کور / تازه خبرونه / پاکستان د افغانستان په وړاندي نوې لوبه پیل کړې ده

پاکستان د افغانستان په وړاندي نوې لوبه پیل کړې ده

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن یو ځلې بیا خپل زیاتره مطالب په افغانستان کې د ایران او پاکستان د سیاسي لوبو په اړه تحلیلونو ته ځانګړې کړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په کابل کې د عاشورا په مراسمو له حملې وروسته، چې مسوولیت یې د پاکستان یوې افراطي ډلې په غاړه اخستی، دغه هیواد د افغانستان په وړاندې یوه نوې لوبه پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د لشکر جهنګوي لخوا د کابل د حملې د مسؤلیت د منلو وروسته افغان دولت او نړیوالې ټولنې په پاکستان غږ وکړ، چې ددې ډلې پر ضد اقدامات وکړي، خو پاکستان بیا دا یو تور بولي او د اسنادو غوښتنه کوي.

د ورځپاڼې په وینا پداسې حال کې، چې دا افراطي ډله له نړیوالو اژانسونو سره په اړیکه دا مسؤلیت منلې، نو له دې نه زیات څه ډول اسنادو او شواهدو ته اړتیا ده.

د ورځپاڼې په وینا دا غوښتنه د افغانستان په وړاندې د پاکستان د منافقت نه ډکه یوه لوبه ده.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغان سیاسي مشرانو په حواله لیکلي، چې د عاشورا په مراسمو د حملې په څیړنه کې دې نړیواله ټولنه مرسته وکړي.

ورځپآڼې وړاندې ددغو مشرانو په حواله لیکلي، چې پدې حمله کې د پاکستان آی ایس آی ښکیل دې او لشکر جهنګوي د همدې اداری زیږنده دې.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پدې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتل ناسم بللي او هغه ځکه، چې د ورځپاڼې په وینا دا نړیواله ټولنه ده، چې په افغانستان او سیمه کې د دا ډول حملو زمینه برابره کړې ده.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د عاشورا په مراسمو د شویو حملو ترشا ګڼ لاسونه موجود دي او هڅه یی دا وه، چې په هیواد کې نویو ستونزو ته لمن ووهي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې، چې افغانستان باید دا مسئله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړي، څو پدې برخه کې له پاکستان سره سخت چلند وکړي، ځکه د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې له موجودو ترهګرو ډلو نه ناوړه ګټه پورته کوي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو او سیاسي اهدافو په اړه د تحلیل یوه لړۍ پیل کړې، چې پکې د افغانستان په وړاندې د ایران بیلابیلو اقداماتو ته تفصیلي کتنه شوې.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تل هڅه کړې، چې له بیلابیلو ډلو نه په ملاتړ سره په هیواد کې مرکزي حکومت کمزورې کړي.

ورځپاڼې دا تور لګولې، چې ایران د ځینو نورو اهدافو ترڅنګ دا هڅه هم کړې، چې د افغان جګړې سیاسي شتمنۍ ترلاسه کړي.

د ایران او پاکستان د لاس وهنو په اړه دا ستونزې پداسې حال کې مطرح کیږي، چې روسیی هم په افغانستان کې د حالاتو په اړه نوې دریځ خپل کړې.

ویسا خپلواکه ورځپاڼه لیکي، چې روسیه غواړي پس له دې په هغو خبرو کې شریکه شي، چې د افغانستان په اړه کیږي.

خو سرنوشت د روسي چارواکو دا څرګندونې هم راخستي، که دوی د افغانستان په اړه په پریکړو کې و نه پوښتل شول، نو پدې هیواد کې له ناټو سره به خپلې مرستې بندې کړي.