کور / تازه خبرونه / د دوو ماين ښخوونكو د وژل كېدو خبر وركړل سو

د دوو ماين ښخوونكو د وژل كېدو خبر وركړل سو

د هلمند ولايت امنيتي چارواكي وايي چي د آيساف ځواكونو د هوايي بريد په پايله كي دوه وسله وال چي غوښتل ئې ماينونه ځاى پر ځاى كړي وژل سوي .
چارواكي وايي چي يادو كسانو غوښتل چي ماينونه د سعدي كارېز په سيمه كي ځاى پر ځاى كړي چي د آيساف ځواكونو له خوا په نښه سول او ووژل سول.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.