کور / راپور / خوست:دکرني پوهنځي کتابتون پرانستل سو

خوست:دکرني پوهنځي کتابتون پرانستل سو

خوست والي :هرکتابتون دمانيزې پانګې دبډاينې لپاره يوپياوړى بنسټ دى


دغه ټکى خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي نن ورځ په شيخ زايدپوهنتون کې دکرنې پوهنځي لپاره ديونما لخوا دڅه دپاسه نهه لکه ،پنځه اتيازره ،پنځه سوه لس (٩٨٥٥١٠)افغانيوپه مالي لګښت سره ديوجوړې شوي کتابتون دپرانېستې پرمهال وکړې .په هغه مراسمو کې چې دياد کتابتون دپرانېستې لپاره جوړشوي وو،په خوست والي سربيره ،ديونما دسيمه ييزدفترمسوول ښاغلي کرسيتاف سيولان ،دولايتي شورا مشراالحاج مرادخان منګل ،دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى صاحب حنيفي شاه حسيني ،دشيخ زايد پوهنتون رئيس دوکتورګل حسن وليزي ،مصلينو اوديوشميرنورو ادارو مسوولينو ګډون کړى وو.په سرکې دشيخ زايد پوهنتون رئيس دخوست ولايت مشرتابه او ورسره ملګروته ښه راغلاست وويلو ،ښاغلي وليزي په خپلوخبرو کې ددغه کتابتون په اهميت او اړتيا باندې رڼا واچوله اويادکتابتون يې دشيخ زايد پوهنتون دکرنې پوهنځي لپاره دزده کړې يوغوره اومناسب مرکز وبللو. خوست والي دکتابتون دپرانېستې پرمهال وويل :هرکتابتون دمانيزې پانګې دبډاينې لپاره پياوړى بنسټ دى ،اودفکري رغونې لپاره ترټولو ښه اومناسب چاپيريال ګڼل کيږي ،خوښ يم چې نن ورځ دشيخ زايدپوهنتون دکرنې دپوهنځي دمحصلينو لپاره يوسمبال کتابتون چې په کې ديادمسلک په زرګونو کتابونه شتون لري دځوانانودزده کړې او روزنې په موخه پرانيزم ،نوموړي زياتوله چې دافغانستان ټول ځوانان په پوهنيزو ډګرونوکې دنړيوالې ټولنې هر اړخيزه مرستو اوهمکاريوته اړتيا لري ،ترڅو له دې لارې دغه هېواد له تاريخي ناخوالوڅخه راووځي اوديوې نيکمرغه او هوسا راتلونکې برخليک ولري .خوست والي په خپلوخبرو کې ديونما له مسوولينو څخه مننه وکړه چې دکرنې پوهنځي دمحصلينو لپاره يې ديوګټورکتابتون اسانتياوې برابرې کړې دي ، چې بايد دنورو پوهنځيو لپاره هم ورته کتابتونه جوړشي،ورپسې ديونمادسيمه ييز دفتر مسوول خبرې وکړي ،نوموړي په خپلوخبرو کې څرګنده کړه ،چې افغان ځوانان ترهرڅه زيات پوهنې او زده کړوته اړتيا لري ،ځکه افغانستان يواځې له دې لارې په هره برخه کې زيات پرمختګ اوترقي کولى شي ،نوموړي همداشان وويل ،زما لپاره ډيردخوشحالۍ ځاى دى چې دخوست ولايت له مشرتابه سره يوځاى دځوانانو دروزنې په موخه يوکتابتون پرانيزم ،ده وويل چې موږ نه يواځې دکرنې پوهنځي لپاره کتابتون جوړکړى بلکې دحقوقو اوسياسي علوموپوهنځي لپاره مودڅه دپاسه ٥٠٠٠امريکايي ډالرو لګښت سره ٤٥٠بېلابيل کتابونه اخيستي دي اوددوى په واک کې مو ورکړي دي ترڅو محلصين ترې ګټې پورته کړي .په پاى کې دغه کتابتون دپټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.