ډېرګران ښاغلی دقدر وړط. بزګرصاحب!
زما د میني او ورورګلوۍ ډک سلامونه اوپېرزوني ومنۍ!
د دعوت خپرونه ۲۳ کلنه سوه زما ښه یاد دي،چي له دې خپره وني سره سم په ډېرو بهرنیو هېوادو کي نورو خپرونو
هم پیل وکړ خو ډېرو يې سقوط وکړ او ځینو یې چي شاته ګوندي پلوي اقتصادي تکیه لرله
دسیاست له مخي دهغي سیاسي تکیي څخه یې مالي مرسته ترلاسه کول اوترلاسه کوي یې؛نوبېخي ډېرلږ یې پاته دي.
خو د دعوت خپرونه یوازي او یوازي ستاسو په عالي ابتکار،زیار اومالي لګښت مخته تللې اوتراوسه لاهم مخ ته ځي.
ماچي د دعوت په خوږې خپرونه کي کوم شی ليکه نومي تل پر پښتنو لیکوالانو داږغ کاوه،چي
د دعوت له خوږې خپروني سره مرسته وکړۍ،ځکه دامالي بار پریوه کس باندي ډېر دی او دا خپرونه زموږ ده.
خوتاسو ددغو ټولو ربړونواوستونزو سره سره داخپرونه چي نن اوسبا ۲۳ کلنه کېږي پخپل پښتني غیرت اوژورنالیستۍ
واک په یوازي سر تر دغه ځایه را ورسوله . تاسو رښتیا هم چي دقدر وړاودستایني وړیاست . خدای(ج) دي له هري
بلا،افت،ناروغۍ اوخوارۍ نه وژغوره امین!
په ادبي درنښت محمدسرور وکيلي