کور / هراړخیز / تر دې مهاله مو څو مطالب خوښ(Like) کړي دي؟

تر دې مهاله مو څو مطالب خوښ(Like) کړي دي؟

فېسبوک په اوسنۍ ټکنالوژي کي د اړيکو نيولو ، بنډار کولو،د تبليغاتو د خپرولو ، د ملګرو د موندلو او داسي نورو …. .لپاره ترټولو پرمختللې وسيله ده چي نن ورځ يې انټرنېټ ته لاسلرونکي خلک کار وي، او هر ه ورځ يې مينه وال مخ پرډېرېدو دي.
نن ورځ د فېسبوک يو مطلب تاسو ته خپروو، هيله ده چي خوښ مو سي.



فېسبوک کي کله چي د کوم شخص يو مطلب، انځور ، خبر یا هم کوم بل شی خوښ سي ، د هغه څنګ ته د (Like) تڼۍ کښېکاږي، چي دغه مطلب زما خوښ سو؛ کېدای سي د ورځي ډېر مطالب تاسو خوښ (Like) کړئ ، خو آيا کولای سئ پسله مودې خپل د خوښ کړيو (Likes) مطالبو شمېر ټول يوه پاڼه کي پيدا کړئ ، چي څو دئ او کوم مطالب دي؟


د دې چار (کار) لپاره ستاسو پام و لاندني مطلب ته را اړوم .


لومړی : د (www.likejournal.com) ادرس په خپل بروسر کي ټايپ کړئ.


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. 


دوهم : کله چي ياده ویب پاڼه پرانيستل سوه ، د صفحې په منځنۍ برخه کي د Login with Facebook تڼۍ کښېکاږئ ، چي تاسو ته د فېسبوک ته د ننوتو کړکۍ پرانيزي.


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


درېيم : کله چي خپل فېسبوک ته ننوتاست د د اپليکیشن د منلو لپاره د Allow تڼۍ کښېکاږئ.


اوس به ستاسو ټول خوښ کړای سويو مطالب شمېر اواړوند مطالب د همدې سایټ( Likejournal) پرمخ ښکاره کړي.


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet. 


د کمپيوټر او فېسبوک په اړه د لا زياتو مطالبو د لوستلو لپاره لاندنيو پيوندونو ته مراجعه وکړئ.


هريوا په فيسبوک کي


هريوا ويبپاڼه