زما یو ملګری چي کوریې په لو واله کي دﺉ داسي راته وویل چي پرون ماخستن دوی ټول په مسجد کي(دعربودکلا سره نزدې) په یوه صف کي په ملاامام پسی ولاړ وه چي دشا خواته دتوپنچې ماشه کش سول چي پریوه مقتدي ټکان وکړي خوتوپنچې کار ونه کړﺉ اونفر وځغستل او وتښېدﺉ. دتښتي څخه وروسته هرمقتدي داویل چي دا یې نوڅوک ویشتـئ خودهريوه په په زړه کي به داوه چي زه یې ويشتلم.
کله چي مي داخبره واورېده نومي کوښښ وکړﺉ چي ځیني حقایق دلووالې په اړه راټول کړم اودکندهارولایت چارواکوته یې ورورسوم ګوندي خداي دکندهار سرپرست امنيه قوماندان جنرال رازق یوڅه توجه ورته وکړي او یوڅه امنیت پکښي راسي اودخلګوژوند تامین سي، لاندي هغه دوه مهم اوعمده حقایق دي چي دلووالې داوسېدونکوژوند یې ناارامه کړی دﺉ:
۱- بې کاري:
وايي چي دبې کاري سړي م مغزه دشیطان خونه ده، څرنګه چي له یوې خوا په لو واله کي اکثریت اومختلف قومونه ژوند کوي چي تشخیص یې ستونزمن دﺉ اوله بلي خوا یې دسواد اودحرفوي زده کړو کچه خورا ټیټه ده نوکومه دایمي دنده په لاس نه ورځي. اکثریت ځوانان یې بې کاره دي اویا دکشمشو په چڼ ، زرنج موټرسایکلانو اودکرېټو په جوړلوباندي اخته وي، په دومره اندازه عاید په لاس نه ورځي چي دکورضرورتونه دي په رفع کړي،ځکه نوداخلګ دهیڅ شي څخه مخ نه راګرځوي.دلته به یو څو مثالونه راوړم:
په فامليو اودحکیم صاحب په اډه کي دماخستن دلمانځه وروسته دخلګوڅخه موټرسایکلان اخیستل، په سپینه ورځ نفر پورته کول، اوبیا په پارسل کي ټوټه ټوټه راوړل اودکور ومخ ته ورته غورځول، په هدیرو کي دخلګوڅخه صدرۍ کښل اوداسي نور هغه حقایق چي هیڅوک سترګي ورڅخه نه سي پټولای. پروسږ کال دفاملیوپه سیمه کي دحاجي حبیب الله په مسجد کي یو دوه ویشت کلن کس راولاړ سوی ویوماشوم یې اختطاف کړی و اوبیا یې نشه ورکړې وه اودمسجد په مسله کي یې پېچلي و. نوموړی مجرم کس دتلیفون له لاري چي پریوبام پټ ولاړ و دکوچني دسرپرستانو څخه یې په داسي طریقه پیسې واخیستې چي دکوچنی سرپرستانو ته یې ویل چي پولیس ته جواب ورکړﺉ چي ولاړسي اوپیسې په دغه یا هغه ځای کي راته کښېږدﺉ چي ما درته مشخص کړی دﺉ، هغو(دکوچني سرپرستانو)همداسي وکړه.مجرم کس دپیسوداخیستلوڅخه وروسته ورته وویل چي ورسئ کوچنی دمسجد په محراب کي په مسله کي نشه پروت دﺉ، کله چي خلګ مسجد ته ورغلل اوکوچنی یې ترروغتون پوري رسوﺉ هغه معصوم کوچني په لاره کي سا ورکړه خوورسته چي نوموړي مجریم ونیول سو، هغه په خپله دمسجد دملا امام زوي واوددې ترڅنګ یې وسلې خرڅولو کاروبار هم کوﺉ .
اکثره وختونو ددغو بې کار خلګو له خوا ددولت پرضد پلانونه هم جوړیږي اوځیني بیا داسلام ترنوم لاندي دخپل موقف څخه منفي استفاده کوي، دځانه فتواګاني صادروي اووايي چي فلانی نفر کافردﺉ؛ اوخپل ولس په لوی لاس دتخریب اوورانکاریوخواته تشویقوي. که دکندهارولایت چارواکي یې مخنیوی ونه کړي، کېدای سي چي نوري ستونزي وزېږوي چي ههغه مهال به یې مخینوي خورا ډېره ګرانه خبره وي.
۲- نشه یې توکي:
په لو واله کي نشه يي توکي په عام ډول خرڅیږي خودولت یې تراوسه مخنیوی نه دﺉ کړی،تورماد رحیم (محمد رحیم) دماشینانویا دمېوې دشرکت پرسړک په عام ډول هیروین خرڅوي اما څوک څه نه سي ورته ویلای ځکه چي دی زورواکی دﺉ یعني په تېرو وختونو کي قوماندان و. دنظر(کور یې په دېخواجه دﺉ) په نامه یونفر واسع ته چي کوریې دلووالې دماشینانوپه نرۍ کوڅه کي موقیعت لري شراب اوهیروین راوړي اوهغه یې ځکه په عام ډول خرڅوي اوهیڅ څوک یې مخنیوی نه سي کولای چي دولتي چارواکي(دماموریتونوقوماندان) یې ورڅخه رانیسي.
لنډه یې دا چي سګواني ، اخلاقي فساد اوغیراسلامي کارونه کول، ددولت محدوده پاملرنه که څه هم دولت څوپولیس په یوه پوسته کي سره ځای پرځاي کړي وي خو هغوی خپلودپوستوڅخه راوزي لا هم نه اوکه راووزي یوازي یې یا دخپلودپوستوامنیت ساتلی وي اویا پرخلګوباندي خپلسري کوي او دګوتوپه شمېر دمکتبونو شتون هغه څه دي چي دکندهار ولایت چارواکي باید جدي توجه ورته وکړي.