افغان کرکټ ملي لوبډلې هانکانګ ته د اتو منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې ډول یې وکولای شول د اسیايي شورا د شل اوریزو لوبو اتلولي خپله کړي.
بل پلو په هند کې د افغان فوټبال ملي لوبډلې د سارک هېوادونو پایلوبې ته ځانونه ایستلی دي او نن به د کوربه هېواد هند سره خپله وروستۍ لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ ټیم دریم ځل لپاره د اسیايي شورا د شل اوریزیو لوبو اتل شو خو فوټبال ملي لوبډله د لمړي ځل لپاره د سارک هېوادونو پایلوبې ته وتلې ده
تمه کیږي چې فوټبال ملي لوبډله هم اتلولي خپله کړي او جګړه ځپلي هېواد ته دوه اتلې ډلې راستنی شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه