دغلطو معلوماتوپربنسټ د عملياتو په پايله کې ډيروخت بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې په دې کارسره دولسونو او دولت ترمنځ واټن پيداکيږي، نوددې لپاره چې بې ګناه وګړوته زيان وا نه وړي ،نونړيوال ځواکونه بايد دافغان امنيتي ځواکونو په ملګرتيا او لارښوونه سره په هغه ځايونوکې چې اړتيا وي عمليات ترسره کړي .
ديادې مشورتي ناستې ټولو ګډونوالوددوديزې لويې جرګې له پريکړو څخه په ټينګه سره ملاتړ اعلان کړ اودجرګې پريکړه يې دافغانسان دراتلونکې اوملي ګټولپاره يو غوره ملي ګام وباله. ورپسې دناستې بل برخوال دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت دڅانګې استازي ښاغلي ايډ وارډ خبرې وکړې ،نوموړي په خپل ګډون په دغه غونډه کې خوښي وښوده اوويي وويل :موږ به ترډيره وخته پورې په افغانستان کې خپلو هراړخيزه مرستوته ادامه ورکړو ،ترڅو ديوښه اوگټور مشارکت پربنسټ دامريکا اوافغانستان دولتونه په سيمه کې استراتيژيکه ملګرتياوکړي ،ده وويل :داډول ګډې غونډې دهرپرمختګ ،ترقۍ او بدلون لپاره ډيرې مهمې دي ،ځکه چې په دې سره هم دباور فضاء رامنځته کيږي اوهم دولسونو لومړيتوبونه په ښه توګه سره پيژندل کيداى شي. نوموړي ژمنه وکړه چې دخوست دپرمختګ لپاره به دټولوبنسټيزو پروژو په اړه به ديادې ناستې ټول وړانديزونه خپلو لوړو مقاماتوته وليږي ترڅو دراتلونکې لپاره په دې اړه ګړندي اقدامات ترسره شي .
ددغه مشورتي ناستې په پاى کې خوست والي دنوموړې غوڼدې دټولو برخوالو څرګندونوته په کتو ارزښتمنې او هراړخيزه خبرې وکړې ،نوموړي وويل :اوس مهال دولايتي ادارې په زياتو هڅو او دولسونوپه ملاتړسره په خوست کې دهراړخيزه بنسټيزې رغونې لپاره زمينه مساعده شوې ده، نودقومي مشرانو داوړانديزونه په ځاى دي چې نړيواله ټولنه بايدپه خوست کې دبنسټيزو پروژوپه پلي کيدو کې مرسته وکړي ،ترڅو دخوست ولسونه له شته ستونزو خلاص شي ،خوست والي ديادې مشورتي ناستې په اړه زياته کړه، چې په نننۍ مشورتي ناسته کې په واقعيت کې په ډيرو هغه موضوعاتو باندې خبرې وشوې کوم چې دټولو خوست مېشتو په ګټه بلل کيږي. ده وويل ،په خوست کې دټولو ارګانونو اوبنسټونو ترمنځ دهمغږۍ اوباور فضاء رامنځته شوې ده ،ډاډمن امنيت رامنځته شوى ،ولسي باور په ولايتي اداره باندې ورځ تربلې دزياتيدو په حال کې دى ،دادارې دپياوړتيا لپاره هم اغيزمنې کړنې ترسره کيږي، ده وويل داچې په خوست کې ټول ولسونه دشپې له عملياتو څخه تشويش لري نو ،په دې برخه کې اړتياده چې دولسونو استازوته غوږ ونيول شي ،که چيرې په کومه سيمه کې عمليات ترسره کيږ ي بايد ددقيقو معلوماتو پربنسټ دافغان ځواکوسره په ډيره همغږۍ سرته ورسيږي ترڅو بې ګناه کسانوته زيان ونه رسيږي .
خوست والي وويل داچې په خوست کې ولايتي اداره په ډيرمسووليت سره دخپلو ولسونولپاره دغوره حکومتوالۍ په ډګرکې اغيزمنې هڅې کوي ،نو اوس بايد په دغه ولايت کې دبيارغونې خوا ته زياته پاملرنه وشي ،همداشان دخوست ولايت مشرتابه زياتوله ،دپخوا په پرتله ډيرزيات په خوست کې دولسونوپه همکارۍ اودامنيتي ارګانونوپه منځ کې دشته همغږۍ په پايله کې امنيت ټينګښت موندلى نونړيواله ټولنه بايدزمونږ دټولو امنيتي ځواکونوپه اکمال ،تجهيزاو روزنه کې خپلې مرستې زياتې کړي ترڅو زمونږ خپل ځواکونه دخپل ولس لپاره نور هم د ښه خدمت وړتيا پيدا کړي ،همدا راز ده په خپلو خبرو کې په دوديزه لويه مشورتي جرګه کې دخوست ولايت داستازو دملي رول څخه ستاينه وکړه ،ويې ويل چې دخوست ټولو استازو چې شميره ٢٢تنوته رسيده په دوديزه لويه مشورتي جرګه کې دملي هوډ اومشورې له مخې ډيراغيزمن رول اداء کړ ،خوست والي دبن کنفرانس په اړه وويل چې دبن کنفرانس دافغانستان دراتلونکې برخليک لپاره ډير مهم وو ،چې له نيکه مرغه په ډيربرياليتوب سره پاى ته ورسيدو، چې تقريباً دسلو هېوادونو څخه پکې دزياتو هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو ،اونورو نړيوالو ټولنو استازو ګډون کړى وو چې دافغانستان دراتلونکې برخليک په اړه يې څرګند هوډ وښود، چې ټوله نړيواله ټولنه به له افغانستان سره ترډيره وخته پورې خپلې مرستې جاري وساتي ،دغه مشورتي ناسته هېوادته دسولې او امن په دعاسره پاى ته ورسيده .