د كندهار ولايت امنيتي چارواكي وايي چي د دې ولايت د ښوراوك ولسوالۍ پر ولسوال نن سهار په ژړۍ ولسوالۍ كي بريد وسو چي نوموړي ته پكښي كوم زيان ن دئ اوښتى خو دوه ساتونكي ئې ژوبل سوي دي.
ولسوال اميرجان نومېږي او تر دې مخكي هم ورباندي په مېروېس مېنه كي يوه بريد سوى ؤ چي نوموړى ئې ژوبل كړى ؤ .