کور / تازه خبرونه / په ميوند اولسوالۍ کي د ماين چاودني مرګ ژوبله اړولې

په ميوند اولسوالۍ کي د ماين چاودني مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په ميوند اولسوالۍ کي د ماين چاودني يو ولسي وګړى وژل او يو بل کوچنى ئې ژوبل کړى دئ .
د چارواکو په وينا چي ياده مرګ ژوبله د يادي اولسوالۍ د شهيدانو په سيمه کي پر يوه موټر سايکله باندي د بم تر چاودېدو وروسته رامنځ ته سوې .
کندهار ولايت مقام هم لراوبر ته په دې اړه يوه خبرپاڼه لېږلې او پکښي ياده خبره سوې .
خبرپاڼه ليکي چي په پېښه کي يو کوچنى ژوبل سوى هم دئ او د درملني له پاره د کندهار حوزوي روغتون ته وړل سوى دئ .