کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د سولي ولايتي شورا درې ګوني کمېټې وټاکلې

په کندهار کي د سولي ولايتي شورا درې ګوني کمېټې وټاکلې

په کندهار کي د سولي ولايتي شورا د خپلي مياشتني غونډي پرمهال درې ګوني کمېټې وټاکلې او د هغوى لپاره يې مشر، منشي او غړي معلوم کړل.
په ياد سوو درې کمېټو کي د تماس او دعوت، د زندانيانو د خلاصون او د نظارت کمېټې چي هر يوه يې يوولس-يوولس تنه غړي لري او مياشتنيو غونډو ته به خپل کاري راپورونه وړاندي کوي.
د لومړۍ کمېټې مشر حاجي فضل الدين اغا او منشي يې ډاکټر پروېز نجيب، د دوهمي کمېټې مشر حاجي نعمت الله شېردلى او منشي يې حاجي روزي خان او حاجي اغا لالى او حاجي غوث الدين بيا په نوبت سره د دريمي کمېټې مشر او منشي وټاکل سول.
د لومړۍ کمېټې مشر، منشي او غړي وظيفه لري څو په کندهار ښار او ولسواليو کي له وسلوالو طالبانو او ټولو هغو کسانو چي د دولت پر ضد مبارزه کوي اړيکي ټينګړي کړي او هغوى د سولي او بيا يو ځاى کېدني پروسې ته دعوت کړي.
همداراز دوهمه کمېټه مسؤليت لري چي د هغو بنديانو د خلاصون لپاره په ولايتي او مرکزي سطه هڅي وکړي او هغه کسان چي د تورونو او ناسمو معلوماتو پراساس د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا په زندانونو کي شپې تېروي راخوشي کړي.
په همدې ترتيب دريمه کمېټه چي د نظارت او څارني کمېټه ده وظيفه لري چي په کندهار ښار او ټولو هغه ولسواليو کي د سولي د پروسې سره يو ځاى سوو کسانو ته پکښي د کار موندلو لپاره پروژې په لاره اچول سوي د پروژو او کارونو څارنه او نظارت وکړي.