بسم الله الرحمن الرحيم
د افغان ولس دسولې جرګه
ېوځل بېا د افغانانو په هکله په هغه ځای کې تصميم نېول کيږي چې لس کاله پخوا دافغانانو د جهاد دوخت زخمونه اوخپل منځي اختلاف د تداوي پر ځای په ناسور ذخم بدل کړل. پدې تېرو لسوکالو کې تر ۷۰ څخه ډ ېر مملکونه په ګران هېواد افغانستان کې ککړ دي چه ئ له ۴۶ نه زيات ممالک په مستقيم ډول ځواکونه لري او په جنګ کې اخته دي چه تر اوسه پورې کم او زېات تر نيم تريلېونه امرېکایي ډالره مصرف شوی، او له ۲۵۰۰ څخه د امريکا او ناټو ځواکونه زېات وژل شوي او تر ۱۵۰۰۰ څخه ډېر یې ټپيان شوي دي. که څه هم د قيقه احصا ّېه په لاس کې نشته خو په زراوّ بې ګناه افغانان د امريکا، ناټو او ايساف په ګډو عملېاتو کې شهيدان او وژل شوي دي.
د بون د کنفرانس په هکله دا ېو منل شوی او څرګند حقيقت دی چې دامريکا، ناټو او ايساف ګډ هراړخيز پلانونه او
نظامي عملېات ناکام دي او په عاجله توګه، په ابرمندانه ډول د ګران هېواد افغانستان څخه ووزي. چې نوموړي نا کام
عملېات د امريکا د سنا په مجلس کې چې د ۲۰۱۱ کال په ۲ د نو مبر جوړ شوی وو هم ومنل شوه.
حیرانونکي او غلطه خبره خو دغه ده چې امريکا، ناټو او ايساف د خپل د نکامۍ معلومات په لاس لري دوی نه پوهېږي چه څه کوي او خه باېد وشی چه په ګران هېواد افغانستان کې ېوه رښتني سوله رامنځته شي تر څو افغانان په ارامی سره ژوند وکړي اود اوږدې مودې اقتصادي پرمختېا، ټولنيز جوړښت د افغان ولس د خوښې حکومت او داسې نور – — د خلکو د اړتېا وړلارې او چارې رامنځته شي.
کوم شۍ چه د ګران هېواد کړکېچ نور هم کړکېچن کوي هغه د امريکا پوځي اډې دي چه په مزارېشريف، بګرام او کندهارکې ېې غوښتنه شوې چې د۲۰۱۱ کال د انتقالي دورې څخه وروسته داوږدې مودې لپاره پاتې شي.د دې اډو په هکله د امريکا او ناټو تر منځ اختلاف دی، اروپاېان په دغه اوږد جنګ کې کوم بری نه ويني په اخلاقي او اقتصادي لحاظ دځان پګټه نه بولي. افغانان هېڅکله هم د پردېو اډې اوشتون نه منی ځکه چه دتېرو لسو کالو په شان په راتلونکي کې هم د جنګ وسيله ګرځی چې ملي پخلاېني، سولې او استقلال ته تاوان اړوي.
که چېرې د بون د کنفرانس ګډونکونکي په رښتېا سره دافغانستان د کړکېچ حل غواړي په د رنښت سره باېد له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. د دې لاندنېو څو ټکو په نظر کې نېولو سره په ګران هېواد افغانستان کې سوله را تللۍ شې چې د امريکا او جرمني استخباراتوهم ورته ېادونه کړې ده:
1 د افغانستان اولس ته دې اجازه ورکړشي چې خپل د ملي پخلاينې پلان د موجوده کړاو لپاره د يوه سياسي حل په غرض وړاندې کړي.
2 د افغانستان په خاوره کې د هر ډول خارجي نظامي هډو د جوړيدود تاسيس نه صرفنظروشي.
3 افغانانو سره موافقه وشي چې هغوي به هيڅکله هم د خپل ملک په بيا ودانولو، تعليمي سيستم، ښه حکومت، د مخدره موادو له مافيا او تروريزم سره په مجادله کې، او د ګاونډيو سره د ښو اړيکو په ټينګولو کې ګوښي پری نه ښودل شي.
د بن د کنفرانس ګډونوال بايد و پوهيږي چې پورتني هدفونه بې د مجاهدينو له ګډون او د هغو سره د خبرو نه پرته به، تر لاسه نشي.
که افغانان او نړۍواله ټولنه غواړي چې پورتني اهداف: د ملي پخلاينې د قواؤله مشرانو، کابل حکومت او نړۍواله ټولنې له لارې تر سره شي ، نو د افغانستان د صلحه ملي شورا أِماده ده چې د مخالفينو سره دبيلو کنفرانسونود جوړيدو له لارې ډير مخکې د 2014 کال نه هغوي ته ضمينه برابره کړي. د افغانستان د صلحه ملي شورا سره ، د ټولو أدرسونه چې په روانه شخړه کې سره کيوتلي دي، شته دی.
د افغانستان د صلحه ملي شورا عقيده لري چې د مجاهدينو، کابل حکومت، د افغانستان خاموش اکثريت او نړۍوالو شريکانو په مرسته، افغانان کولای شي چې د نړۍوالونظامي ځواکونو له وتلووروسته د مدني جنګ مخه ونيسي. داسې يو حکومت د أزادو او عادلانه انتخاباتو له لارې منځته ته راولي چې د ټولو افغانانو نه نماينده ګي وکړي. د ښځو او بشر حقوقوته احتام ولري، د ښه حکومت، د قانون لارو لپاره کار وکړي ، اود افغانستان دسياسي ، اقتصادي ثبات ، د ګاونډيو او نړیوالو سره د حسن نيت ښې اړيکې ولري.
د افغانستان د صلحه ملي شورا عقيده لري چې که دا نظريه جدي ونه ګڼل شي نه به د بن دوهمه غونډه او نه به په راتلونکې کې کومه بله غونډه د هر نوم اوپلان لاندې چې وي،و به نکړای شي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي او يا د افغانانو او د هغوي د نړیوالو شريکانو اهداف چې ورته هيله لي او غواړي ېې، تر لاسه کړي. اوس هغه وخت را رسيدلی چې افغانانو ته غوږ ونيول شي.
په درناوې