کور / تازه خبرونه / کندهار : د عاشورا ورځ ولمانځل سوه

کندهار : د عاشورا ورځ ولمانځل سوه

د عاشورا ورځ چي د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د لمسي حضرت حسين رضي الله تعالى عنه د مرګ ورځ ده د هېواد د نورو ولايتو په څېر په کندهار کي هم ولمانځل سوه . دا ورځ اهل تشيع هېواد د خېراتو تر څنګ د ځانو په وهلو يا ټکولو سره لمانځي او د هېواد نور اتباع او د کندهار عام ولس هم ياده ورځ د خېراتو او د روژو په نيولو سره لمانځي .
ياده ورځ د اسلام په سپېڅلي دين کي خورا ډېر ارزښت لري او په دې ورځ کي ډېر ستر ستر کارونه ترسره سوي.
د اهل تشيع هېوادوالو له لوري په دې اړه د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې په امامبارګاه کي ځانګړي مراسم جوړ سوي ول او پکښي د کندهار د ٤٠٤ نمبر مېوند زون مرستيال جنرال ميروېس نورزي ، کندهار والي ، د سرحداتو او قبائلو وزير اسد الله خالد او نور ګډون کړى ؤ.