دادهغه کتاب نوم دی چي پدې ورستيوکي زموږ دتکړه ليکوال اوفرهنگی څېرې پيرمحمد باوري په زيار اوزحمت ترتيب اوپدې ورستيوکښي په کندهارکي دنارنج خپرندويه ټولنې نشراتي مؤسسې لخوا په ۲۰۸ مخونوکښي په ښکلي صحافت اوعالي کيفيت چاپ سوئ دی .
يوه اونۍ وړاندي دښاغلي پيرمحمد باوري صاحب لخواچي د انگلستان هيوادپلازمېني لندن په ښارکي اوسي ،داکتاب ديوه بل خپل دټوکواتم ټوک سره د((خندا روغتياده)) په نامه چي هغه هم پدې شپواوورځو کښي ددانش خپرندويه ټولنې لخواپه ډير ښکلي صحافت دچاپ بخت موندلۍ ماته ډالۍ اودپوستې له لاري مي ترلاسه کړ ل .
ددې ښکلې اوارزښتمنې ډالی په ليدومي سترگي روښانه اوددواړوکتابونوله لوستومې زيات څه زده کړه.
افغانستان څنگه جوړېداي سي زموږدهيوادديوشمير مشهوروليکوالوعلمي اوڅېړنيزي ليکنې له ځان سره لري او((خنداروغتياده)) کله چي سړۍ (لوستونکۍ ) دنوروکتابونواويادانترنت په مټ له خپروشووليکنو دلوستلونه ستړۍ شي،دادټوکو ټولگه ئې ستړيارفع کوي اوخنداته ئې هڅوي .
زموږ دربړېدلي ولس اوسوځېدلي هيواداوسني شرايط ددواړوکتابونولوستل اړين کړي دي،له همدې امله ترهرڅه دمخه غواړم دخپل گران دوست ديوه کتاب دمنځپانگي راټولونکۍ اوبل کتاب ليکوال ښاغلي پيرمحمد باوري صاحب څخه درالېږل سوی ډالۍ له امله ددزړه له کومې دمننې اوکورودانی په څرگندولوسره دنوموړي ډالۍ په هکله دخپلوهيوادوالوسره دزړه خواله وکړم .
دافغانستان څنگه جوړېداسي ډير په زړه پوري دعلمی اوتاريخي لاسوندونه ډک يوکتاب دی. پدې ښکلي علمی کتاب کي زموږ دهيواد د((۲۲ )) مختلفوعلمي شخصيتونواونظر خاوندانوليکنې راټولې او چاپ سوی دي .پدې کتاب کښي دنظرخاوندليکوالودافغانستان مسله له خپله نظره څېړلې اودهغې په هکله ئي خپل نظراو عقيده څرگنده کړېده .
زماپه نظر ه دايوداسي ټولگه ده چي هرليکوال په څېړنيزه بڼه دافغانستان اوسنۍ لانجه په خپله مورنۍ ژبه څېړلې ده .داپدې معناچي ددې کتاب له لوستلونه زموږ ددواړو(پښتواودری ) ژبو ويو نکی خونداخستلاي شي اوپه لوستلوسره ئي دافغانستان دروانۍ کشالې دحل په هکله معلومات ترلاسه کولاسي،په حقيقت کښي داکتاب نه يوازي څېړنيزسياسي بحث کوي بلکي دايونوی ډول تاريخي اثرهم بللاي شو .
دنارنج خپريندويه ټولنه ددئ ښکلي اوعلمي تاريخي کتاب په اړوندپه خپل ياداښت کي ليکي : زموږ هيوادچي پنځه زرهکلن تايرخ لري اودنړۍ دريم تمدن لرونکې سيمي په نوم پېژندل سوی ،دخوراډيرولوړو،ژورونه ډکي شپې اوورځي ئي تېريکړي دي. دحساس جگرافيايي موقعيت له کبله دسختوناخوالوسره مخامخ سوی .
دې سيمي دچنگيزتاړاک دانگرېزانويرغل ،دشوروی تيری اونورستومانوونکي جگړې ليدلي اوترنن ورځې پوري لاهم داناورين دوام لري . زموږهردښمن ترخپله وسه ددې ولس اوهيواد ورانولولپاره په بېلا بيل نومونوخپله ونده اخيستې ده.
هيوادمو وران سوئ دی ،نوافغانستان څنگه جوړېداي سي ؟داهغه پوښتنه ده په مغزوکښي راگرځي،ولي دځواب پيداکولولپاره ئي له ډيرولارورکه ده. ښاغلي پيرمچمد باوري ددې پوشتنې ځواب ته دپوهی اونظرخاوندان رابللي اودهريوه مخته ئي داپوښتنه ايښېده چې افغانستان څنگه جوړېداي سي ؟
اوخپله ښاغلی پيرمحمد باوري چي ددې کتاب لپاره ئي دنظرياتوپه راټولوکښي ډير زيار اوزحمت ايستلی ،ترڅوله دې لاري هم وکولاي شي خپلو هيوادوالوته دعلمی خدمت جوگه سي بياددغه تکل دپيل په هکله ليکي :
ښه ډير کلونه پخوا دښاغلي عبدالحبار ((ثابت))په نوښت ((افغانستان چاوران کړ))تر نامه لاندي دهيواددنامتوليکوالوااسياست پوهانونظريويوه ټولگه چاپ سوه، چي موضوع اوپه تېره بياعنوان ئي بې دلچسپۍ نه وو.ماته له وخته داتلوسه راپيداسول،چې دهيواد دپوهانو ،تجربه لرونکو مشرانو،
دهيواددورانولوپوښتنه مهمه ده ،خوزماپه اند لومړی خو ورانول او ويجاړول دجوړولواو ابادولوپه پرتله څو،څوځلې اسانه کاردی ،نوځکه ډيره تجربه نه غواړي .
