کور / تازه خبرونه / د كندهار امنيه قوماندان : ننۍ چاودني ۵ تنه ژوبل كړي

د كندهار امنيه قوماندان : ننۍ چاودني ۵ تنه ژوبل كړي

د كندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي د نن ورځي په چاودنه كي درې پوليس او دوه عام وګړي سربېرن ژوبل سوي او حالت ئې د ډاډ وړ دئ .
چاودنه نن ورځ د كندهار ښار په زړه چهار سو كي هغه وخت رامنځ ته سوه چي كله پوليسو يو موټر سايكله چلوونكي ته د درېدو امر وكړ خو نوموړي وروسته تر درېدو خپل ځان ته چاودنه وركړه او ياد كسان ئې د امنيتي ځواكونو په وينا ژوبل كړل.
وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.