هنر زده كړئ

 نن سبا هغه خلك ډېر كاميابه دي له چا سره چي كوم هنر وي، د هنر نه بغير انسان بې كاره دى، زموږ په هيواد كي چي نن سبا كوم حالات روان دي، په دې كي د هنر زده كول ضروري دي، كه له تا سره هنر وي، نو ته يو بريالى ژوند كولاى سي، نن سبا باسواده ځوانان بې كاره دي، هغوى ټول عمر د سندونو په ترلاسه كولو كي اخته وي، نور هيڅ كوم هنر نه زده كوي، چي له امله يې كله هغوى ته وظيفه پيدا نه سي نو ځان وژلو ته مجبوره سي .


هنر لرونكي خلك هيڅكله هم چاته نه محتاجه كېږي، هغه د خپل هنر له امله خپل ژوند په ښه توګه تېرولاى سي، د هنر لرونكي سړي هر څوك عزت كوي، حكومت ته په كار ده چي د زده كړي تر څنګ ځوانانو ته هنر هم ور زده كړي، چي زده كونكو ته به ډېر په ګټه وي، د دې لپاره ضروري ده چي حكومت په ښونځيو كي د كمپيوټر او انګرېزي د زده كړو اسانتياوي هم برابري كړي، نو چي كله له ښونځي فارغه سي نو انګرېزي او كمپيوټر به يې زده وي، له دي نه علاوه حكومت ته په كار دي، چي داسي ادارې هم جوړي كړي چي زده كونكي هنر په كي زده كړي، چي كوم نه كوم هنر زده كړي او په ټولنه كي يو مهم رول ادا كړي هغه هيوادونو تل پرمختګ كوي چي خلك يې هنر لرونكي وي.


 زموږ په هيواد كي د هنر لرونكو كمى نسته، خو د حكومت د نه پاملرني له امله د هنر لرونكو خلكو كمى دى، ځكه چي د هغوى د هنر هيڅ قدر نسته، چي له امله يې هغوى زړه تنګي سي او خپل هنر پرېږدي .