له بلې خواگران افغانستان چې اوس وران سوی اوټوټه،ټوټه په وينولړلۍ راپاته دی که هرڅونه زيات پر وژاړو ډيره گټه به ونلري . په پښتوکي يومتل دی وايي : ((يوچاله يوه ځوان نه پوښته وکړه پلاردي سپرومړکړ که پلو؟ هغه په ځواب کي ورته وويل زمادښې ئي راويست ؛سپارهو،که پلي .))
دافغانستان دورانولواو . . .تاريخی تجربه هم هغه وخت ډيره گټوره بلل کېداي سي چي دافغانستان دجوړولو اويابيارغاونې دستر رسالت لپاره وکارول سي .
له بله پلوه يوه بله ستره اوډيره داهميت وړخبره داده چې د((ورانۍ ))او و((ويجاړۍ ))دپوښتنې راپورته کول سره له دې چې ډير زيات مهم دي ،خوپه هرصورت دعلتونوپه هکله ئي بې احتياطه اويابې مسوليته شننه دهيواد دپرگنواوروښان اندوترمنځ دبې اتفاقۍ اواختلاف اورته لمن وهلاي سي اوداهغه کاردئ چې له بده مرغه دافغانانو خوراډير خوښېږي .په داسي حال کښي چي دهيواد آبادۍ اوجوړولوخبره بېله شکه دهيواد داکثريت ولس په تېره دهغه دروښانه برخې : ډاکترانو،انجينرانو،سياست پوهانو،استادانو،حقوق پوهانو، ملي سوداگرواوداسي نوروله بشپړيووالي اوترځان تېرېدلې نه پرته له سرۀ امکان نلري.
البته په دغه هڅواوتلاښ کي زه په هيڅ صورت دکوم ټولنيز جادوگر(سحر)اويا((معجزې ))اويادکوم ټولنپوه ډاکتر دکومې ((نسخې))په لټه کي نه يم ،چي دغه وران هيوادپه يوه درنگ جوړ کړي،بلکې موخه داده چې دټولني ټول سالم قوتونه ديوه اوږده ډله ييز،بنسټيزکارسرته رسولولپاره لږترلږه خپلې نظريې څرگندي اوعملي هڅی راپيل کړي .
په رښتياسره کله چي موږ ددويجاړ هيواددجوړېدو اوبيارغاونې خبره کوو نودغې موخې ته رسېدوعلمي اوعملي لاري چارئي ئي دپوهانواومسلکی شخصيتونوپه مرسته اوزيار راوسپړل سي .
زه پردې علمي اوتاريخي کتاب دتبصرې حق ځانته نه ورکوم تنهادومره ويلاي سم چي زموږ دغوپوهانواو ليکوالودغې پوښتنې ته چي باوري صاحب ئي پر وړاندي ايښې ده ترډيره بريده په لنډوليکنوکښي مفصل علمي جواب ويلی دی .
ددې ارزښتمن کتاب په لوستولوسره ما دډيرونوومسائيلو اوتاريخي لاسوندونوپه هکله معلومات ترلاسه کړ اوډير شيان مې ترېنه زده کړه ،په همدې خاطر،هغه متل دی وايي : ( (هغه څه چې ځانته خوښوې نوروته ئي هم خوښوه)) زه خپل هرلوستی هيوادوال اودافغانستان دمسائيلوسره مينه وال په ځانگړې توگه خپلو هڅاندو اوبيداروځوانانوته ددې ټولگې دلوستلو مشوره ورکوم .
ددې تر څنگ دکتاب چاپوونکي ته په ډير درنښت مشوره ورکوم چي که داکتاب دوهم ځل دنورعالمانواو پوهانودنظرياتواواندېښنوسره چاپ کړي گټوره به وي . اوکه چيرې داسلسله دوام پيداکړي پدې باوريم چي دابه زموږ دځوان نسل دپوهاوي،ملي يووالي له تفکراواندېښنې سره لويه مرسته وکړي اودبلې خوابه زموږ ځوان نسل په يوکتاب کښي دافغانستان دسياسي اوتاريخي پېښواوهڅوپه دزيات شمير پوهانواوليکوالو نظريات اووړانديزونه چي پکښې زموږ دهيوادبياجوړونې خبرې مطرح وي خپر شي دابه سترملي خدمت وي .
زه پداسي حال کښي چي ښاغلي پير محمد باوري صاحب ته چي پخوائي يوازي خلک خندول او دادی اوس دخنداسره يوځاي ئې ملي مسوليتونوته هم متوجه کوي ،پدې علمي اووطنی هڅوکښي دلازياتوبرياو اوپراخې حوصلې غوښتنه کوم ،يوځل بياخپل هيوادوال ددې کتاب ((افغانستان څنگه جوړېداي سي )) لوستلوته رابولم .ومن الله التوفيق