په افغانستان كې د امنيت له نشتوالي او جګړو دري دېرش كلونه پوره شوي او دا هيله هم نه شي كېداى چې كله به دا ملي ناورين پاى ته رسيږي او څوك به يې پاى ته رسوي؟ د دې په څنګ كې د سياسي اقتصادي– فرهنګي او ټولنيز مظبوط، بشپړ، واكمن او حساب وركونكي نظام نشتوالى يا كمزورتيا، د افغانستان د خلكو د ژوندانه ټولو اړخونو ته درانه زيانونه اړولي. كه رښتيا ووايو ډېر مادي او معنوي بنسټيز جوړښتونه نړېدلې او د خلكو او ټولنې ورځنى ژوند له ژورو بحرانونو سره مخ دى.
د اقتصاد په برخه كې پخوانى نظم چې په څو لسيزو كې لږ په پښو درېدلى و او په هغه كې دولتي سكتور برلاسى و، د جګړو او د اوسنى دولت د نړيوالو ملاتړو د غوښتنو له امله، حاشيې ته وتلى او ځاى يې د آزاد بازار داسې سيستم نيولى چې د ولس د غبرګون، د چارواكو د نه صداقت، د مافيايي كړيو د فعاليت او د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو له امله ډېر عملي نه ښكاري. افغانستان د همدې اقتصادي موډل د ناكام تطبيق له امله په يوه مصرفي او وارداتي هېواد بدل شوى، 500 مليون$ صادرات او 4000 مليون $ واردات لرو او توليدي اقتصاد مو خورا كمزورى دى، له همدې امله په ايران او پاكستان كې ځينې پراختيا غوښتونكې كړۍ، د ستراتيژيك عمق په څنګ كې افغانستان خپل اقتصادي (استان) يا (صوبه) بولي!
زموږ ټولنيز روان له ډارونكې پاشلتيا څخه ځورېـږي او په ډېر درد بايد وويل شي چې د ټولنيز_ اخلاقي نظام د كمزورتيا له امله ډېر ارځښتونه اوس خپل هغه پخوانى دريځ نه لري. ډېر خلك او چارواكي څوك د مجبوريتونو او څوك د هوس له مخې د حلالو او حرامو توپير نه كوي او هغه ستر ارځښتونه نه ګوري چې يو وخت زموږ پلرونو او نيكونو په پام كې نيول. ځينې ښاغلي د بيت المال چور، ننگ او شرم نه بلكې وياړ بولي. ټولنه ډېره مادي شوې، معنويت ورځ په ورځ كمزورى كېـږي د دراغو، جعل، تزوير، رشوت، غلا او لوټ په پيسو غټېدل او چاغېدل وياړ بلل كېږي. دې ورانونكي حالت زموږ د هېواد تاريخي هويت او دارنه دودونه، باورونه او ارځښتونه د دښتې د كندې په څنډه درولي دي.
په تېرو درې لسيزو كې پرله پسې تاوتريخوالي او جګړو څه باندې يو نيم مليون افغانان وژلي، په همدې شمېر يې معيوب او معلول كړي او څه باندې شپږ مليونه د هېواد پرېښودو ته اړ كړي چې ډېر يې د بېلو_بېلو دلايلو له مخې تر اوسه بېرته نه دي ستانه شوي. دا لړۍ له بده مرغه اوس هم روانه ده او هره ورځ د دولت، د دولت د ملاتړو او مخالفينو په جګړو كې زموږ د هېواد خلك مري، كلي او كورونه ورانېږي او نوي_ نوي ټپونه جوړېـږي چې رغېدل به يې ډېر كلونه وغواړي.
كه په انصاف قضاوت وشي، افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ ښكاري. موږ نه يوازې دا چې د اقتصاد په برخه كې ستونزې لرو، همداسې د ملي يووالي، مسوول او ملي زعامت، سمو ټاكنو، فرهنګي او تعليمي مسايلو، ټولنيز جوړښت، ملي اميد او د ژوند په ډېرو نورو برخو كې هم له سترو كړكېچونو سره مخامخ ياستو چې بايد د حل لارې ورته ولټول شي.
په اوسني افغانستان كې ځينې خلك نا اميده ښكاري او فكر كوي.
چې دا ستونزې د حل لارې نه لري؛ خو واقعيت داسې نه دى. كه چېرته د افغانستان تېر تاريخ ته وكتل شي، دا هېواد د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې په لسګونو ځله له ستونزو، كړاوونو او ناورينونو سره مخامخ شوى؛ خو هر ځلې بيا د خپلو سترو خلكو د هوښيارۍ، هوډ، يووالي، خوځښت او حركت په بركت او په همغه شرايطو كې د ملي مشرانو په همت د نجات ساحل ته رسيدلى او په ستونزو يې غلبه موندلې ده.
اوس هم افغانستان همداسې يو حركت ته اړتيا لري. ملي او هېواد پاله كسان، ګوندونه او بهيرونه بايد سره نژدې شي، منسجم شي او خلكو ته داسې واضح تګلارې وړاندې كړي چې د روان بحران پاى پكې ښكاره شي، خلك پرې راټول شي او ټول د افغانستان د ملي بيرغ په سيوري كې د داسې سترو اصلاحي بدلونونو په لور وخوځي چې د جګړې ټغر ټول او په افغانستان كې د سوله ييزو حركتونو له لارې، هېواد د نړۍ د سترو هېوادونو او ګاونډيانو له خونړيو منګلولو څخه وباسي، افغانستان د افغانانو كور وګرځوي او د هېواد د هر اړخيز پرمختګ كاروان په داسې سمو لارو روان كړي چې هر افغان يې احساس كړي او ځان پكې شريك وبولي.
يو وخت يو مشر ويلي و چې (د خلكو زور د خداى زور دى). دا خبره ډېره رښتيا ده كه خلك وخوځي، يو موټى شي او سم مشران وټاكي او د خپل هېواد له پاره ديني، ملي او اخلاقي مسووليت احساس كړي او ځانونه د هېواد په درد او غم كې پوره شريك وبولي ډېر اميد شته چې داسې احساس، فكر او حركت به وزېـږوي چې د هېواد ژغورنې ته لار پرانيزي.
اوس چې په اسلامي نړۍ كې د محرم الحرام لسيزه لمانځل كېـږي د افغانستان خلكو ته په كار ده چې د حضرت امام حسين(ع)، كورنۍ او يارانو حق پالونكې تګلاره سر مشق وګرځوي او د هغوى د وينو د پيام په سيوري كې خپل راتلونكى وټاكي، خپلو درنو تاريخي، ديني او ملي مسووليتونو ته ځير شي او د افغانستان له پاره په نېكو، صالحو، پاكو او مومنو بچيانو بدل شي. كه داسې وشي ژر به د هېواد په افق د ژغورنې لمر څرك له ورايه وځليږي. انشاالله تعالى.