کور / تازه خبرونه / کندهار : تاريخي اثار نيول سوي

کندهار : تاريخي اثار نيول سوي

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ښوراندام کي يو شمېر تاريخي اثار چي مخينه ئې د اطلاعاتو او کلتور د رياست په وينا ٣٠٠ کالو ته رسېږي نيولي .
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي ياد توکي ئې د قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزۍ پوليسو نيولي .
نوموړى وايي چي ياد توکي به بېرته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپاري .