د کندوز د سمیه ییزروغتون مسوولین وایې دایدز ناروغې ورځې تربلې د هیواد په شمال اوپه ځانګړې ډول په کندوز کې مخ پرزیاتیدو ده. هغوي لدی امله اندیښنه څرګندوي که چیري ددغه ولایت اوسیدونکې له یادی ناروغې نه په کلکه وقایه ونکړئ اوپه وخت ورته لازمه تدابیر ونه نیسې ، ښایې راتلوونکې کې به ټولنه له ننګونې سره مخ کړئ .
داپه داسې حال کې ده چې تیره اونۍ دهیواد دروغتیاوزارت چارواکوپه وینا په ټول هیواد کې په ایچ ای وی ویروس باندی داخته کسانوشمیر ۱۲۵۰ تنو ته ورسید.
په کندوز کې دایچ ای وی /ایدز د کنټرول او وقایې مسوول ډاکټرسیف الله شینواری وویل “په هیواد کې هغه وګړی چې په ایچ ای وی اخته دی شمیر یی ۱۲۵۰ تنوته رسیدلې ، هغه زیاتوی داهغه ارقام دی چې د روغتیاپه وزارت کې ثبت شویدی.”
“د شینواری دمالوماتوله مخې دمګړی په کندوز کې اته کسه دایدزپه ناروغې اخته دی چې دامهال هغوي لپاره د خبرتیا او وقایې لړۍ پيل شویده.”
نوموړې وایې سږکال ۲۸۵۰ کسانو څخه د ایچ ای وی /HIV لپاره ټست واخستل شوچې له بده مرغه څلورتنه په کې مثبت وو سربیره پردی ۲۳۲۰تنوڅخه ایچ بی ایس/HBS یا تور زیړې ټسټ واخستل شوچې ۳۰۹ کسه په کې په یادی ناروغې مصاب وول چې له بده مرغه داپه روان کال کې لوړه کچه شمیرل کیږی.
همدارنګه ۲۲۸۳ تنوڅخه ایچ سې وی/HCV ټسټ واخستل شوچې عاموخلکوکې په سپین زیړې مشهور دی لدی کبله ۱۱۵ تنه مثبت راوختل چې داهم ډیر لوړرقم دی.
په عین حال کې د کندوز ولایت د عامې روغتیا رئیس ظفرنوری وایې چې ددغې ناروغې ترټولو چټکه دخپریدولاره دککړو پیچکاریوځنې کاراخیستل دی نو له همدې کبله یاده ناروغې دروږدوکسانوپه منځ کې مخ په زیاتیدو ده.
د ظفرد څرګندونوپربنسټ د یادی ناروغې دزیاتیدولاملونه فقر،بې روزګارې ،روانې ستونزې، د زده کړوکموالې، مهاجرتونه او دمخدره توکیوکارونه ده که چیرې دغوڅیزونوته پاملرنه ونشې ښایې دغه ستونزې به نوری هم لاپسې زیاتې شي.
هغه وویل چې ایدز اویا په سلوکې د(Hemo Sexual ) یا جنسې مقاربت له لارې اوشل په سلوکې دوینې د لاری انتقالیږی.
همدارنګه په کندوزکې د ملګرو ملتونودیوناما سیاسې دفترمطبوعاتې مسوول شمس الدین حامدی وایی “روغتیایی څارنه دبشراساسې حق دی اودروغتیا په برخه کې ملې ظرفیت جوړونه باید ترسره شي ترڅود ایچ ای وی درملنه اوڅارنه ممکن کړئ نوباید روغتیایې خدمتونوته جدی پاملرنه وشي.”
همدارنګه حامدی زیاتوی د ملګروملتونووروستې راپور له مخې په نړۍ کې ۳۴ میلیون انسانان په ایدزاخته دی، چې په دی اساس د۱۹۸۱ م کال راپه دیخوا۳۰ میلیون انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ دی.
داپه داسې حال کې ده چې دعامې روغتیا وزارت د ایدزسره د مبارزی په موخه دحج او اوقافو،عدلیې اوښځوچارووزارتونوسره تړون لاسلیک کړئ چې له مخې یې یاد وزارتونه د روغتیا وزارت سره دایدز په اړه دعامه پوهاوی په برخه کې له خلکوسره مرسته کوي.