دډسمبر ۱۱مه ۲۰۱۱کال
دا چې زمونږ د ګران هیواد د کرکټ هغه ټیم ،چې د افغان رژیم په فساد کې دککړې ادارې د پوره بې غورۍ او په خپلې پوره بې وسۍ او دلوبي د ځایو د نشتوالي سره سره په دې واتوانید ددي لوبي نړیوال اتلوالې خپل کړ ي د زړه له کومي دمبارکي او د ویاړونو وړ دي.
ددې لوبي اتلوالي او ترڅنګ یی د نورو لوبو په مخکښ کیدو کي افغانانو دا ډاګیزه کړه چی افغان ولس که موقع اوفرصت ورکړل شی او استعمار یی دستوني څخه خپلې پنجې لرې کړي ، نو د نړۍ په هر ډګر کې به اتلوالي خپل کړي.
په لوبو کې په طبیعي توګه مخکې وروسته اولاندې باندي وي ، خو داتلوالي تر لاسه کول یوازې د مټ دبازو پورې نه بلکه د لوبغاړو ترمنځ د یو والي ، د یوه بل سره مینه اومحبت ،پوره مهارت او تخنیک پورې هم اړه لری . که زمونږسیاسي مشران اوسیاسي لوبغاړي د خپل هیواد دازادۍ او زمکني بشپړتیا له پاره دهمداسي حکمت او تخنیک نه کار واخلې او دولسونو ترمنځ د کرکې اونفرت هغه لړۍ چې زمونږ دښمنانو زمونږ د ورونو ولسونو تر منځ پیدا کړې ، په مینه او محبت بدله کړي نو انشاءالله هغه ورځ به لري نه وي چي زمونږ ویاړلي ولس به یو ځل بیا دخپلې ازادۍ اتلوالي هم نړیوالوته را څرګند کړي .
یوځل بیا دکرکټ دلوبغاړو دټیم کپتان ، او دلوبي نورو ځوانانو ته دزړه له کو مي مبارکي وایم .
د ویاړلي ازاد ، اسلامي اوپرمختللي افغانستان په هیله .