د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغه انګلستان ته خپل سفر لغوه کړ، چي پرون په کابل کي يوه ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه.
ټاکل سوې وه چي ولسمشر کرزى د بن د کنفرانس تر ختمېدو وروسته انګلستان ته ولاړ سي، خو د کابل پرونۍ چاودني له دې سفر څخه وګرځاوه.
په کابل کي پرون د عاشورا د ورځي په مراسمو کي يو ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې تر پنځوس ډېر کسان مړه او په لسګونو نور ټپيان سول.
د پاکستان د لشکرجنګوي ډلي د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي يې پړه پر طالبانو اچولې ده.
د طالبانو وياند دغه حمله غندلې ده.