کور / تازه خبرونه / پکتیا : په لویه پیمانه نشه یي توکي و نیول شول

پکتیا : په لویه پیمانه نشه یي توکي و نیول شول

د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کی چی نن د زرمت ولسوالۍ کی د افغان او ائتلافی ځواکونو لخوا تر سره شول په لوړه پیمانه نشته یی توکی ( چرس ) و نیول شول او له منځه یو وړل شوی
دغه چرس چی شاوخوا ۳۵۰۰ کیلو ګرامه کیږی د افغان او ائتلافی ځواکونو لاس ته ورغلل چی وروسته د خبریالانو په وړاندی له منځه یووړل شول .
دغه سیمه چی دغه چرس پکی نیول شوی زاو نومیږی ، چی د زرمت ولسوالۍ اړونده سیمه ده
ویل کیږی دغه کور کی چی چرس نیول شوی خالی وو او څوک پکښي نه اوسیدل ، او د عملیاتو پر مهال ترې ياد د چرسو زیرمه برملا شوی ده .
په پایله کی د غه چرس د افغان او ائتلافی ځواکونو لخوا د خبریالانو په وړاندی وسوځول شول.