زما زړه صفا هنداره
ځان که ګورې پکې ياره
مسافر لالی که راغی
ور ته ګل به کړمه لاره
اړولی خوی دې پرېږده
داسې مه کوه سرشاره
زندګي خو وه دکلي
تا کې څه وينمه ښاره
ستا د ياد لړم ټک را کړي
چيغه وکړم بې اختياره
د خوښيو زيري را وړه
خالي را نه شې بهاره
ځه له مخې مې ورکېږه
ستړيه ستړيه انتظاره
يه د زړه تسکينه راشه
تاپسې يم بې قراره