د افغانستان په لوېو ښارونو کابل، کندهار او مزارشریف کې د عاشورا د ورځې حملو بیا هم د غرب د ډيرو معتبرو ورځپاڼو پام ځان ته اړولی دی او فرشتې جلالزی ورته کتنه کړې.
کرسشین ساینس مانیټور:
د امریکا کرسشین ساینس مانیټور لیکلي، د شیعه ګانو پر غونډو خونړېو حملو دا سوال پیدا کړ چې ایا افغانستان د فرقه یي تشدد کندې ته د لویدو په خطر کې دی؟
په کابل کې د کرسشین ساینس مانیټور د استازي ټام پیتر په باور په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو په مبارزه کې حکومت د قومي او مذهبي ډلو په مقایسه له وسله والو سره ډير مشکل لري.
ایران، پاکستان او سعودي عربستان به ښايي په افغاني ټولنه کې د بېلابېلو فرقو ملاتړ کوي، خو یو هم دومره زور نه لري چې قدرت ته د رسیدو لپاره رقیب لوري له پښو وغورځوي.
ښايي، د دې سوال لپاره چې په کابل، مزار شریف او کندهار کې د حملو شاته عامل څه وو، اسان ځواب دا وي چې د افغانستان پر امنیت بې باوري زیاته کړي.
په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې له دې هېواد سره مرسته کونکو په بن کې غونډه درلوده.
په ولسي جرګه کې د بامیان د خلکو وکیل فکوري بهشتي کرسشن ساینس مونیټور ته ویلي: دلته د شیعه او سني ترمنځ د تشدد هیڅ ډول علایم نه لیدل کیږي. دا د افغانستان د دښمنانو کار وو. )
نیشنل انټرست:
بلې خپرونې نیشنل انټرست د افغانستان پر حالاتو په یوه مقاله کې لیکلي: په بن کې د جوړ شوي کنفرانس نتایج ډیر د امیدوارۍ وړ نه وو او په دې کې باید تعجب هم ونه شي.
خپرونه لیکي، پاکستان په دې غونډه کې ګډون ونه کړ، ایرانیانو چې برخه یې اخیستې وه ډير اهمیت نه درلود، مرسته کونکو هېوادونو یوه او بل ته تمه کوله چې څوک کومک کوي او ولسمشر حامد کرزي د خپل هېواد مایوسونکی تصویر وړاندې کړ.
نیشنل انټرست لیکي، ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه داسې نظر ورکړ، چې په یومخیز ډول پر نړېوالو مرستو متکي دی.
سره له دې چې د بن په کنفرانس کې نوې پریکړې ونه شوي، خو دا کنفرانس په یوه مهم وخت کې تر سره شو.
نشنل انټرست لیکي، په دې وخت کې د امریکا او پاکستان روابط خراب شوي دی چې د سیمې په حالاتو کې د دخیلو هېوادونو لپاره اهمیت لري.
له بله پلوه، د امریکا او ایران روابط تر بل هر وخت خراب شوي دي.
د نشنل انټرست په باور، متحد ایالات باید د یوې سیمیزې دپلوماسي رامنځ ته کول د افغانستان د ستونزې د حل لپاره په هڅو کې د یوه عمده ګام په توګه په پام کې ونیسي